جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد خلیلزاد خبرداری؛ که طالبان ملي روغې ته کېنښني د نیابتي جګړې...

د خلیلزاد خبرداری؛ که طالبان ملي روغې ته کېنښني د نیابتي جګړې خطر دی

تاند: (چار شنبه، د زمري ۲۵ مه ) د افغان سولې لپاره د امریکا مستعفي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د رژیم د دوه کلنۍ په مناسبت یوه مرکه کې خبرداری ورکړ، چې که دغه رژیم له نورو افغان لوریو سره ملي روغې ته کېنښتي، په افغانستان کې د نیابتي جګړې وېره موجوده ده.

نوموړي بي بي سي فارسي ته وویل، له شک پرته بهرني استخبارات په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره بهر مېشتو افغان سیاستوالو سره لاس ورکوي او افغانستان د نیابتي جګړو خوا ته بیایي.

هغه په دې برخه کې د کېدونکو ستونزو پړه پر طالب رژیم او مخالفو سیاستوالو یې واچوله او ویې ویل، چې وار د مخه باید د داسې وضعیت مخنیوی وشي.

خلیلزاد په ورته مهال وویل، چې افغانستان باید نور د جګړو او ناندریو خوا ته لاړ نه شي او د سولې ترلاسه شوی فرصت دایمي شي.

زلمي خلیلزاد د خپلې مرکې پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې تر هر څه مخکې د اساسي قانون جوړیدو او له اوسني عبوري حالت څخه د وتو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د دوی د واکمنۍ په دویمه کلیزه کې له بهر مېشتو افغانانو او سیاسي څېرو وغوښتل، چې هېواد ته راشي او په خبرو ورسره خپلې ستونزې حل کړي.

د طالبانو منتقدین بیا وایي، چې د افغانستان ناندرۍ په داسې عامو بلنو او د طالبانو د واک په انحصار نه شي حلیدای او ضرور ده چې د ملي پخلاینې او روغې جوړې اساسي ګامونه واخېستل شي.

1 COMMENT

  1. دا د سی آ‍‍ي اي له خوا تربیه شوۍ مضر او د افغان ملت په وینو ملیارډر شوۍ ملی خائین خلیلزاد به د خپلو مضرو کثیفو اعمالو جزا وینی!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب