جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ازادي | هارون جمال

ازادي | هارون جمال

نن ورځ په ټولنېزورسنيو کې دا خبره ډېره کښته پورته کېده، چې ازادي مو مبارک شه، ټليفوني شبکو هم خپلو مشتريانو ته پيغامونه لېږل، چې په کې ليکل شوي وو، چې له اشغال څخه تر لاسه شوې ازادي مو مبارک شه.

له يو عجيب حالت سره مخ شوم ، له ځانه مې پوښتنې کولې، ایا موږ ازاد يو؟ اصلا ازادي څه ته وايي؟ موږ د ازادۍ په مفهوم پوهېږو؟ ازادي به څرنګه تعريفو؟

دې ته ورته ډېرې ډېرې پوښتنې مې په مغزوکې ګرځېدې راګرځېدې،خو يوې ته مې هم ځواب نه شو پيدا کولی، ځکه هغه ازادي چې ۱۰۴ کاله وړاندې مو له انګرېزانو تر لاسه کړې وه، نني واکمنان يې کفر بولي او يوه رېښتونې ازادي يې نه بولي او پر وړاندې شوی مخالفت يې د شريغت برخه بولي؛ خو ننی د نړيوالو په دسېسه رامنځته شوی بدلون ازادي ګڼي او پر وړاندې شوی مخالفت د شريعت برخه بولي.

دا ازادي په داسې حال کې لمانځل کېږي ، چې د لمانځلو له ورځې يې يوه ورځ وړاندې ، د ګاونډي يوه بې پيلوټه طياره راځي د افغانستان په د يو ولايت په مرکز په يو هوټل بريد کوي ، په لسګونو خلک په کې په شهادت رسېږي او ټپيان کېږي؛ خو واکمن يې چپ ناست دي ، دومره بې وسه دي چې غندلی يې هم نشي، د ګاونډي رسنۍ دا برېد په دومره بې شرمۍ او سپين سترګۍ خپروي ، چې په چا يې نطر هم نه لګېږي ، خو زمونږ واکمن يې کله چاودنه بولي او څوک د ګاز ډبې چاودل بولي ؛ خو په سبا ورځ د ازادۍ ورځ لمانځې او خلکو ته مبارکۍ ورکوي.

که پوښتنه وکړو چې کومه ازادي؟ هغه ازادي چې په ځمکنۍ بشپړتيا مو همدا اوس تېری روان دی، د هغهدغه ګانډي په امر مو ارزښتونه له خاورو سره خاوري شول، په خويندو مو د تعليم دروازې بندې شوې ، خلک مو د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي ، ځوانان مو د فاميل ته د يوې ګولې ډوډۍ له پاره په خطرناکو لارو تګ ته مجبورېږي ، چې له هغه ځايه يې يوازې جنازې رالېږل کېږي؛ نو ازادي همدې ته وايي؟

نړۍ هم دومره بې انصافه ده چې ، هغو خلکو ته يې بيا د قدرت واګې په لاس ورکړې چې يوه رېښتونې ازادي يې راته کفر بللې او د همدوی له لاسه مو هغه ازادي تلا ترغه شوې ، نن مو هغه خلک واکمن دي چې د افغانستان په تاريخ چې لمړی غلام زېږېدلی د همدوی له جملې څځه دی.

ولس ته اوس د ثور اومه ، اتمه ، د اګست څورلسمه او پنځلسمه يو شلن ورځې دي او د خپل تاريخ تورې ورځې يې بولي.

                                                                                   ۱۴۰۲/۵/۲۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب