Homeخبرونهانجلینا جولي د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

انجلینا جولي د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه )  د هالیووډ سینما وتلې ستورې انجلینا جولي، د طالبانو له زندانه د تعلیمي هڅو د مخکښ فعال مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

نوموړې په یوه لیک کې، چې د ویسا په نوم یې خپور کړی ویلي: “د افغانستان په زندانونو کې ښوونکي، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ځای نه لري. تاسو او د مدني حقونو ټول هغه فعالان چې پرته له کوم تور په زندان کې ساتل شوي یاست، ځای مو ستاسو په خپله په ټولنه کې دی، چېرته چې تاسو د افغانانو لپاره ډېر ښه کارکوئ.”

تر دې مخکې بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په ځلونو- ځلونو له طالبانو د ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

ویسا، له نږدې پنځو میاشتو راهیسې له طالبانو سره بندي دی.

طالبانو د هغه د بندي کولو کوم دلیل نه دی روښانه کړی.

ویل کیږي، چې د نوموړي کورنۍ ته له هغه سره د لیدو اجازه نه ورکول کیږي.

د ویسا ترڅنګ طالبانو یو شمېر نور فعالان هم په زندان کې ساتلي دي.

د بشري حقونو یو شمېر نړیوال بنسټونه، طالبان د بشري حقونو په پراخ نقض تورنوي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د دغو کړنو حساب ورڅخه واخلي.

4 COMMENTS

  1. دا د صهیونیزم سمبول او مبلغ ولی د ۳۰ میلونو وږو انسانانو د درد چیغه نه اوری؟ البته د مطیع الله ویسا د خوشی کیدو چیغه خو د هر افغان ملی – انسانی مکلفیت دی.

    • دانو څه مانا لري ؟؟؟ ضرور ندی چې په هر کار کې دخالت وشي ! دا دصهونیزم او انګلو زکسن ترمینالوګي او یادول یې څه ؟ څوک چې هوشیار وي د مور شیدې دشي څوک چې احمق وي خیرات به خوري !

  2. محترم مشر ورور غ.حضرت خان ته په بیا سلامونو
    هغه ویسا چې ما پخواني کمڼټ کښې مقصد و ، مطيع الله ویسا و ؛نه توریالی ویسا
    وبښه ، بلا په تقاعد هم کړې ،سړي نه ډیر نومونه هیروي؛ خیر به غواړو چې الزهایمر=هیرجنتوب مو ونه نيسي.!
    بیا هم ستاسو له پاملرنې مڼنه؛ او هم د ویسا کورنۍ نه په بخشش غوښتلو.
    ډ.ساپی/ بروکسل/ ۱۵ آوګوست

  3. دطوالبو موشرون پنجاپیان اجازه نه ویرکوی

    هغو بادورانو چه اجازه ویرکړی خوشی به شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...