Homeخبرونهپغمان کې د څلور انسان تښتونکو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

پغمان کې د څلور انسان تښتونکو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۹ مه ) طالبانو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د څلورو هغو کسانو د وژلو خبر ورکړی، چې دوی انسان تښتونکي بللي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې عملیاتو کې، چې د پُشت بادام په سیمه کې وشول، د محمدامین په نوم تښتول شوی کس خوشې شوی.

سرچینه زیاتوي: نوموړی درې ورځې وړاندې یرغمل شوی و.

خپلواکو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې، چې په وروستیو کې د انسان تښتونو او نورو جنایي پېښو د زیاتیدو خبرونه او پر ضد یې د طالبانو د اقداماتو خبرونه ورکول کیږي؛ خو د طالبانو منتقدان دوی ځينې وخت تورنوي چې خپل مخالفان په مختلفو نومونو وژني.

طالبان په دې اړه ادعاوې نه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...