جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم په کابل پوهنتون کې د طالب واکمنۍ دویمه کلیزه...

شېخ ندیم په کابل پوهنتون کې د طالب واکمنۍ دویمه کلیزه ونمانځله

تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه ) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم نن په کابل پوهنتون کې د طالبانو د رژیم د بیا واکمنیدو دویمه کلیزه نمانځلې ده.

هغه په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پوهنتون له استادانو او محصلانو غوښتي، چې د رژیم دفاع او ملاتړ یې وکړي.

نوموړي او نورو ویناوالو یې په دې غونډه کې د خپل رژیم او جنګیالیو ستاینې کړي او غوښتنه یې کړې، چې نور خلک هم ورسره او ملاتړي یې شي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی بیا- بیا په کابل پوهنتون کې ورته سیاسي- تبلیغاتي غونډې کړي.

څو ورځې مخکې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په یوه راپور کې وویل، چې طالبان د افغانستان په تحصیلي نظام او پوهنتونونو کې په فکري جګړې بوخت دي.

د طالبانو منتقدان هم دوی تورنوي، چې تحصیلي مرکزونه یې په مدرسو بدل کړي او د محصلانو تحصیلي او علمي فرصتونه په تبلیغاتي شیانو ضایع کوي.

1 COMMENT

  1. فعلاً دا کابل پوهنتون په غوجله بدل شوی او ندیم لکه ځان غوندی خر خپل شا او خوا راټول کړی دې. فعلاً د افغانستان تعلیمی او اکادمیکی مرکزونه د ځناور تم ځای ګرځیدلی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب