جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني ملایانو پلاوی له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان...

د پاکستاني ملایانو پلاوی له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی

تاند (سې شنبه، د اسد ۲۴مه) د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی پرون (دوشنبې) کابل ته راغی چې د طالبانو د حکومت له چارواکو اوهمداراز دیني عالمانو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي.

افغان اسلامي اژانس نن د خبرو سرچینو په قول راپور ورکړ چې د پاکستان دغه ۸ کسیز پلاوي ته افغان علماوو هرکلی ووایه.

کابل ته د پاکستاني علماوو د دې دوه ورځیني سفر بندوبست د پاکستان د څېړنیزو او امنیتي مطالعاتو مرکز کړی دی.

په پاکستاني پلاوي کې د بلوچستان ایالت مفتي محمدقاسم، د پېښور د محبت خان جومات خطیب مولانامحمد طیب قریشي، د بلوچستان ایالت استاد بسم الله فاروقي او ځینې نور ملایان شامل دي.

که څه هم د دغه پلاوي د سفر د خبرو کره اجنډا څرګنده نه ده خو د پاکستان پوځ او استخباراتو تر دې مخکې هم یو شمېر ملایان افغانستان ته راستولي چې له افغان طالبانو وغواړي څو پر پاکستاني طالبانو فشار راوړي او له جګړې لاس واخلي.

پاکستان افغان طالبانو ته ویلي چې باید د پاکستاني طالبانو مخه ونیسي کنې عواقبو ته دې انتظار وباسي.

پرون د خوست ښار پر یوه هوټل د بې پېلوټه الوتکې برید وشو چې د خوست د ولایتي چارواکو په وینا لږترلږه ۵ تنه وزیرستاني کډوال او ځايي کسان پکې ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.

3 COMMENTS

  1. پاکستانی ملایان نه بلکه د ای اس ای افسران راغلی چی دخپل ناروا لمسیانو ته درس ورکړی او نور هم د افغانستان ورانی ته یې و هڅوی او افغان ملت توری تیاری ته ټیل وهی مګر ملت باید هوښیار اوسی او د ملا خینزیر هیڅ خبری ته اهمیت ورنکړی او خپلی ټولنیزی او انفرادی مبارزی ته دوام ورکړی. تر څو د پنجابی غلام له اثارت څخه خلاص شې او بیرته یو ملی او ازاد افغانستان د تور سور او شین بیرغ لاند له افتخار نه ډک ژوند وکړی

  2. د پورته عکس په هکله د یوی خاطری بیان:
    زما یو آشنای د خپل کاکا له قوله کیسه کوله:
    په کندهار کی د داوود خانی جمهوریت د دوران والی ( ایوب عزیز – د شاهی او جمهوری نظام په دوره کی اکثره منصوب والیان مامدزیان او سرداران وه) د ولایت په دفتر کی د کندهار او شاوخوا سیمو د قومی مشرانو سره په یوه ګډه غونډه کی ناست ؤ ، پدی غونډه کی د ریګ د سیمی یو قومی مشر هم ګډون درلود، کله چی ددی قومی مشر د خبرو نوبت راورسید نو والی صاحب ته ئی د خپلی سیمی د ستونزو تشریح ورکړه او والی صاحب چی هیڅ د عام مجلس استعداد ئی نه درلود سر کښته اچولی ؤ ( البته پښتو ژبه ئی هم اصلاً نه وه زده) .
    قومی مشر پوه سو چی والی ساب ئی په یوه خبره هم نه دی پوهیدلی نو ئی په لوړ ږغ ور ته وویل:
    ” هلکه والی! زه در ته ګائیږم او تا سر کښته نیولی دی لکه خوټی چی خرئې”.
    نو
    د پاکستانی مُلایانو په منځ کی ( ملا حسن اخوند ) هم داسی ناست دی لکه پر لمن سربیره چی استنجاء وهی .
    امّا
    د زړه درد:
    های انګریزانو!
    د سمندرونو د طوفانی څپو په څاپیړه ووهل سئ لکه موږ چی مو په څاپیړه وهلی یو.

  3. ملا حسن سر داسی کوز نیولی لکه چی کونه یی همدی پاکستانیو ته ورکړی ویې لعنت دی په دی سر کوزی شې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب