جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت د سیاسي ګوندونو فعالیت منع اعلان کړ

د طالبانو حکومت د سیاسي ګوندونو فعالیت منع اعلان کړ

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲۵مه) د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت نن اعلان وکړ چې په هیواد کې د ټولو سیاسي ګوندونو فعالیت منع دی ځکه چې د ګوندونو فعالیت د خلکو په ګټه نه دی.

د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې خبریالانوته وویل چې ګوندونه شرعي اساس نه لري او فعالیت یې غیرضروري دی.

شرعي وویل، تجریې ښوولې چې د افغانستان روانې ورانۍ د هیواد د سیاسي ګوندونو له کبله دي.

ده زیاته کړه: «سیاسي ګوندونه نه شرعي اساس لري اونه د ملت په ګټه دي، او نه یې ولس غواړي.»

د افغانستان د تېر جمهوري نظام په مهال لسګونه سیاسي ګوندونه تاسیس شول خو هیڅ یو ونه توانېده چې د نوروهیوادونو د ګوندونو په شان په یوه پراخ ولسي قوت بدل شي.

په افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته پر سیاسي ګوندونو د خلکو اعتبار زښت کم شو.

2 COMMENTS

  1. آیا طالبان خپله ګوند ندی ؟
    انحصار یی ګوندیتوب نه ښیی ؟
    امیر او تعاملات یی ګوندی ندی ؟
    او سل نور سوالونه چي یو ناقص او ناقض حقوق لغیره دی ؛ ۵ ـ ۱۰ سلنه خلک سره له کرایی او ابن الوقت مخلوق نور به څوک وی ؟
    کاشکی یو وړوکۍ منظم ، اصلاحی او خادم ګوند وای؛ دا خو د ملت سره نا آشنا ، متخاصم او اجرتی قاتلانو په شان عمل کوی ؛ حتی د جهانی فاحشه خانو فحاشان هم ورکی وزیران دی او ځانته بندیخانې او ډالری رشوتونه لری
    دا جناب د اسلام تر پوښ لاندی هم فساد کوی باید ځان وپیژنی ورنه اسناد و شواهد یی تیار دی ۰

  2. که رښتیا خبره وکړو. همدې ګوندونو خو وطن تباه کړ. په افغانستان کې خو زموږ دین اسلام دی او مذهب مو حنیفی، یا جعفري له دی ور هاخوا نو نوره کومه اړتیا ده چې د اسلام په نوم ګوندونه هم راته جوړ شی لکه جمعیت اسلامي، حزب اسلامی نوین قانونی، جمعیت اسلامی عطا، جمعیت اسلامی صلاح الدین، حرکت اسلامی محمدنبی محمدی، حرکت اسلامي نصرالله منصور، حرکت اسلامی رفیع الله موذن، حرکت اسلامی محمد اصف محسنی حزب اسلامي ګلبدین، حزب اسلامی ارغندیوال، حزب اسلامی سباوون، حزب اسلامی وقاد، محاذ اسلامي، حرکت اسلامي، اتحاد اسلامي، حزب اسلامي خالص، وحدت اسلامي مزاری، وحدت اسلامی محقق، وحدت اسلامی خلیلي، وحدت اسلامی مدبر، جنبش اسلامي، او … په دی توګه دا هر یو په حقیقت کې په ولس کې د ځان له پاره د فکر په نوم غلامان پیدا کوي. کنه په ګوندونو کې دا اصول وي چې رهبر به د کلونو کلونو له پاره رهبر نه وي، تاسې وګورۍ له شاوخوا پینځوس کاله را په دی خوا همدا ربانی و او د ګوند مشرتوب. همدا ګلبدین دی او د ګوند مشرتوب د دوئ له مرګه وروسته به يي هم مشران زامن وي. نو دا ګوندونه، نه بلکې ګندونه ورته ویلای شو. چپ ګوندونه هم همداسې در واخله، رهبرانو يي په خلق،پرچم، شعله او نورو نومونه خلک وغول، د تره کي ډله کنجکیان، د امین ډله امینیان، د کارملیان، ډاکتر زرغون ډله زرغونیان، ګروه کار د دستګیر پینچشیري ډله، وروسته بیا د نجیب وطن ګوند دا ټول تر هغوو شیبو چې په واک کې ول کلک چپیان ول کله چې له واکه ګوښه شول، بیا يي قوم ته ورپام شو. تاجکان لکه دستګیرپنچشیری بیا جمعیتی شو، محمود بریالی بیا جمعیتی شو، مزدک، کاوویاني، نبی اعظیمي، وکیل بیا ټول جمعیتیان او دومره سرسختي ستمیان شول چې انتها یی نه وه. همداسې پښتانه هم حزب اسلامي او نورو ګوندونو کې ننوتل، هزاره هم په حزب وحدت کې مدغم شول، خدایداد هزاره خو د همدې حزب وحدت له لوري په کابینه کې معرفي شو. ازبیک خو مه یادوه، دوستم په خپله له چپه واوښت د خپل قوم ټول کیڼ او چپ یې سره ګډوله کړل. همدا ګوندونه باید د تل له پاره له صحنې ویاستل شي. حساب او کتاب ورسره وشي. دا چې کله د امریکا له پاره جنګیدل او نوم يي د جهاد او اسلام ورکړی و. باید راوغوښتل شي. چې ولي مو د افغانستان مظلوم ولس په قومي، سمتي، ژبني، او… نومونو ویشلي وو. ولی مو د خلکو تر منځ یووالی او اتحاد له منځه یووړ. ولی مو په خپلو کې سره وجنګول، او…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب