دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ملکنډ د سر توتي وی له یونلیکه| دوکتور لعل پاچا مسعود

د ملکنډ د سر توتي وی له یونلیکه| دوکتور لعل پاچا مسعود

ورک غمی
د لواړګي لواړ او له شوره ډک سرای (بازار) کې د پښې ایښودو ځای نه و، لواړګیني که کار یې وي او که نه، خو ځان یو ځل تر سرای را رسوي، د وریتو او کړایانو پر غوړ دود خپل برېت تاووي، د څپلیو بندونه مضبوط تړي، سپینه خولې پر سر کږه ږدي او له ډک سګرټ نه شنې لوخړې باسي.
د کړایانو شور او د وریتو خوږ بویه دود تر سیوري لاندې مو د سرای تنګې کوڅې ګزوګام کړې، د عشقري په څېر مو پر دود سترګې مړې کړې، سر مو یوه زاړه رستورانت ته ووت، دېوالونه یې زلزلو او د وخت غربت وهلي وو، په زړه چاود، څیري څیري هبیت وهلي ولاړ وو، د تېرو زمانو کیسې کولې، د پرهر پرهر دېوالونو زنګېدلي چت لاندې د باڼه ګڼ زاړه ګرد وهلي خیرن کټونه پکې پراته وو، په دوو کټونو کې څلور تنه یو بل ته مخامخ ناست وو، وړې چاینکې او سپینې ګردې پیالې یې مخ ته پر واړه لرګین مېز ایښې وې، له پیالو تپ خوت.
د دغو کسانو بر سر ته یوه دنګ وچ کلک سړي چې پر سر یې د پلنو ولونو خړ پکول ایښی و، ګرد وهلې اوږدې ږیرې یې کوت کوت مخ پټ او ځان یې لکه د پروتې تر نامه نږدې کړی و، په مزه مزه د پیالې له تپونو شړپ شړوپ پورته کاوه، زموږ په لیدو یې پیاله کېښوده او غېږه یې پرانسته، ما ګومان کاوه چې له عارف شینواري سره بلد کس دی، هغه ور ته وویل:
ـ ما ته مې نمسي زنګ وهلی و چې مېلمانه راغلي وو، هلته مې سرای ته درولږل( ولېږل)
عارف ور ته زه معرفي کړم:
ـ دی لعل باچا ازمون نومېږي، کابل نه راغلی.
سړي په اوږده خړه ببره ږیره لاس تېر کړ، ښيي پښه یې پر کیڼه واچوله، د زنګانه له سترګې یې پنجې را چاپېره کړې، یغ نېغ کېناست او سینه یې را وویسته:
ـ ولمه (مېلمه) پخیر روغلې (راغلې).
ـ خیر اوسې.
عارف ور ته وویل:
ـ مونږ تا پسې کلي ته درغلو.
سړي سر وښوراوه:
ـ دا خو تاسې په تکلیف شوي ییۍ چې هملته پاتې وئ (وای) نو زه دېرتلم( درتلم).
ـ مونږ ته لیدې، یوه خبره ده، څه کور او څه دا ځای.
بیا ددغه رستورانت مخینې ته لاړ:
ـ دا خو زمونږ له پخوا د ناستي ځای و.
عارف ور ته وویل:
ـ هو، زه پوهېدم چې ته به همدلته یې، ما په پخوا دلته لیدې.
ـ هو، نو دا ځای خو مونږ ته له حمزه بابا او ناظره را پاتې دی.
ما ور ته وویل:
ـ حمزه بابا هم دلته راته؟
ـ بابا به کله ناکله دلته را پېښه کوله، خو ناظر به باقاعده دلته ناست و. بابا ور ته ویلې چې ددې وړکو اصلاح کوه، نو مونږ به دلته راتلو، چای به مو چښلې، شعرونه به مو ویل، ناظر بابا را له اصلاح کوله، هغه په اصلاح کې ډېر تکړه و، حمزه بابا پې ( پرې) حساب کاوه.
ـ نور شاعران به هم راتله؟
ـ دا کټونه به ډک وو، خاطر، اتحاد، کلیم شینواری، مراد ، زاکر اپرېدی او داسې ډېر نور وو، خو دغه نامې ډېرې مشهورې وې. د چا به چې مونږ سره کار و، نو هغوی به دلته په اسانه پیدا کولو.
ـ دا د هماغې پخوانۍ زمانې رستورانت دی؟
ـ هو، دا د هموغې( هماغې) زمانې دی، زما په مخ تازه ږیره را شنه شوې وه چې دلته به راتلم. دا اوس چې مونږ ته چای پخوي، دا هغه وخت وړوکی وړکی و. اوس دا دی زه سپینږیری شوم او دی هم د شپېتو خو به وي.
دغه ځای کې مونږ ډېرې مشاعرې او تنقیدي غونډې کړې دي، زمونږ د راټولېدو یواځینی ځای همدا و، دغه ځای کې مونږ له ناظر بابا د شاعرۍ تربیت حاصل کړی دی. حمزه بابا را له ښودانې کړی دي، خاطر مونږ دلته اورېدی. دلته مونږ یو له بله سره اشنا شوي یو.
د چایو دوه وړې چاینکې او ګردې سپينې پیالې یې زمونږ مخې ته هم کېښودې، ددغه ځای قهوه بېل خوند لري، هغه وخت چې زه د خوږې (شکر) په رنځ اخته نه وم، نو د لواړګي په قهوه به مې له هډوکیو ستوماني ایسته، اوس مې ترې یوازې دوه غړپه وکړه.
عارف شینواری هم په دې رنځ اخته دی، له ده سره مې ناسته ولاړه پلرنۍ ده، له ۱۹۸۸کاله راپه دېخوا راشه درشه لرو. دی مې له پلار سره د شش درک او علي مردان باغ په سرای کې منشي و.
ده سمدستي ترخې حواله کړې، ددغه ځای ترخې هم خوږې دي. له ترخو مې یو یو خوږ غړپ کاوه، په دغو کټونو کې د حمزه بابا، ناظر او خاطر خاطرو او یادونو په مخه کړم:
له تاندو برېتونو یې د ډک سګرټ لوګی پور ته شو، اوسیلی یې پسې وشاړه چې د اسمان شنو ته وخېژي او د دنیاګۍ عالم یې له زړه خبر شي.
سپینه ږیره، د دروزو پر هسکه خولې تاو را تاو ولونه او هسکه شمله نری وچ کلک، ما ته غاړه سړی خلاصې کوټې ته راننوت، سور شین واوښت:
ـ هی هی، بیا مو د عقل کوټو ته کولپونه واچول.
هلکان ترهېدلي شول او پاتې سګرټ یې په لاسونو کې ومروړل، خولې ته یې څادر ونیو:
ـ بابا مونږ نه دي څکولي!
هغه د کټ پر بازو د دواړو لاسونو په زور کېناست:
ـ ما سل ځله تاسې ته ویلي چې دا مه څکوئ، خو تاسې د چا اورئ نه، که دا کار کړئ، نو زه نور دلته نه راځم.
ټولو سرونه ځوړند نیولي وو، په دې کې یو رنځور غاړي، ورو وویل:
ـ بابا دا ځل معافي وکړه، بیا به …
هغه یې بیا به … پسې نورو ټکو ته پرېنښود.
ـ دا بیا به څو پورې بیا به یي (وي) او نه به ختمه ږي( ختمېږي)
رنځور غاړي ددې لپاره چې فضا بدله شي، غړۍ یې کږه کړه :
ـ بابا یو نوی غزل مې لیکلی
بابا په برېتو کې موسکی شو:
ـ ته یې ویایه( ووایه)
غزل یې تر پایه ولوست، بابا د زړه په غوږونو واورېد، بابا ترې یو بیت دستي حافظې ته وسپاره:
پروا نشته که دې غم په ما امبار شي
د ګلونو لاندې څانګه نه ماتېږي
بیا یې وستایه:
ـ ټول غزل ده (دې) لوړ دی، خو دا بیت، بیت الغزل دی.
دا وخت یو بل تاند زلمي چې د ځوانۍ شونډه یې تازه توره شوې وه، غزل ته خوله جوړه کړه، بابا ور ته په چرت کېناست، ویې ستایه، بیا یې تر ځانه کشر، ورسره د کور په چرګۍ ناست، په بڼه او رنګ رنګېدلی، کټ مټ لکه دی، مخاطب کړ:
ـ وړکیه ناظره ددوی اصلاح کوه
هغه هم د دروزو خولۍ په سر کې ښکته پورته کړه، د تندی کرښې یې دښي لاس په ګوتو کې راټولې کړې:
ـ بابا سخت دروند کار ده (دې) را ته وسپاره.
بابا په نري غږ لکه دړه چې په تبر وشلېږي، په غوږ وواهه:
ـ وړکیه ناظره ته یې کړی شې.
له دې نه وروسته به ته د دوی اصلاح کړې او زه در نه لاړم.
له دغه ځایه د هغو درنو پلونو او هسکې شملې شور راخېژي، دلته د هغو درنو پلونو سیوري ګرځېدلی دي چې غزل یې عروج ته ورساوه، ځوان یې کړ، پښتون یې کړ او خپله ځواني یې پرې وخوړله، دلته هغه مهین قدمونه ایښود شوي دي چې د خیبر غزل یې پخپل شرنګېدلي تخیل او تصور د مینې په ټال وزنګاوه. بابا یې په د اننګو په رنګونو کې مستي او ژوند لیده، ځکه خو یې ویل چې:
حمزه سپرلی لا د خیبره نه ځي
ډېرې غوټۍ په غوړېدو ښکاري
اوس نو:
د خاطر رنګین غزل ته حیرانېږم
ګنې خړ خیبر کې څه دي بې له خاورو
د خیبر غزل دبابا پر پلونو روان شو او ترې یو رومانتیک پښتون مکتب جوړ شو.
د هغه مکتب پلونه پر دې ځمکه ګرځېدلي دي.
دغه دنګ وچ کلک سړی چې اوس زما مخ ته ناست دی او د قهوې پياله یې خولې ته نیولې، اوتر اپرېدی دی.
د تګ اجازه مو ترې واخسته، خو ده همدا ویل:
ـ یوه شپه راسره د کلي په خټینه هوجره کې وکړئ چې د ژوند په خوند او راز پوه شئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب