شنبه, مې 25, 2024
Home+ما په منګي کې پراټې راوړي دینه| دوکتور لعل پاچا ازمون

ما په منګي کې پراټې راوړي دینه| دوکتور لعل پاچا ازمون

د غره د شنې خندا شور ته نرۍ نرۍ کږې وږې لارې ورماتې شوې دي، مخې ته ګڼ پاخه او سپېره خولي کورونه راوځي، تپ او لوګي د کوڅو د نغریو له شوره ورو ورو د اسمان شنو ته لاره باسي. ټکنده غرمه پرې د خپلې لوږې تاو سړوي. په دې کوڅو کې په مټې که دوه کسان خوا په خوا روان شي، خو دریاب د خپلو څپو په زور لاره باسي چې کله یې مخه ډب شوه، نو مخ یې را واړاوه:

پر هغې نرۍ کوڅه پل کېږدۍ، زه هم درپسې یم، سپین دادا چابک چابک ګامونه واخستل، دریاب هم ځان راورساوه، لاره خلاصه شوه. د کوڅې په بر سر کې ښيي ډډې ته یو وړوکی ور ایښی دی، دریاب همدغه وره ته ودرېد، له نغري او تناره یې تپونو او لوګيو ولږې ته لاره کوله. د زړه ور چې څنګه وټکېد نو سمدستي بېرته شو، د سپين دادا په منګ یو پوخ عمر سړی راښکاره شو:

ـ راځئ، راځئ، پخیر راشئ.

دوی زه ور مخکې کړم، دغه ور د هوجرې و، کوټه ډېره وړه وه، د اوږده دېوال ډډې ته یو لوی کټ او ترڅنګ یې مېز اییښی و، کټ ډېر پوس موس و، زه یې د کټ بر سر ته کېنولم، دریاب یې لنګې ته کېناست، کټ ته مخامه اوږده او لنډه څوکۍ پرته وه، سپین دادا او په منګ برابر ور سره خوا کې کېناست، اخوا دوه نورې څوکۍ وازه خوله پاتې شوې، یو وړوکی هلکی له پتنوس سره کور ته پر مات وره راننوت، سلام یې وکړ، پتنوس کې یې د بېسکېټو ډک قابونه ایښي وو. هلک بېرته ووت، دریاب صاحب کوربه ته مخ واړاوه:

ـ دا خو غرمه ده!

هغه سترګۍ وښورولې:

ـ وي دې کنه؟

ـ نو روټۍ نشته که څنګه؟

هغه په وښکیو ګوتې تېرې کړې:

ـ دا څه وایې، روټۍ څنګه نشته، دا ناشتا ده.

ـ نو دا وخت خو د ناشتا نه دی.

ـ بس چې دا څو خلاصېږي، نو روټۍ ورپسې راځي.

هلک را ننوت، دا ځل یې دوه چاینکې راوړې، ګردې پیالې یې د شیدو له چایو ډکې کړې، دریاب کوربه ته وویل:

ـ دا دې جوړې زوی دی!

هغه په کټ کټ وخندل، دریاب وپوښت:

ـ ولې؟

ـ دا مې نوسی (لمسی) دی. حمزه نومېږي، ګوندې د بابا پر پله روان شي.

حمزه بیداره هلک و.

سپین دادا پر یو موټي تکه سپینه ږیره ګوتې ووهلې:

ـ چای ښې وې، ستوماني باسي.

ما ته یې پیاله ډکه کړه، دریاب ور ته وویل:

ـ دا خوږې دي، دی خوږې نه څښي.

کوربه دستي پر خپل لمسي غږ وکړ:

ـ هله شابه پیکه ور ته راوړه.

که ما هرڅومره وویل چې نه یې څښم، خو کوربه چېرته کرارېده. د هغه د مینې او خلوص ور پرانستی و، شېبه کې یې ما ته پیکه چای راوړ.

یوه ګرده چیني پیاله یې ډکه کړه، له پیالې تپ خوت. کوربه په ملکنډ ایجنسۍ کې د اتمانخېلو قبیلې یوه کیسه راواخسته:

دا خلک په ملکنډ کې له اریانکوټه واخله، ریانکوټ، بلو، مېنه،کوټ، اګره، خانوړی او له  هغې نه اخوا ترغو سین او همداسې ان تر باجوړه پراته دي. ددوی مشر ته به یې اټی بابا وایه، د اټی بابا قبر د اله ډنډ ډېری او تاڼې په منځ کې د یوسفزو مشر ملک احمد بابا سره په خوا کې دی. اتمانخېل ډېر زیات میلمه دوست، په وطن او مذهب میېن خلک دي، دې قبیلې په کال ۱۹۳۵کې د پرنګیانو پر وړاندې په اګره کې یوه غزا هم کړې وه چې د هغې مشري اینیګار فقیر کوله، په دې غزا کې د ملکنډ یو پلوټیکل افسر چې بېسټ نومېده هغه پکې مړ و، ددې غزا کیسې په ټولو اتمانخيلو کې خپرې دي، د اتمانخېلو په اګره، ټوټی، کوټ او مېنه کې ګورګورې ډېرې زیاتې کېږي، له پرنګي سره دغه غزا هم د ګورګورو په موسم کې وشوه، د سدوزي په نامه یو شاعر چې هغه د باجوړ دی، هغه په دې پسې یوه سندره لیکلې وه چې:

ګورګورې تورې دي جانانه

علامې نورې دي جانانه

څه به خوند واخلو د ګورګورو

ګولۍ ورېږي په هر غرو

د اسمان ستوري دي جانانه

ګورګورې تورې دي جانانه

که عثمان زي که یوسفزي دي

دواړه یاران د سدوزي دي

داسمان ستوري دي جانانه

ګورګورې تورې دي جانانه

ددغو خلکو دودونه له یوسفزو نه بېل دي، ما په دغه ځای کې ډېر وخت په تدریس تېر کړی دی. زه دلته ډېر ګرځېدلی یم. کله به چې غوبل و، نو دوی به پکې ګډان او چرګان حلالول. غوبل نه و ، واده و چې لو به یې هم کاوه، نوهغې کې به یې هم ډېر غټ جشن جوړاوه.

دغلته ګودرونه ډېر وو، جنکو به ترې په سیالۍ اوبه راوړلې، هلته یو دا دود و چې کله به یوه جنۍ واده شوه، نو په درېمه ورځ به ګودر ته تله، له هغې سره به په یو ترخ کې منګی و او پر سر به یې د پراټو شکور ایښی و چې هر څوک به  مخې ته ورغی نو یوه پراټه به یې ورکوله، په دې کې دا ټپې هم شته چې:

ګودر ته ځم راپسې راشه

ما په منګي کې پراټې راوړي دینه

په ګودر ناسته زلفې مینځي

په نري باد یې وچوي جانان ته ځینه

منګي کې د پراټو راوړل داسې وو چې په ناوو کې به چې کومه مسته ناوې را پیدا شوه، نو یوه نیمه پراټه به یې منګي ته ورګوزاره کړه، دا کار زما مخکې شوی دی. زه هلته یو څه موده وم،  ما به هم د ګودر لاره پراټو ته  نیوله چې کومه ناوې به راښکاره شوه، نو ورمخکې به شوم. یوه نیمه پراټه به مې تر ګوتو کړه.

دده د کیسې له بیان سره سم، روټۍ راورسېده، خدای شته، سړي ډېر زحمت ایستلی و، خواري یې کړې وه، ما ته یې مخ را واړاوه:

ـ دا دې خپل کور وګڼه، بې ست وسلا راځه، هر وخت راځه

سړی ډېر خوږ سړی و، په تلو تلو کې یې را ته د غزل یو څو بیته واورول او د شاعرۍ کتاب یې را ته په مینه ډالۍ کړ، پر کتاب لیکل شوي وو:

د بنجاري سندرې، تر دې نامه لاندې  په وړو تورو  لیکل شوي وو، زرنوش شباب

د غزل هغه بیتونه یې دا وو:

د لمر د پېغلو پلوشو نه مې یو هار جوړ کړو

ستا د نظر د کرشمو نه مې بهار جوړ کړو

د وعدې تېښته د جانان خو دی عادت شهابه

بې وخته جشن دې په وخت د انتظار جوړ کړو

د اله ډنډ ډېرۍ مشاعره او مېلمستیا

1 COMMENT

  1. محترم دوکتور ازمون صاحب سلامونه
    څنګه مطلب مو دا دی چي ؛ طالبانو د اسلام په منګي کي څه راوړي دینه ؟
    دوهم ـ حُجره چي عربی کلمه ده ، پښتو کي څنګه هوجره شوه ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب