جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا حنفي بهر مېشتي افغانان هېواد او خبرو ته وبلل

ملا حنفي بهر مېشتي افغانان هېواد او خبرو ته وبلل

تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه ) د طالبانو  د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له افغانانو غواړي چې بېرته خپل وطن ته ستانه او خپلې ستونزې ورسره د خبرو له لارې حل کړي.

هغه چې نن یې د طالبانو د بیا واکمنېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې دا هم وویل چې له خپلو مخالفینو سره خبرو  ته چمتو دي.

نوموړي د افغانستان د ملي تلویزون په تالار کې د خپلې واکمنۍ د دویمې کلیزې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: “خپل وطن ته راشۍ. دا زموږ د ټولو وطن دی. په ورورۍ کې به سره ژوند وکړو، مال، جایداد هر څه مو خپل دي. یو شمېر کسان که د ځینو مسایلو په اړه د نظر اختلاف لرۍ، په ورورۍ کې یې له موږ سره مطرح کړۍ، د اسلامي امارت چارواکي دا استعداد لري چې ستاسې اصلاحي نیوکې واواري. “

طالب چارواکو مخکې هم ورته خبرې کړي، خو مخالفان یې باور لري چې خبرې باید ورسره په فردي او ټیټه سطحه نه؛ بلکې د نړیوالو په موجودیت کې په لویه کچه ترسره او اساسي ستونزو ته حل لارې وموندل شي.

دوی د طالبانو رژیم د واک په انحصار او د نورو د حذف په هڅو تورنوي، خو طالبان داسې ادعاوې بې اساسه بولي.

1 COMMENT

  1. د حنیفی صاخب خبرې هم تر ډیره احساساتي وي. د ه تر ټولو مهمې پوښتنې ته چې په نبسي ډول محمد زمان مزمل یاده کړه، ځواب و نه وایه، لکه د نجونو زده کړه، په واک کې د نورو شریکول، په واک د انحصار دلیل، د رسمیت نه پیژندلو دلیلونه، هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالرو د ډالۍ د لګښت څرنګوالی، حنیفي صاحب نن /به خپلو خبرو کې وویل او دا خبره جمهوریت چارواکو هم موله چې په تیرو شلو کلونو کې
    د ورځي ۳۰۰ کسه وژل کیدل که دا په شل کاله کې ضرب کړو نو دوه میلیونه یو سل نوی زره کسان وژل شوی دي خو نه حنیفی صاحب نه بل چارواکی د امریکا له ویرې په زغرده د میلیونو کسانو د شهادت خبره نه کوي. په دي توګه د امریکانو په جنایت سترګې پټوي. او همداسې ګونګه خبره کوي همدا ډول متقی صاحب هم ځینې داسې له مبالغې نه ډکې خبرې وکړې چې ساری يي نه درلود. تمه خو دا وه جې په همدې ورځ به دوئ په زغرده ووایي چې د ښوونځیو او نجونو زده کړو په اړه نور کومه ستونزه نه لرو. خو داسې ونه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب