جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+له څو پوښتنو تر نامحدودو مسايلو | رحمت شاه فراز

له څو پوښتنو تر نامحدودو مسايلو | رحمت شاه فراز

که د اسلام له علمي او تدويني تاريخ څخه د پيغمبر عليه السلام له وفات را وروسته ټوله ديني او مذهبي علمي پانګه له پامه وغورځوو، ايا دين به نيمګړی پاتې شي؟

له تامل پرته ويلی شو، چې نه!

بله پوښتنه، که د اسلام له ټول فقهي او علمي تاريخ څخه لوی امامان، فقهاء، محدثين او نور وايستل شي، ايا دين به د خپل (کامل بودن) حيثيت له لاسه ورکړي؟

له شک پرته، چې نه!

دريمه پوښتنه، ان که د احاديثو ټوله ذخیره، د صحاح سته او معتبرو مسندونو په شمول، تصور کړو چې هېڅ نه وه يا نشته، ايا دين به تکميل نه وي؟

له فکر پرته وايو، چې نه!

د دې درې واړو پوښتنو شاليد دا دی، چې که تصور کړو، چې پيغمبر عليه السلام همدا پرون ورځ له نړۍ سره مخه ښه کړې او موږ ته يې يوازې قرآن او سنت راپاتې دي، نو ايا نن ورځ به مو د يوې ديني مسلې د حل لپاره له قرآن او سنت پرته هم په بل څه اتکا کوله او که نه؟

ځواب يې يو لوی او ښکاره «نه» دی.

خو نن ورځ چې موږ ديني استدلال کوو، نو ولې قرآن او سنت راته بسنه نه کوي او خامخا له زړو او هغه چې د تېرو زمانو پورې اړوند مسائلو لپاره ليکل شوي وو، له هغو استفاده کوو؟

زموږ دغه مزاج، چې عباس علي جلالپوري ورته تحليلي او ژوره کتنه کړې، زموږ د ګڼو هغه ربړو او لانجو ريښه جوړوي، چې نن ورځ يې موږ په حل کولو کې پاتې راځو.

زموږ په هېواد کې د سياسي نظام په اړه مبهم تصور، د نوې او عصري ټکنالوژۍ د نه منلو پر وړاندې خنډونه، د ښځو د کار او تعليم په اړه د واحد دریځ نشتون، له نورو ملتونو او غير اسلامي ټولنو سره د تعامل په برخه کې يوه لويه خلا، او دې ته ورته په سلهاوو نور مسايل هغه څه دي، چې موږ يې له اوسني هوا کې ځوړند حالت سره مخ کړي يو.

هغه ټولنه چې غواړي، خپله هره مسله د دين او مذهب په مټ هواره کړي، دا ډېره ضرور ده، چې لومړی د دين او مذهب په هکله خپله بنيادي ستونزه هواره کړي. هغه چې په دې ليکنه کې راغليو پوښتنو ته په ځواب په اسانه حلېدلی شي.

1 COMMENT

  1. فراز صاحب بالکل همداسې ده .
    د ایران د اسلامي جمهوریت اخندان او حجت الاالسلامان د هر راز نژدې اولرې ویشتونکو توغندیو په شمول ، بې پیلوټه الوتکې جوړوي ، اتومي بم پروژه یې کامیابه روانه ده ، ځان د سیمې یو لوی قدرت حسابوي . د نړۍ نورو هېوادونو ته اسلامي انقلاب ( شیعه مذهب ) صادروي او ځان ته نظامي پایګاوې جوړوي .
    زمونږ ملایان : دا ښځې د داسې وي ، هغه ښځې د داسې وي ، په دې ببولانو ځانونه مصروف کړي . مشر ملاحسن آخند په لاره نشي تلای ، خلکو ته وایی : خدای ته بغارې وکړئ چې مشکل مو حل کړي . د لوړو زده کړو پرضد دواړه وزیران یې د نړۍ تر ټولو جاهل او احمق کسان تعیین کړیدي . اې حال هې ، اې احوال هې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب