آيا خراسان د تاريخ په اوږدو کې یو خپلواک هېواد و؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: ډاکټر نور احمد خالدي
ژباړن: سیلانی
لومړی: خراسان غوښتنه د ایران غوښتنې لپاره یو سر پوښ دی!
دویم: خراسان د یو ولایت په توګه یوه جغرافیايي او اداري سيمه ده، نه د یو دولت د قلمرو په توګه.
خراسان يوه پراخه جغرافیايي سیمه ده چې د مروې (ترکمنستان)، نیشاپور( ایران) او هرات ( افغانستان) سیمې په کې شاملې دي. ساسانیانو د لرغوني آریانا لویديځې سیمې د خراسان د ولایت په توګه و نومولې چې د ساسانیانو خراسان د مروې، نیشاپور، هرات او د بلخ تر نږدې سیمو پورې رسېدلې.
د ۶۵۱ میلادي کلونو څخه وروسته کله چې د مسلمانانو عربو له خوا د دغو سیمو په فتحه کولو او په مروه او نیشاپور کې د خپل حکومت په جوړولو سره، دوی د خراسان ولایت د خپلو ختیځو فتحو د سیمو مرکز وګرځاوه.
د عباسي خلافت پر مهال، په خراسان کې د افغانستان شمال لوېديځې سیمې شاملې وې. د زین الاخبار ګردیزي له قوله چې د مسعود غزنوي د واکمنۍ پر مهال لیکل شوی دی، د هارون الرشید د واکمنۍ پر مهال د ولایتونو او د هغو د واليانو نومونه (د هارون الرشید زامن) په لاندې ډول را پېژندل شوي دي:
۱– محمد الامین: عراق (ایران او ننی عراق) یمن، حجاز او د شام ځينې برخې
۲- عبدالله ماُمون: خراسان، ماوراالنهر، هند و سند، نیمروز، کابل او زابلستان
۳- موُتمن: د شام ځينې برخې، ختيځ، آذربایجان، روم زنج او حبش.
لکه څرنګه چې لیدل کيږي، د عربانو د خراسان ولایت ماوراء النهر، نیمروز، کابل او زابلستان (له کندهار څخه تر کابل پورې) په کې شامل نه و.
خراسان د سامانیانو، غزنویانو او صفویانو په دوره کې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سامانیانو په دوره کې خراسان (د نیشاپور په مرکزیت سره)، بلخ او غزنی خپلواکې سیمې او واکمنان درلودل. په غزني کې د سبګتګین د واکمنۍ پر مهال، نوح ساماني د غزني د حاکم په توګه د هغه دنده تایید کړه او خپل مشر زوی محمود یې په نیشاپور کې د خراسان د حاکم په توګه وټاکه. غزنویانو هم د سامانیانو د دورې اداري ویش و منل او د افغانستان شمال لویديځه برخه، مروه او نیشاپور یې د خراسان د حکومت په توګه و منل.
په بابرنامه کې لولو چې له کندهار څخه د خراسان پر لور سړک په همواره دښتو کې تېريږي ( ۱۵۳۵م). همدارنګه کله چې د انګرېز جورج فورسټر کاروان له فراه څخه وروسته له لوېديځ څخه شمال ته خپله لاره بدلوي، هغه ليکي چې اوس موږ د خراسان په لور روان يو (۱۷۸۳ م). کله چې له کابل څخه هرات ته ځي، نو لیکي چې خراسان ته تللی دی.
د لوی خراسان او لوی ایران اصطلاح څنګه رامنځته شوه؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لوی خراسان اصطلاح د معاصر پان ایرانیانو لخوا جوړه شوې ده او هیڅ تاریخي سوابق نلري. پان ایرانیان د آریانا، منځنۍ اسیا یا مرکزي آسیا او افغانستان په نومونو خوښ نه دي او دوی هڅه کوي چې د خراسان د لرغونې زمانې د سغدیانا یا ماوراالنهر، باختر او آریانا په شمول د خراسان خیالي اصطلاح ته په اشارې سره غواړي چې يه یو ډول دوی د دې سیمو د ملکیت ادعا لوی ایران ته منسوبه کړي، چې پخپله د لرغوني آریانا په وړاندې د پان ایرانیانو لخوا جوړه شوې نومونه جعلي او خیالي ده.
آیا کله هم د خراسان په نوم خپلواک دولت او هېواد شتون درلود؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه څنګه مو چې ولوستل، د عربو د مستقيمې واکمنۍ پر مهال د نني افغانستان ځينې سيمې خراسان، ماورا النهر، هند او سند او نيمروز،کابل او زابلستان سیمې وې.
همدارنګه د سامانیانو په دوره کې خراسان، غزنی او بلخ هر یو جلا واکمنان درلودل او دغه سیمې د بخارا څخه چې د سامانیانو د حکومت پلازمېنه وه، اداره کېدلې.
سبکتګین لومړنی واکمن و چې د نني افغانستان ټوله خاوره دده په واکمني کې له غزني څخه اداره کېده، دا په داسې حال کې ده چې په نوم کې یې د بخارا د ساماني حکومت پورې تړاو درلود. خو د “افغانستان تاریخ” په کتاب کې چې په ۱۸۵۸ میلادي کال په لندن کې خپور شوی دی، د فیرر ( Ferrier) په وینا: افغانان د سبکتګین د تاتاري ریښو له امله د هغه له واکمنۍ سره مخالف و او د هغه د پاتې شویو واکمنو په وخت کې یې له ګڼو پاڅونونو سره خپل مخالفت څرګند کړ. خو لکه څنګه چې مو وویل د غزنویانو په زمانه کې خراسان، بلخ او غزني جلا جلا حاکمیتونه و او ټولې سیمې یې د خراسان په نامه نه یادېدلې.
صفوي پاچاهانو هم د ایران (فارس) د پاچاهانو په توګه حکومت کاوه، نه د خراسان د پاچاهانو په توګه. له صفويانو مخکې شیبک خان ازبک او تيموريانو له سمرقند او هرات څخه واکمني کوله او د خپلو پراخو سيمو لپاره يې کوم نوم هم نه درلود، چې له ماواالنهر څخه نيولې تر سند سیند او تر فارس او عثماني ترکيې پورې سیمې په کې شاملې وې.
خراسان د مروې، هرات، بادغیس او نیشاپو سیمو په ګډون د تیموریانو یو له ولایتونو څخه و، لکه څنګه چې له دوی څخه مخکې د ( مغلو، خوارزمیانو، سلجوقیانو، غزنويانو، سامانيانو، صفاريانو او طاهريانو) امپراتورۍ تېرې شوې وې.
لکه څنګه چې لیدل کيږي، په تاریخ کې د خراسان په نوم کوم خپلواک هیواد او د خراسان کوم خپلواک پاچا شتون نه درلود. خراسان يوه پراخه جغرافيايي سيمه ده چې مروه (ترکمنستان)، نيشاپور (ايران) او هرات (افغانستان) سيمې په کې شاملې دي. جالبه دا ده چې د صفويانو په ملکي تشکیلاتو کې د خراسان په نوم کوم ولايت شتون نه درلود او کندهار و هرات د صفوی دورې اړوند په هیڅ کتاب کې د خراسان په نوم نه دی یاد شوی. که څه هم نادر افشار په خراسان کې زېږېدلی و، خو هغه د شاه فارس په نوم حکومت کاوه، نه د خراسان د شاه په نامه، بلکې خراسان د ده له اړونده ولایت څخه و، چې مرکز یې نیشاپور و.
لکه څنګه چې احمد شاه ابدالي د خراسان شاه و، د کابل او کندهار شاه هم و. د احمدشاه ابدالي د واکمنۍ پر مهال خراسان د هغه په قلمرو کې یو له شاملو ولایتونو څخه و چې احمد شاه بابا پخپل خراسان ولایت کې د نادر افشار لمسی شاه رخ د خراسان د حاکم په توګه ټاکلی و، چې په حدودو کې یې د ایران موجوده خراسان ولایتونه هم شامل و او هرات پکې نه و شامل. د هرات ولایت د دراني حکومت بله سیمه وه چې درویش علي خان هزاره د احمدشاه ابدالي له خوا د لومړني بگلربیگی (والي) په توګه په کې ټاکل شوی و.
ډیری د خراسان جغرافیايي حوزه د خراسان د کلتوري تمدن له سیمو سره غلطوي. د خراسان د کلتوري تمدن حوزه په مراتبو پراخه وه چې له ماوراالنهر څخه تر ډهلي، سند او عراق یې تر تاثیر لاندې و. په لومړي پړاو کې دا په خراسان کې د دري ژبې او اړونده ادبیاتو (خراساني سبک) د ظهور او پراختیا، لویدیځ او د فارسي ژبې په توګه په ایران کې د هغې پراختیا او همدارنګه د دې ادبياتو راتلونکی پراخوالی د کوچنۍ آسیا (عثماني ترکيې) او د هند نیمې قارې ته رسېده.
په لاندې نقشه کې د خراسان حدود په صفوي دور کې ښودل شوي دي. دا نقشه د صفويانو په فرمایش د اروپاییانو لخوا ترتیب شوې ده، په دې نقشه کې د افغانستان شمال لویديځې او د ایران شمال – شرق سیمې (د 55 درجو او 65 درجو طول البلد او د 40 درجو او 30 درجو شمالي عرض البلد ترمنځ) شاملې دي. دا نقشه په ترکي ژباړې سره د عثماني دولت په آرشیف کې هم موجوده ده.
لاندې نقشه وګورئ:
مننه خالدی صاحب!
محترم ډاکټرصاحب خالدی او خوږ ژباړن ورور سیلانی صاحب
السلام علیکم و رحمت الله ۰
دا چي زحمت ګالۍ او تاریخی حقایق راټولوی، بیایی په اخلاص خپل دروند ملت ته وړاندی کوی تر څو اذهان یی منور شی ، الله رب العزت مو په خزانه د علم او ادای مسئولیت کی برکات زیات کړه او
په ژوند او قلم مو برکت او خٙیرونه ۰
خراسان “خواب ترِ” یک مشت کسانی بیهویت و بی کشور است که فریب ملا های صفوی دوم ، یا جمهوری شيطاني ایران و سپاه دوزخی پاسداران اش را خورده اند. وقتی که از این خواب غفلت و شیطانی بیدار شوند، به جز از لکه بدنامی ، چیزی دیگر برای نشان دادن نخواهند داشت.
الله تعالی چ دی خالدی صاحب او د ته ورته پوهان زمونږ له سره نه کم وی