افغانستان اوس لږ تر لږه د پښتون اکثرىت په کچه د دوو ايډيالوژيو ترمنځ نښتى دى، يوه د هغي ډلې ده، چې ځان افغان ناسىوناليستان بولي او خپله ريښه د افغانستان له لرغوني تاريخ نه د غازي امان الله خان په ماډرن افغاني فکر کې ويني او بله هغه ډله ده، چې خپل تاريخ د افغانستان په ديني علماوو او هغو غازيانو کې لټوي چې امان الله خان يې پسې واخيست.
خو پوښتنه دا ده رښتيا هم دا دواړه لوري په افغاني روايت کې تاريخ لري؟ دې پوښتنې ته نه د دواړو ډلو پلويان او نه افغان روڼاندي ورته متوجه کېږي.
هره ايډيالوژي چې پر يوه هېواد حاکمېږي، د هغې ټولنې په روايتونو کې د ځان لپاره د يوه روايت لټه کوي او کله يې د خپلو سياسي غوښتنو لپاره هغه مسخه کوي هم او څرنګه چې د دوى پر سترګو د دوى د ايډيالوژۍ سرې شنې عينکې لګېدلي وي، نو چې تاريخ ته وګوري، هر څه ورته د د دوى له هيلې سره سم ښکاري. ستونزه دا ده، چې خپل ليد او نړۍ ليد ورته عين واقعيت ښکاري.
داسې ځکه کېږي، چې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو افغانانو ته دا مجال نه دى ورکړى، چې لږ تر لږه د هېواد د تېرې يوې پېړۍ رسنۍ او د ليکليو اسنادو پاڼې راواوړوي او دقيقې او ناپېيلې خبرې وکړي. ښايي په دې کې به د ځينو ګټې وي، چې خبرې هم داسې پټې پاتې وي؛ خو د ملت پکې تاوان دى.
کله چې موږ تاريخ ته د يوې ايډيالوژۍ له زاويې ګورو، موږ مخکې له مخکې ځينې مفکورې د واقعيت په توګه منلې وي، يوازې يې په تاريخ تحميل کړو او له خپلې خوښې سره سمې پايلې ترې راوباسو. کله خو د تاريخ مزاحمت ته هم نه ګورو، هغه يو څه وايي او موږ بل څه اورو. په دې ډول مطالعه کې له تاريخ نه مازې د وسيلې په توګه استفاده کېږي او يوازې د خپلې خوښې مثالونه ترې رااخيستل کېږي.
واقعيت دا دى، چې زموږ د شلمې، نولسمې او تر هغې مخکې اسلاف نه په نننۍ مانا ناسيوناليستان وو او نه په نننۍ مانا د ديني ايډيالوژۍ څښتن. همداسې مو نه زموږ واکمنۍ په نننۍ مانا سيکولر وې او نه په نننۍ مانا ديني بنسټه.
زموږ د اوسنيو دوو مقتدرو ايډيالوژيو ستونزه دا ده، چې دواړه يو واحد نه ويشل کېدونکى څيز په دوو داسې برخو وېشې چې د د دوى په فکر وبله دوښمنان دي او دا هغه روايت دى، چې په افغاني تاريخ کې که نادر پيدا شي.
د معاصر ناسيوناليزم بنسټ له رنسانسه راوتى ګڼل کېږي، د غربي ناسيوناليزم پر وړاندې يوه داسې کليسا ولاړه وه، چې له يو پلوه يې ټوله اروپا د ديني اخوت په تار تړلې وه او ملي يا قومي فکر ته پکې ځاى نه و او له بله پلوه يې هر څه ته د خپلې ځانګرې دينې مفکورې له زاويې کتل او خلک يې له بندېزونو تنګ وو، نو پوهانو او سياسيونو په ګډه د دې ډول مسيحيت مخالفت وکړ، چې ګټه يې تر ډېره ايټاليا ته رسېده او د هغو ديني بندېزونو پرخلاف ودرېدل، چې د نويو علومو مخنيوى يې کاوه. هيومانيستانو د علومو ترمنځ کرښه راښکله، پر ديني او دنياوي(سيکولر) يې ووېشل. په يوه اصطلاح د ديني او دنياوي(چې زموږ ډېر پوهان يې عصري بولي او ناشعوري ديني علومو ته د زړو علومو نسبت کوي) علومو ترمنځ کرښه سيکولرانو راښکلې ده.
