جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمجاهد له اسوشیتید پریس سره په مرکه کې: دیني عالمان د نجونو...

مجاهد له اسوشیتید پریس سره په مرکه کې: دیني عالمان د نجونو د تعلیم پر سر اختلاف لري

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۴مه) د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د طالبانو د واک ته رسیدو د دوهمې کالیزې په مناسبت له اسوشیتیدپریس خبري اژانس سره په مرکه کې د خپل حکومت موده بې پایه وبلله او ویې ویل چې دوی د خپل حکومت مشروعیت له اسلامي قوانینو اخلي.

ښاغلي مجاهد همداراز وویل چې د طالبانو حکومت له هیڅ راز ګواښ سره مخامخ نه دی.

د طالبانو ویندوی د نجونو د تعلیم په اړه د اسوشیتید پریس خبري اژانس پوښتنو ته له ځواب ویلو ځان تېر کړ؛ ویې ویل چې په دې اړه کومه نوې خبره نه لري چې ویې کړي.

د نجونو پر زده کړو بندیز په نړۍ کې د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندل کېدو یو اساسي دلیل ګڼل کېږي.

نن طالبانو د واک ته رسیدو دوهمه کالیزه په کندهار کې، چې د طالبانو زېږنځای ګڼل کېږي، له پوځي وسایطو سره په عکسونو، د خپلو سپینو بیرغونو په رپولو او د ملایعقوب مجاهد د عکسونو په ګرځولو ولمانځه.

په کابل کې بیا وسله وال طالبان د پولیسو او امنیتي ځواکونو په موټرو کې د ښار په واټونو کې ګرځېدل، ځینو یې یادګاري عکسونه اخیستل.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې له ذبیح الله مجاهد سره یې د دوشنبې په ورځ ناوخته د یوې پخوانۍ پوځي ودانۍ په تلویزیوني ستودیو کې مرکه وکړه.

ده وویل چې د طالبانو حکومت بې پایه دی؛ یعني کومه نېټه ورته نه ده ټاکل شوې ځکه چې د دوی حکومت ته شریعت او اسلامي قوانین مشروعیت ورکوي.

د طالبانو ویندوی زیاته کړه:«د اسلامي حکومت لپاره کومه خاصه نېټه نه وي، تر څو چې کولی شي او تر څو چې امیر د شریعت خلاف کوم کار نه وي کړی، خدمت به کوي.»

مجاهد د طالبانو د حکومت تېرو دوو کلونو ته په اشارې وویل چې د دوی حکومت ته له داخل او خارجه هیڅ ګواښ پېښ نه دی.

ده ادعا وکړه چې اوسنی حکومت مسوولانه عمل کوي او افغانان د یووالي او اجماع غوښتونکي دي.

اسوشیتید پریس وايي، مجاهد له دې سره لېوالتیا نه لرله چې د ښځو او نجونو په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي ځکه چې دا خبرې ورته تکراري ښکارېدې او ویل یې چې هیڅ فایده نه لري مګر دا چې په دې برخه کې کوم نوي څه پېښ شي.

د طالبانو ویندوی په ضمني ډول وویل چې د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې بدلون ناشونی دی.

د اژانس پر اساس، طالب چارواکي له بهرنیو دیپلوماتانو او چارواکو سره په خبرو کې معمولاً دا خبره نه کوي چې د نجونو او ښځو په اړه به د دوی پالیسي بدله نه شي بلکې تل یې ویلي چې دا پالیسي موقتي ده.

مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان ولې د نورو هغو اسلامي هیوادونو، چې د اسلامي شریعت پیروي کوي، د نجونو د تعلیم او کار په برخه کې تقلید نه کوي، وویل «طالبان د نورو مرستې ته اړتیا نه لري.»

مجاهد په عین حال کې ومنله چې د دوی د دیني عالمانو په منځ کې د نجونو د زده کړو په اړه د نظر اختلاف شته او دا مسله سبب شوې چې د نجونو د زده کړو مخه ونیول شي.

1 COMMENT

  1. پریژدی چی زنانه او مردانه متخصصین تربیه شی او د کافر ځامنو تر څو به ستاسی خویندی او میندی د سپین بولدک په دروازه کی غول کیږی؟ ښه نده چی خپل کور کی داکټران او متخصصین ولری؟ ستاسو ښځی پدی شریعت غیمه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب