جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان د وضعیت یوازینی حل...

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان د وضعیت یوازینی حل ټول ګډونه حکومت دی

تاند: (چار شنبه، د زمري ۲۵ مه )  د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان د قضیې او اوسني وضعیت یوازینی حل په دغه هېواد کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کیدل دي.

نوموړي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علی بخیت سره د لیدنې پر مهال دا خبره کړې، خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

هغه تر دې وړاندې د طالبانو پر رژیم نیوکې کړې وې، چې په دې اړه یې د واکمنۍ په دوه کلنۍ کې هېڅ ګام نه دی اخېستی.

د طالبانو چارواکو بیا د ایران د ورته غوښتنو په ځواب کې ویلي، چې رژیم یې ټول ګډونه او د ټولو افغانانو استازی دی.

طالب چارواکو دغه راز په دې اړه د بهرنیو چارو څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ګڼلې.

پر ایران سربېره د سیمې او نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنې کړي، خو یو شمېر افغانان باور لري چې دغه هېوادونه د ټول ګډونه حکومت په نوم طالبانو سره خپل نفوذي کسان په واک کې شاملول غواړي.

د دوی په باور، افغانستان د ټول ګډونه حکومت پر ځای یو قانونمند او منتخب نظام ته اړتیا لري.

3 COMMENTS

  1. اول د ایران ټول ګډونه حکومت جوړ کړی بیا د دافغانستان په باره خبری وکړی دا دنصارا حکومت نه یوازی ټول ګډونه نه ده بلکه ټول سنی مذهبه په یو او بل نوم اعداموی له دی کبله دا دصهیونست حکومت باید هیڅ خبره ونکړی

  2. قانونمند او منتخب حکومت چي تیرې خطاوی تکرار نکړی او حکام یا امراء یی اهل وی دا یو اسلامی
    خصوصیت دی خو ټول ګډون د ایران لپاره د فاطمیون ملیشو ته په افغانستان کی د واک برخه ورکول ، د سنی ګاونډی په چارو کی لاس وهل ، مسلمان ورورـ البته تش په نامه ـ ضعیفول او نفاق
    تزریقول لکه صیغه او تقیه نور څه معنی درلودی شی ؛ آیت۰۰۰ حکام ،که پدی آیت ایمان لری باید ورته
    رجوع وکړی ـ اٙتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم ۰۰۰۰۰۰ که نه جمهوری ایران مو بس ده ۰ نور پهپاد
    خرڅوی ، اسلام مه خرڅوی ـ اسلام روښانه له جاهلی تعصباتو پاک ، مسلمان او انسانیت ته خیر غواړی ، الله ج
    دِ هغه تباه کړی چي د مسلمان او انسانیت د تباهۍ لپاره فکر او کار کوی ۰

  3. یوه بلا ، بلې ته وایي ، چې بو یا وخ .
    دواړه د یوه آس غوږونه یاستئ .
    ایران د خپل حکومت ټول ګډونه کړي ، حد اقل یو نفر د له نورو قومونو په خپل دولت کې شامل کړي . لږتر لږه دې د خپل هېواد د څلوېښت سلنه سني مذهبه اوسېدونکو ته د تهران په مرکز کې یو جامع جومات د جوړولو اجازه ورکړي ، نور به هرڅه الله تعالی جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب