تاند- ډنمارکیان یې «لوکسه ستونزه» بولي. اکثره ډنمارکیان، نارویژیان، فنلنډیان، سویډنیان او هالنډیان په انګلیسي پوره پوهیږي. د دغو هیوادونو په پوهنتونونو کې هم په انګلیسي ژبه تدریس کیږي، خو دې چارې ځینې انتقادونه پارولي دي.
اکانومیست مجلې په یوه راپور کې د شمالي اروپا هیوادونو ته د انګلیسي ژبې پر ننګونې راپور خپور کړی دی.
د هالنډ او د شمالي اروپا ځینې خلک وايي چې که اوسنی حالت دوام وکړي، د پوهنتونونو ژبه به یوازې انګلیسي شي او په دې منځ کې به د دوی د ملي ژبو حیثیت به څه وي؟
د هالنډ د پوهنې وزیر رابرت دایکګراف د سږ کال په جون کې وویل، باید لږترلږه د پوهنتون په درو کې دوې برخې درسونه په هالنډي ژبه وي.
خو د ده خبره د پوهنتنونونو پر ريیسانو ښه ونه لګېده. د آیندهوون د ټکنالوژۍ پوهنتون ريیس په دې اړه وویل:«د ځینو مضمونونو یا پوهنځیو لپاره موږ حتي استادان نه شو موندلی چې په هالنډي ژبه تدریس وکړای شي.»
د ده اشاره د مصنوعي ذهانت په شان موضوعاتو ته وه.
اندېښنه دلته ده چې که د هالنډي په شان ژبه په اکاډیمیکو برخو کې له پامه وغورځول شي، په نهایت کې به دا ژبه په پرمختللیو موضوعاتو کې د کلمو له لرلو بې برخې شي او هغوی به، چې په پرمختللیو موضوعاتو خبرې کوي، مجبوره وي چې په هالنډي کې ډېره انګلیسي شامله کړي. دا کار به تر دې ځایه ورسیږي چې بالاخره به خلک مجبوره شي چې یو مخ انګلیسي ووايي نو په دې صورت کې دا خطر شته چې هالنډي ژبه یو ډول بې ارزښته شي. (لکه څرنګه چې پښتو ژبه په افغانستان او پاکستان کې له دې ستونزې سره مخامخ ده.)
د ژبې په اړه دا اندېښنې د اقتصادي ستونزو له کبله لا زیاتې شوي ځکه چې د ډنمارک په شان هیوادونو کې پوهنتونونه محصلانو ته سکالرشیپونه او همداراز د تعلیم د مصرف په نوم ډیرې پیسې ورکوي. کله چې محصل پر خپله اصلي ژبه درس ونه وايي، دا احتمال شته چې له زده کړو وروسته نورو هیوادونو ته لاړ شي او د خپل هیواد پر ځای د نورو خدمت وکړي. په داسې حالت کې ولې باید محصلانو ته کومکي پیسې ورکړل شي؟
(خو د اروپا د پرمختللیو هیوادونو خلاف د افغانستان په شان وروسته پاتې هیوادونو ته، چې د نفوس وده پکې زیاته او د کار بازار یې محدود دی، په انګلیسي تدریس څو ګټې لري. له یوې خوا په دې ژبه مواد زیات موندل کېږي او عموماً وړیا ترلاسه کېږي، له بلې خوا به د پوهنتونونو فارغان انلاین کار موندلی شي او حتي که یوه برخه فارغ التحصلان مو نورو هیوادونو ته مهاجرت هم وکړي په یو نه یو ډول د خپلې ګټې یوه برخه هیواد ته رالیږي.
په افغانستان کی چې په هره ژبه زده کړی وشی، ګتوری دی. خو ښکاره خبره ده چی ځوانان او نجونی په نورو ژبو نه پوهیږی اول به اساسات او عمومیات چی د پوهې او علم تهداب دی په خپله ژبه زده کوی، بیا به نوری ژبی ورسره پر مخ وړی، هیڅوک نشی کولای تر څو یی په مورنی ژبه اساسات نه وی زه، په بله ژبه علم او مسلکی او تخصصی مهارت حاصل کړی، نوځکه خپله ژبه هر وخت ارزښت لری، په تیره بیا افغانستان کی پښتنو ته په پښتو ژبه رده کړی او کتابونه. په خپله ژبه د ګړندی او روان لوست او مطالعی او پر مفاهیمو او جملاتو د مسلط کیدو او له متنو دمفهوم اخیستو لپاره ډیره ښه خبره ده چی ځوانان پښتو ناولونه، لنډې کیسی او نور ادبی، اجتماعی او تاریخی متون ولولی. له نیکه مرغه اوس پښتو کتابونه کافی اندازه دی. د حل لاره لوستل دی.
سلامونه،
ما یوه قصه اوریدلې چې د امریکا په جوړیدو سره ،هلته د هالیڼډی=ډچ ؛او انګریزی تر مینځ رفراڼډوم شوی و چې کومه ژبه به د امریکا متهده ایالاتو رسمي یا ملي زبه شي؟؟. هالیڼډي ۴۹په سلو کې او انګلیش ۵۱ فیصده وړې وې!. له دې معلومیږی څې هالیڼډي هم کمه نه ده!!؛د ورور وحید خان په تایید
او افغانستان او خیبر پښتونخوا او بلوڅخوا کې خو لومړی پښتو مورنۍ او پلارنۍ ژبې زده کړه اړینه ده لکه د مور شودې! بیا نورې ضروري او دهر چا د علاقې وړ ؛
البته انګریزانو لکه کامن ولټ ملکونو ،نوی استعمار سره، خپله ژبه هم انټرنشنل ګرځولې ده. خو زده کړه ې هومره آسانه هم نه ده. ځينو خلکو آن لندن کې په کلونو کې یوه سمه جمله نه زده!؟.
فاعتبروا یا اولوا الابصار
د پورته لیکنی په هکله یو څو څرګندونی:
۱ – د دی تصویر ( تصور ) منظره به ښکلی ♥ وی چی:
《 که د ټولو انسانانو ژبه یوه وای نو ممکن د تاریخ په لمنه کی دومره خپل منځی کړکیچونه او جګړی او کرکی او نفرتونه هم نه وای را منځته سوی او یا ممکن حالات تر دی لا هم خړ پړ وای .ژبه د قوم او قبیلی او ټبر او تبار ترجمانه ده او سیاسی جغرافیا د قوم او ټبر ترجمانه ده او ځمکنی حِرص او اشتها د سیاسی جغرافیا ( وطن ) د پراختیا د حِس د ژوندی ساتلو یوه وسیله ده 》.
۲ – د بشری ټولنو تر منځ دوامداره ټکر ( چی ډیری انګیزی او ډیر لاملونه لری ) بیا هم دا د نړیوال بشر یو ستر هنر دی چی یوه نړیواله ژبه ( انګلیسی ) ئی په رسمیت پیژندلی ده.
د انګلیسی ژبی تعمیم د انګریزانو د استعماری او پراختیا غوښتنی محصول دی چی البته تر صنعتی انقلاب وروسته انګلیسی ژبی په علمی او اقتصادی او حتی ادبی ډګرونو کی نوره هم خپله ریښه غښتلی او وغځوله.
۳ – په اروپا کی هم په مرئی یا مرئی توګه د ژبنی تعصب او پراختیاغوښتنی احساسات حاکم دی خصوصاً په فرانسوی او المانی ټولنو کی خو د ژوند د ځینو برخو د سمون لپاره کراهتاً د انګلیسی ژبی تسلط ته تسلیم دی خصوصاً فرانسویان ډیر ژبنی تعصب لری او د کاناډا په هیواد کی تر ټولو لوی ټګان او غُلان همدا د کبک د سیمی اوسیدونکی فرانسوی توکمه وګړی دی چی د کاناډائی فرهنګ او کلتور په وړاندی ئی همیشه منفی مقاومت کړی دی.
۴ – څرنګه چی صنعتی او علمی او اقتصادی انقلابونه په انګلیسی ژبو ټولنو کی را منځته سویدی نو پدی ډګرونو کی د انګلیسی ژبی تسلط یوه طبیعی خبره ده ( نن سبا ټول علمی ژورنالونه او خپرونی په انګلیسی ژبه تر سره کیږی او ټولی نړیوالی مشهوری تلویزیونی او کاغذی او دیجیټالی خپرونی اکثراً انګلیسی ژبی دی ).
۵ – په اروپا کی تر ټولو هیوادونو د هالنډ او سویډن وګړی ډیر ښکلی انګلیسی تکلم لری. د سویډن په ښوونځیو کی د انګلیسی ژبی زده کړه جبری ده ( المانیانو د انګلیسی ژبی په زده کړه کی کلونه کلونه غفلت کړی ؤ خو اوس را ویښ سویدی او زړه ئی غواړی چی انګلیسی ژبه زده کړی) .
سویډن ممکن یوازنی هیواد وی چی د لوړو زده کړو درلوونکی ( مهاجرین ) په ډیره آسانی د خپل مسلک په ساحه کی کار موندلای سی بیله دی چی یو توری سویډنی ژبه ئی زده وی البته طِبی ډاکټران ددی قاعدی څخه مستثنی دی ځکه د طِبی ډاکټر سر او کار د عامو خلګو سره دی او باید سویډنی ژبی ئی زده وی.
۶ – په افغانستان غوندی هیوادونو کی تر دوولسم ټولګی پوری زده کړی په مورنی ژبه کفایت کوی ( البته د مکتب په مضامینو کی باید انګلیسی او عربی ژبی ته خاصه پاملرنه وسی ) او پوهنتونی زده کړی باید په انګلیسی ژبه تر سره سی چی دا کار به د علمی لاسته راوړلو کچه لوړه وساتی ( اوس مهال خو د طالب له برکته نه پښتو ژبه رونق لری او نه فارسی، انګلیسی ژبه خو لا پریږده ).
سلام
په ډیره لنډه توګه:
داکتر ساپی صاحب باعرض حرمت امریکا کې هسپانوی ژبه وه نه هالندی چې یو نمره کې شاته پاتې شوه. ژبه دساینس په توګه دیوې ټولنې په ټولو برخو کې د[سافت ویر] حیثیت او مفهوم لری اروپا ډیره ناوخته غبرګون ښیی دومره کار چې انګریزی ژبې ته شوی بلې هیڅ ژبې ته نه دی شوی امریکا درسمی ژیې په نوم کومه ژبه نه لری خو ډیری هېوادونه رسمی ژبې لری او انګریزی تقریبا دنړۍ د اکثریت هیوادونو ژبه ده .
وایی : نابرده رنج ګنج میسر نمی شود
مزدان ګرفت جان برادر که کار کرد
دانګلیسی ژپې بل استعماری نړیوال فکتور دی اوهمدارنګه انګلیسی دیره غنی اواکاډ میک ژبه ده. اکونومیست خپله په کومه ژبه خپریږی چې انګلیسی حخه خبرې کوی؟هالندی او نړیوالتوب!
کله کله داسى وشي چى غشى له کمانه ووځي، بيا يى عقل له پوندو سرته راشي، انګلیسي ژبه اوس خپل عروج ته رسيدلى، په يو تجارتي کار بدل شوى، نو غبرګون ښودل به ورته لا يو تجارتى اعلان وي. 😍