زموږ د سيکولر ناسيوناليستانو ستونزه دا ده، چې همدا ماډل پر خپل تاريخ هم تحميلوي او د خپلې خوښې پايلې ترې راباسي، سره له دې چې په افغاني تاريخ کې داسې کومه دوره نه ده تېره شوې، چې ملي او ديني فکر دې د يو بل پر وړاندې ماشې راښکلې وي، هغه کوم مثالونه چې وړاندې کېږي، هغه د خپلو شرايطو زېږندې داسې بېلګې وې، چې د اوسنيو دواړو مقتدرو ايډيالوژيو لپاره بېلګې نشي کېداى، مثلا ډېر نېژدې مثالونه يې د امير عبدالرحمان خان دى، چې هغه علماء يې ترور کړل، چې د انګرېزانو پر خلاف يې افغانان جهاد ته رابلل؛ خو دا دې مانا نه لري، چې دا علماء د افغاني ناسيوناليزم مخالف وو، بيا له امير سره په خوا کې هم ډېر علماء ولاړ وو او د هغه پاليسۍ يې تاييدولې. که د غازي امان الله خان او ځينو علماوو او سقاوو مخالفت راواخلو، هغه هم په اوسنۍ په مانا د ناسيوناليزم او ديني ايډيالوژۍ ټکر بالکل نه و او دلته هم زموږ د اوسنيو مقتدرو ايډيالوژيو پلويان په خطا دي.
که د غازي د ماډرنيزم بهير ته پام وکړو، هلته هم د علماوو مخالفت له ماډرنيزم سره نه و او هغه مخالفت هم زموږ اوسنيو دواړو لوريو مسخه کړى دى، هلته که د دوديز فکر سره د خپلې بقا پوښتنه مطرح وه، نو واقعيت دا هم دى، چې انګرېزانو په ډېر ښه ډول د يوه پټ محرک رول ولوباوه؛ خو دا هم واقعيت دى، چې غازي هم د ماډرنيزم په راوستو کې بيړه وکړه او داسې تېروتنې يې وکړې، چې د هغه وخت افغاني ټولنې نشو زغملى.
دا ټولې بېلګې ښيي، چې زموږ او د پخوانيو اسلافو ترمنځ يوازې د مهال توپير نه دى راغلى، بلکې نور ډېر توپيرونه هم راغلي او بايد پر خپلو اسلافو خپلې ټاپې و نه لګوو، ځکه نه زموږ ناسيوناليستان د وراثت په واقعي مانا د غازي وارثان دى او نه ديني ډلې د هغو علماوو چې د غازي پر خلاف راپاڅېدل.
پخوانۍ نړۍ بېخي مختلفه وه، هغوى د افغانيت او اسلاميت ترمنځ توپير نه کاوه او تضاد خو يې بېخي ترمنځ نه ليده؛ خو زموږ ماډرن ناسيوناليستان د ملتپالنې لپاره سيکولريزم حتمي ګڼي؛ خو د دې ريښه زموږ په تاريخ کې نشته، ان د فخر افغان باچا خان په ژوند کې هم. همداسې د ديني حکومت اوسنى تصور هم زموږ په افغاني تاريخ کې نشته. د محمود غزنوي له واکمنۍ راواخله د احمدشاه بابا تر امپراتورۍ او د هغه د اولادې تر واکمنيو او له دوست محمد خان نه واخله تر داوود خانه پورې په هېڅ ځاى کې داسې مثال نشو موندلى.
له انګرېزانو سره په شويو جګړو کې د ټولنې هر پوړ فعاله ونډه اخيستې او په دې کې علما هم وو، چې په لومړي، دويم او درېيم جنګ کې يې نه يوازې دا چې جنګېدلي، بلکې خلک يې د ممبر له لارې هڅولي، چې د کافرو انګرېزانو پر خلاف پاڅون وکړي. په دويم افغان انګليس جګړه کې د کابل پر علماوو سربېره ملا مشک عالم او زرګونو نورو علماوو برخه اخيستې وه. همداسې د غازي په مشرۍ په درېيمه جګړه کې هم له غازي سره د علماوو فتوا او توره دواړه مله وو، ان په دې کې د داسې علماوو شمېر هم کم نه دى، چې د سقاو پر خلاف له نادر خان سره په دې خاطر ودرېدل، چې غازي به بېرته راولي. د وزيرستان زياترو علماوو چې د خپلواکۍ په جګړه کې يې له انګرېزانو ډېرې سيمې نيولې وې، تر اخره له غازي سره مينه درلوده.
په دې کې يو لوى شخصيت يار محمد وزيري دى. له دې نوميالي سره استاد رفيع په ۱۳۴۷ کې مرکه کړې، چې ښاغلي هلمند اڅړ ژباړلى او تازه له چاپه راوتى۔ په دې مرکه کې جرنېل يار محمد خان له انګرېزانو سره د خپلې ټولې مبارزې داستان بيان کړى او په دې ټول داستان کې موږ وينو، چې د يوه ديني عالم په توګه نوموړى افغانيت ته څومره احترام لري او افغانيت او اسلام له يو بله نه جلا کوي.
غازي امان الله خان چې زموږ ناسيوناليست يې خپل ايډيال بولي او مقابل لورى يې د اتاتورک د ملګرتوب له امله سيکولر معرفي کوي، رښتيا هم ګنې کټمټ هغسې و، لکه اوسنۍ دا دوه ډلۍ يې چې معرفي کوي؟
اميرعبدالرحمان خان د بېلابېلو قومونو او د هغوى د مشرانو په ټکولو د اوسني افغانستان جغرافيه راټوله کړه؛ خو جغرافيه په نظامي ځواکونو تر ډېره وخته نه ساتل کېږي، بلکې هويتونه تر نظامي ځواک ګټور او اوږد مهالي وي، د امير لمسي غازي امان الله خان دا خبره درک کړه، هغه افغانستان چې اوس يې جغرافيه متحده وه؛ لا هم د قومونو يوه جبري جغرافيه وه او يوه هويت ته يې اړتيا درلوده، چې دا له شاوخوا هېوادونو بېل کړي او خپلو کې يې راټول کړي. له خپلې خاورې سره د مينې په پار خو راته دا بايد جرم ښکاره نشي، بلکې د ثواب يو کار و، چې امان الله خان وکړ. په دې جغرافيه کې لوى قوم د پښتون و، پښتون د دې جغرافيې لپاره ډېرې تورې وهلې وې او اوس وخت و، چې د دې جغرافيې په هويت کې هم د ده فرهنګ او ژبه برخه واخلي او د اوږده مهال لپاره دا وطن وساتي. پښتو ژبه وه، چې دا هېواد يې له فارس، منځنۍ اسيا او هنده رابېلولى شو؛ خو دا بېلول له ديني پلوه بېلتون نه و، بلکې له ملي پلوه وه او دا بېلتون زموږ پخوانو سلاطينو او مخالفينو يې ساتلى و. د اعليحضرت د افغاني هويت سازۍ ټوله موخه دا وه. دا ايډيا هم د خپل وخت لويو ديني او سياسي علماوو ورکړې وه، چې يو پکې محمود طرزى هم و، چې د ملي ژبې په توګه يې په سراج الاخبار کې د پښتو خبره مطرح کړې وه.
همداسې مشروطه غوښتونکي هم که په ماډرن زده کړو سمبال وو؛ له دينى زده کړو هم برخمن وو، بلکې علما وو، پخپله محمود طرزي د منځني ختيځ سياسي بدلونونه او د عثماني ترکيې زوال په سترګو ليدلى و، په عربي او ديني علومو ډېر ښه پوهېده.
که غازي ته راشو، د هغه وخت اسناد ښيي، چې په ډېرو ځايونو کې يې د خلفاوو غوندې خطبې ويلې او جمعې ورکولې. د هند مسلمانانو او علماوو غازي ته احترام درلود او ځينو يې په کابل کې د انګرېزانو پرخلاف پناه اخيستې وه. د سقاو تر راتګ وروسته هم د هند علماوو له غازي سره خواخوږي درلوده، اقبال ورته خپل پيام مشرق ډالۍ کړ او په ستاينه کې يې شعرونه وويل. د سقاو د اړو دوړ په وخت کې هم ټول علما د غازي مخالف نه وو.
پاس مو د يار محمد وزيري په اړه يوه لنډه خبره وکړه. يار محمد وزيري د پوونده ملا صاحب، اندړ ملا صاحب، فقير ايپي او د هغوى له اولادې سره اوږه په اوږه له انګرېزانو سره وجنګېد؛ خو هر ځاى چې يې اورو، د افغاني ننګ او اسلامي جذبې غبرګه خبره کوي. يو ځاى هم د دواړو ترمنځ نقض نه ويني، دواړه د لازم و ملزوم غوندې ورته ښکاري او دا هغه روايت دى، چې ده ته له خپلو افغاني نيکونو پاتې دى او د ده افغاني نيکونو ته ځان که له نورو مسلمانانو سره په ديني تار تړلى ښکارېده؛ نو خپل قومي هويت يې هم په مسلمانانو کې ساتلى و؛ خو دې قومي هويت د تعصب بدبويي نه درلوده.
خو داسې څه پېښ شول، چې اوسنۍ دوه ډلې او د دوى پلوي ليکوال افغانيت او دين بېل بولي؟ هغه افغانيت چې حمزه بابا يې په اړه وايي: ته پښتو او اسلام دوه ګڼه، زه وايم/ خداى که هم انسان واى، نو پښتون به و. يا؛ ما حمزه ته يثربي باده خاونده/په ښاغلې پيمانه کې د افغان را.
د دې پوښتنې ځواب په همدې تېرو څلوېښت کلونو کې موندلى شو. پر افغانستان شوروي تېرى وکړ، سوسياليستي نظام دين ته اعتنا نه کوله او هغه وخت کې يې ماډرنيټۍ کش و پش يې د لوستو ځوانانو سترګې وبرېښولې. همداسې يې (افغاني) ناسيوناليزم د خپل انټرناسيوناليستي موخې دوښمن باله. که تاريخ وګورو، د استعمارګرو د سترګو خار افغاني ناسيوناليزم دى.
د شوروي اتحاد پر وړاندې چې د سيمې کوم هېوادونه راپاڅېدل، هغوى ته هم د خپل هويت دوښمن افغاني ناسيوناليزم ښکارېده او دا اړتيا وه، چې افغاني ډلې په ديني او ملتپالو ووېشي. افغان ملت چې د دوديز افغان ملتپالنې خبره يې کوله، تکفير شو او غلى کړل شو، د شاه ملتپال پلويان ترور شول او په دې دول په افغاني روايت کې تصرف وشو او د افغاني ملتپالنې او ديني نړۍ ليد ترمنځ کرښه راښکل شوه. د دې کرښې د راښکلو لپاره تاريخ هم مسخه شو او داسې په همغه او ورپسې نسل کې د بېلتون کرښه راښکل شوه، چې تراوسه يې دواړه لوري پالي؛ خو د نړۍ او سيمې له استعماري موخو خبر نه دي.
خو دا دواړه ډلې تر هغې په افغانانو او افغانستان کې فعال همېشنى حضور نشي موندلى، تر څو چې بېرته خپل افغاني روايت ته نه وي ګرځېدلې او دا هغه خبره ده، چې په تېرو څلوېښتو کلو کې هرې مقتدرې ډلې هېره کړې ده. لنډه دا چې که څوک په افغاني ټولنه کې ريښې ځغلول غواړي او دا هېواد نور له ناورينه راباسي، دا افغاني ناسيوناليزم او دين د جنګولو پر ځاى يې بايد سره کوشير کړي، ځکه چې همدا زموږ د اسلاف روايت دى، هغه اسلاف چې له يرغلګرو سره يې جګړه هم په ايماني جذبه کوله او هم په افغاني ننګ۔ له مسلمانانو سره يې ديني اخوت پاله؛ خو پر خپل افغاني هويت يې وياړ کاوه او د خپل افغان يې تر بل هر چا ډېر درنښت کاوه، ځکه هم په وينه ورګډ و، هم په افغانيت او دين۔
ښاغلی اجمل ښکلی، ښکلی تحلیل وړاندی کړی دی.
زموږ غوندی ټولنو ( البته اکثره با سوادانو ) اصلی ستونزه دا ده چی یوی کونډی غوندی ئی د نامناسب او نامطلوب ” تقلید ” په هنداره کی د ځان په آرائش ګوتی پوری کړی وی.
اروپائیانو د رنسانس تربریالیتوب وروسته د کلیسا او کلیسائی مُلا د انسانی ضد کړنو سره سره نه یوه کلیسا وسوځل او نه ئی د کلیسا مُلا د ټولنی د لمنی څخه حذف او نفی کړ بلکه د هغوی په اصلاح ئی لاس پوری کړ خو زموږ اکثرو روشنفکرنماوو ( چی د الهام منبع ئی فقط بلشویکی بدلون او وروسته انګریزی فرهنګ ؤ ) د خپلی ټولنی څخه د معنویت د کمبلی د ټولیدو هڅه کوله چی دا یوه احمقانه هڅه وه.
استعمارګرانو نه غوښته چی زموږ په ټولنه کی اصیله روشنفکری ( د افغانیت او انسانیت او معنویت یو معقول معجون ) ریښه وځغلوی نتیجتاً د والیبال لوبه د خبیثی سلطنتی دستګاه – خان او فیوډال – قومی ټیکه دار – مرتجع مُلا او احساساتی او د خپلی ټولنی د نبض څخه بی خبره روشنفکر تر منځ پیل سوه او پایله ئی همدا د رومانتیکو- ډراماټیکو – تراژیدیکو – کومیکو منظرو تشکیل دی.
انډیواله ځينې وخت خوشې لګیایې ! هغه دیرش کلنه جګړه د مارتین لوتر او کاتولیکانو تر منځه څه شی وه ؟ او که د تاریخ هیر کړی دی د لوتر له کامیابی وروسته ښځه کولی شي چې هم لوتري ( اېوانګلیزم) ملا شي او هم واده وکړي ! سر بیره پر دې دین له سیاسته جلا شه خو بیا هم عیسوي کاتولیک ملایانو يواځې په جر مني کې له ځلورو زرو هلکانو سره لواطت کړی او د هغوی اخلاقي جرعت ته یې لویه خساره اړولې ده داخو ښکاره ده پټ به څومره نور وي !
تر څو چې دین له دولته جدا نشي همداسې مرداري به وي ! خو اسلام او سلام پال له دین او دوله څخه نه بیلیږي ، هغوی یوه دیني محمدي دیکتاتوري غواړي چې نه په علم پوهیږي او نه په اقتصاد ! په دی نړۍ کې خپلې حشفې ګرمې ساتي ښځې یې غلامانې دي او په اخرت کې ورته حوري او هلکان ددوی د شهوت لپاره تیاسۍ ولاړ دي ! دین اوپیوم دي د بشر د بدبختي لپاره ….
سلامونه،
استاذ اجمل ښکلی ساب ،ستاسو تحلیل له اسلام او افغاني ناسیونالیزم څخه درست صحيح ؛
خو زه په کښې د زور ،زر او زن!!! فکتورونه ډیر بارز ګڼم چې ډیری سیاستوال ، د خارجیانو او داخلیانو په تطمیع ورته تسلیم سوي او د خپل فکر ضد خلکو باندې ې مستقیمې اوغیر مستقیمې ټاپې وهلي او ډیري ېې له منځه وړي دي.چې دا د کاپیټالیزم تحفې دي
او لکه تا چې لیکلي ،مارکسیزم لنینیزم او ماویزم … هم د دین خصوصاََ اسلام او ناسیونالیزم سره جوړه نه وه او افغانستان کې ېې لس کلونو کې ډیر وټکول!!.
او شل کلن امریکو-ناټویزم خو دغه دی یو بل امارت وزیږاوه چې هغه مسخه شوي روایتونه ټولنیز ژوند ته راباسی لکه د موسیقي او د نجونو تعلیم منع کول ، د امیر مخ نه ښودل ، ملی بیرق ملی سرود او … د تنکیو زلمیانو شکنجه کول ا.د.ن.
حال داچې اَ =افغانستان د ملت یا ناسیونالیزم + اِ = اسلامي +، اُمارت = امیرتوب د دولت یا حکومت او اقتدار ډول مخفف دي چې په دوی کې د اختلاف ټکي نشته او باید نه وي.
و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین۰ الفاتحه
زمون. د افغانیت بنیاد إه ٔی ان ای کې تثبیت دی او هماغه خصوصیات لری. دا له اسلامه دمخه او وروسته زمونږ په اندیشه او سلو ک کې شته. دین په دی ان ای کې تغیر نه راولی خو په کړو وړو کې مهم رول لري او د افغانستان په تاریخ کې یې مهم رول لوبولی او لوبوی یې.
دن ته زرررت نشته کړه وړه باید مدنی قانون په لاس کې واخلي ! دین په تېرو زمانو کې او مدني قوانین ، جزایې قوانین …..اوس !
د حجاج بن یوسف په وخت کې په قندهار کې عربان تر ډیرو کلونو محصور وو او له زابله د تیریدلو توان یې نه درلود او بیرته کوفی ته د حجاج بن یوسف سره جنګ ته وګرځیدل! دا ځکه چې د افغانیت سره د مقابلې توان یې نه درلود!
اوله خو دا چه افغانستان نه یوه جامعه یا ټولنه وه نه ده اورؤبه نشي! له ۱۹۴۸ نه راهيسې امریکایانو ژور تحقیقاتونه کړي دي او دا منطقه له ۳۲۰۰ کاله راهیسې د اروپایانو نظر لاندې ده او د اسکندر خبیث دوره چه پر موږ *کبير* نامه لاندې ؤتمبول شو یا تمبول شوی دی او دغه د خنزیر زوی نامه لاندې غربیانو آن یې پر نني افغانستان او ټوله آسیا ۲۵۰ کاله وکړل چه باور یې سخت دی او څرنګه په قصو او اوسانو موږ یې غولولي او لا تر اوسه هم غولوي !!!، له تخیلاتو نه بېرون شئ، دا منطقه او پښتانه له میځه وړل کېږي له ثبوت سره!او نه یواځې افغانستان! د غربیانو نظر دا دی چه یواځې سپین پوستکي حق د ژوند لري اوبس! او که د چین او روسيې زور نه وی، نن به ټوله آسیا افریقې غوندې به وای! د غربي اروپا له جنایي تخیلاتو نه ځان خبر کړئ! کتابونه لیکل شوي دي او ماته په ژبه له ۱۹۶۳ نه را هیسې څو وارې مرکې شوي دي او په دې هکله مې تحقیقات کړی. بېدار شئ!