چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد م.م. استازي وایي، د جرمونو نړیواله محکمه دې په افغانستان کې...

د م.م. استازي وایي، د جرمونو نړیواله محکمه دې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د بشریت ضد جنابت ومني

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۵مه) د ملګروملتو د تعلیمي چارو استازی ګورډن براون پرون (سې شنبې) وویل، د جرمونو نړیواله محکمه باید په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني او د هغه د عاملانو د تعقیب په هدف تحقیقات وکړي.

براون، چې پخوا د بریتانیا صدراعظم و، د طالبانو د واک ته رسیدو له دوهمې کالیزې سره هممهاله وویل، د هیګ د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان ته یې لیک لېږلی او په هغه کې یې خپل نظر توضح کړی دی.

ښاغلي براون خبریالانو ته وویل«دا په درسته نړۍ کې د نجونو او ښځو خلاف د بشري حقونو د سرغړونې تر ټولو بده بېلګه ده او که پرېږدو چې دوام وکړي او بې سزا پاتې شي، ممکن نور هم کټ مټ همداسې وکړي.»

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لومړی نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې، بیا یې د هغوی د پوهنتوني زده کړو مخه ونیوله.

د بریتانیا پخواني صدراعظم همداراز وویل:«د جرمونو نړیواله محکمه باید دا جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني او د مسوولو کسانو د محاکمې لپاره پلټنې وکړي.»

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال ښاغلي خان تراوسه پورې د ښاغلي براون غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

خان د هغو مشکوکو جنګي جنایتونو په اړه په تحقیقاتو بوخت دی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې شوي دي.

براون وویل، په دې باور لري چې د کندهار مېشتو طالبانو او په کابل کې د ځینو چارواکو ترمنځ د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پر سر اختلاف شته.

1 COMMENT

  1. برتانیه یا انګلستان هیواد لومړی خپل شهزاده هیری محاکمه کړی چې بیګناه افغانان شهیدان کړل او دوي زموږ ولس سره د دري (۳) ځله تیرو حساب او کتاب وکړی ترڅو نړیوال پوه شي چې پرنګیانو یعنی انګریزانو څومره ظلم له بشر سره په تیر تاریخ کي کړی تاسو هندې فلمونه وګوری چې هلته انګریزانو له هندوانو سره څومره ظلم کړی، لازمه بولو چې نړیوال جنګی محکمه دې افغانستان ته راشي دلته د دریو یرغلګرو (برتانیه، شوری ، ناټو (امریکا+ برتانیه+ فرانسه) + پاکستان سره حساب او کتاب شی ځکه زما هغه تاریخ چې لوستلی همدې انګریزانو د پاکستان په واسطه دومره افغانان وژلی چې تاریخ کې لیکل شوی ندي، همدا کابل پدې ۴۵ کاله پخوانی جګړه کې په کنډواله بدل شو چې د برتانیی+ امریکا + فرانسه+ پاکستان عربستان + ایران او نورو هغو هیوادونو چې پټ استبخاراتی فعالیتونه کول دومره زیات افغانان (ماشومان+ښځي او بوډاګان ) وژلی چې لیکل یی د لیکوالو له قلم څخه پاتي دی نو زما په نظر لومړی دې نړی خپل قوانینو ته په کتو یعنی هغه قوانین چې نړیوال جوړ کړی او دوی تایید کړی، رفتار وکړی اوبیا ټول هیوادونه نړیوال جنګی محکمی ته اجازه ورکړی ترڅو زموږ دا ۴۵ کلني جګړی په اړه هراړخیزه څیړنه وشی او زموږ د ولس اصلی قاتلان وپیژندل شی او زموږ د ولس د قتل او ظلم حساب او کتاب ورسره وشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب