لیکوال؛ عبدالوحید وحيد
د جمهوريت سقوط؛
د عامه ذهنيت پربنسټ په افغانستان کې هغې ډيموکراسي د پلي کېدو وړتیا نه درلوده چې د ترهګرو د لټون او له ترهګرۍ سره د جګړې ترعنوان لاندې راوړل شوه، کورنيو ممثلينو پکې فساد پيل کړ او لويديځوالو د خپلو کلتوري ځانګړتیاو او د خپلو ګټو له شاخصونو سره سمه پلۍ کول غوښتل، له امرانه اړخ او استعماري ځانګړتياو سره مله وه، په خپل هېواد کې د افغانانو د مالکيت حقونو ته د درنښت نه کيده، له ديني او کلتوري شاخصونو سره په ټکر کې وه. بالاخره د ديموکراسي دغه غيرمتجانس، تيت او متلاشي جوړښت د راليږدوونکو امریکايي ځواکونو له وتلو څخه د مخه ونړېده.
د کابل حکومت که څه هم پاکو او ارزښتونو ته ژمن افرادو هم پکې شتون درلود، خو عمدتاً د غاصبو جنګسالارانو او غرب پلوه مفسدو عناصرو په ولکه کې وه. هغوى د دې پر ځای چې افغانانو ته د خپل حکومت د کړنو د اغيزمنې څارنې لپاره فرصتونه برابر کړي، هر ډول فساد ته وده ورکړه. د شلو کلونو
له تيريدو سره سره يې نه يوازې په افغاني ټولنه کې ريښې ونشواى غځولې بلکې ورځ تربلې يې له ولس سره واټن په زياتيدو وو. دوه لسيزې وروسته هم افغانانو نه غوښتل چې له هغه وارد شوي نظام څخه د دفاع لپاره جګړه وکړي چې د هغوى ديني او ملي سرو کرښو ته يې ارزښت نه ورکاوه.
د ديموکراسي په دروه کې ښځو او ځوانانو ته د حقونو ورکولو تر عنوان لاندې ډېری ښځې او ځوانان له لويديځ څخه د امریکا او اروپا د خوشحالولو او ديموکراسي ته د ودې ورکولو په پلمو راوستل شول، په مهمو وزارتونو او دولتي پوستونو باندې يې وګمارل ترڅو افغانانو ته داسې ذهنیت ورکړل شي چې ارګ غواړي د جنګسالارانو په وړاندي خنډونه رامنځته کړي، خو داسې ونه شول. د افغانستان حکومت په ژوره توګه فاسد وو. خو دا فساد په افغاني ټولنه او کلتور کې ریښې نه درلودې، بلکې د روڼتيا او حساب ورکولو په برخه کې د اړتیا او پلي کیدو وړ ميکانېزم او پالیسیو د نشتوالي، د نازولو د خوشحالولو، زورواکانو ته د سياسي رشوتونو او له قانون څخه د معافيت کلتور د رواجولو پايله وه.
د ځمکنیو حقایقو له مخې یوه ریښتینی ارزونه په ګوته کوي چې د امریکا او ناټو ځواکونو په عملیاتو کې پراخه انساني او مالي تلفات، د امریکا په نوښت په رامنځته شوې حکومت کې هر اړخیز فساد، د هغوى د ماتې ته لاره هواره کړه خو د دوحې نا انډوله او بې معياره تړون چې له عيني واقعيتونو سره يې په هيڅ ډول سمون نه خوړ، له افغانستان څخه د امریکا د
شرموونکې تېښتې ته د “مخ ژغورونکې وسیلې” په توګه وکارول شو او همدغو نيمګړتياو د نورو ترڅنګ د متحده ایالاتو په ستراتیژیکي ناکامۍ کې مهم رول ولوباوه.
هغه توجیهات چې کله ناکله د امریکايي چارواکو او پخوانی رژیم مشرانو لخوا د پخواني نظام سقوط په تړاو رسنیو ته څرګندیږي پراخه او حتی د پوهیدو وړتیا لري، خو دَ سکې يو اړخ ښئي. هغوى غواړي په تیرو دوه لسیزو کې خپلې ناوړه تیروتنې پټې کړي. ديني او ملي ارزښتونو ته پام نه کول، قومي انډول او امنیتي اړتیاوې هيڅ ګڼل، کلتور او ټولنیزو ځانګړتیاوو په اړه د هغوى د تګلارو نيمګړتياوې او تر ټولو مهمه دا چې د هغوى پراخ فساد ته باید په لویه کچه ګوته ونيول شي.
که نړیوالي ټولني په بن کي د افغانستان لپاره د حکومتي جوړښت غلط بنسټ په ایښودلو کي ستر اشتباهات نه وای کړي، طالبان به پاکستان ته په تلو نه يوازې دا چې نه مجبور کيدل، بلکې د حکومت یوه لویه برخه به واى، د افغانستان نظام او حکومتي جوړښت به د خلکو له خوا د پرديو لخوا مسلط شوى او ناروا نه بلل کېده. خلک او تر ټولو مهمه دا چې په افغانستان کې دننه به د بغاوت لپاره فرصتونه نه رامنځته کېدل. په بل عبارت، د کمزورې حکومتي جوړښت د څراغ له بلېدو پرته به په ټول هېواد کې د بغاوت اور قطعاً نه لګيده. ته مخه وکړه.
د امارت صعود؛
شک نشته چې طالبانو له واک څخه د لرې کيدو اوبيرته د واک ترلاسه کولو پورې د مبارزې اوږده او ازغنه لاره ووهله. د مصيبتونو د ګاللو شل کاله تاريخ يې جوړ کړ. د ناتو او امريکا هژمونيکي ځواکمنتيا يې په جدیت سره تر پوښتنو لاندې راوسته او د افغانستان شل کلنه پردۍ ديموکراسي يې ونړوله خو دَ نظام په جوړولو کې مطلقاً پاتې راغلل، د ملي او بين المللي مشروعيت ترلاسه کولو نسبتاً اسانه ازموينه کې ناکام شول؛ له خپل ولس سره يې د تقابل حالت رامنځته کړى دى، علمي او مسلکې کادرونو او ځوانانو د تېښتې لړۍ لاهم دوام لري. د مسئوليت او مکلفيت اداکولو په برخه کې نه خپل ولس ته ښه د منلو وړ ريکارډ لري نه هم نړيواله ټولنه اوس ورباندي باور کوي؛ تر ټولو مهمه تشه داده چې په حکومت کې د استبداديت د ګراف د لوړيدو له امله يې له خپل ولس سره واټن او د خپل منځي ناهيلتوب خليج د پراخيدو پړاوونه وهي چې په حتمي توګه خطرناکه پايلې درلودلاى شي.
ظاهراً داسې ښودل کیږي چې يوازې د رسمیت پېژندلو ستونځه پل صراط دى او که د رسمیت پېژندلو مرحله پيل شوه نو هر څه به ګل او ګلزار شي، خو دا زموږ خوشباوري او يا د نړيوال سياست په برخه کې د پوهې کموالى دى. دا چې ځینې طالب مشران اوس هم نه غواړي خپلې کورنۍ هېواد ته را ستنې کړي، عام خلک هم د نظام په تړاو اندېښمن کړي دي. څومره به ښه واى چې د يوې هر اړخيزې او متوازنې تګلارې
له مخي د ملي ګټو پربنسټ د سيمې او نړيوالو حساسیتونو رقابتونو او نزاکتونو ته په کتو له نړئ سره جوړجاړي وکړو او په هېواد کې له اوسني بحراني حالت څخه له راوتلو وروسته په چټکۍ سره د ځان بساينې په لور ګامونه پورته شي.
امنیت شته د افغانستان په ټوله جغرافيه حکومت تسلط لري، اوامر عملي کيږي، تيت او پاشلى حکومتي جوړښت نشته. جګړه منفوره ده، دَ بغاوت د ځپلو لپاره انساني ځواک او اراده شتون لري، پياوړى مرکزي قيادت شته، خو متاسفانه بيا هم ولس د فقر په رنځ اخته دى. هره ورځ مو په زرګونه ځوانان د مجبوريت له مخې د مرګونې لارو په غوره کولو له هېواد څخه وزي. کادرونه مو د مختلفو لاملونو له امله د هېواد پريښودو ته اړ شول، قانون نشته، په معيارونو برابر نظام نشته. د تلپاتي امنیت، ملي مشارکت، نړيوال ملاتړ او ښې حکومتولي لپاره ګامونه نه پورته کيږي. له ولس او نړيوالو سره مو د بې باوري خليج ورځ تر بلې پراخيږي او د يوه ويجاړ راتلونکې په لور د حرکت په حال کې قرار لرو.
که نور هر څه د حکامو له غوښتنو او فرمايشاتو سره سم په پټو سترګو سم وګڼو، هېواد ګل او ګلزار ومنو، ولس په خيټه موړ وشمېرو، د سمون داعيان د امریکا پاتې شوني وګڼو او يوازې د انجونو په زده کړو باندي ناروا بنديز په مختلفو اجتماعي ابعادو را تاو شو، راتلونکې ټولنيزې او کلتوري نيمګړتياوې يې وارزوو، شرعي مکلفيتونو يې وڅيړو، ټولنيزو او اقتصادي زيانونو باندې لږ شان تم شو او د همدغو تشو په
اوږدمهاله اغيزو باندي راوڅرخيږو، نو د حکومت په ناکامي نااهلي نا انصافي، له ولس او هېواد سره په جفا او له مسئولیتونو څخه د حکامو د تېښتې په تړاو به د شک او پوښتنې لپاره هيڅ شى پاتې نه وي.
د ملت سکوت؛
د واک غځولو او واک ترلاسه کولو لپاره د تاريخ په مختلفو پړاوونو کې انسانان د ظلمونو وحشتونو او نيرنګونو تياره شاليد لري او موږ هم له تيرو څو لسيزو راپدېخوا د همدغه حرص ښکار يو خو په يويشتمه پيړۍ کې د يوه ملت لپاره دومره وحشتونه ګالل او په وړاندې يې په مختلفو نومونو سکوت غوره کول د ټولنيز شعور د نشتون لامل ګڼل کیږي. که څه هم زموږ ولس په مختلفو وختونو او د مختلفو حکومتونو د رامنځته کيدو په مهال د جبر استبداد زورواکي او اتوکراسي د حاکمیت له امله په مسلسل ډول له فزيکي او نفسياتي ځورونو ربړونو او شکنجو لاندې دى، خو دا به هم واقعیت نه وي چې د جګړو فساد او استبداد له امله ټوله پړه يوازې په حکومتونو باندي واچوو، بلکې اړينه چې په هېواد کې ناخوالو فاجعو او خيانتونو ته په مناسب، رغنده او پرېکنده ډول د ټولنيز غبرګون نه ښودلو له امله ولس ټولنه او افراد هم د پړې خپله ونډه ومني.
کيداى شي د غبرګون نه ښودلو په تړاو هم له بشري او ټولنيزو
حقونو څخه د محرومیت او اجتماعي عدالت د نشتون، د ټولنيزو حقونو په تړاو د عامه پوهاوي کمښت او ځينې نور عوامل شتون ولري خو په هر صورت په يويشتمه پيړۍ کي د عامه پوهاوي په دومره ټيټه کچه کې پاتي کيدل هم د توجيه وړ خبره نه ده.
ونړول سو؛ ليکن اوس دا لاندنۍ کرښي هم د سقوط مانا ورکوي نه د صعود!
– له ولس سره په تقابل کي واقع کېدل.
– ملي مشروعيت
– نړۍ وال مشروعيت (دا تر ملي مشروعيت چنداني مهم نه ګڼم، چي ملت خوشاله وي، نړۍ وال مشروعیت دومره ورته ارزښت نه لري…)
– له وطن څخه د افغانانو تېښته کي د اوسنۍ حاکمي ډلي پوره ناکامي، خو نه دا چي هڅه نه ده سوې، بلکې ورته بستر د تېښتي برابر سوی.
– علمي او مسلکي کادرونه ټول و تښتېدل، او که څوک پاتې هم وي، د سباوون په لټه کي دي، البته د ځان او فامیل نه د هیواد.
– خدماتو په وړاندي کولو کي ډېر شاته پاتې شوي، پاسپورټ نه ورکوم، تذکره په ځنډ ورکوم او داسي نور… (د کندهار د برېښنا د بېلونو موضوع يې ښه بېلګه ده، چي ټول يې سرپرایز کړل).
او …. او تر ټولو منفي ټکی پوهېږئ چي څه دی؛ پر اسلام يې خلک فکرجن کړل، ځکه کوم کارونه چي دوی په تېرو دوو کلونو کي وکړل ، داسلام سره په تضاد کي وه، او په داسي حال کي چي دوی شل کاله وژل او ورانی د اسلام لپاره کاوه.
رب دي مو خیر کړي، خو د افغانستان ولس بیا سره را ټولول مشکل دی.
له څرګندونو څخه مو مننه سلسله خورکۍ
په افغانستان کې له لسيزو راهيسې د داسې حکومت بيلګه نه لرو متأسفانه چې له ولس سره په تقابل کې نه وي خو کله کله د تقابل کچه توپير کوي نو ځکه باید ووایم چې څوک د افغانستان انچ انچ باندې حکومت کوي د صعود په حالت کې دي.
بله خبره د مشروعیت دى. نړيوال مشروعیت عموما د کورني مشروعیت په ترلاسه کولو کې رامنځته کېږي خو اړين او لکه زموږ په شان مجبور هېواد ته د مشروعيت ستونځه يقيناً مهمه ده.
زه له تاسو همغږى يم چې اوسني د علماو حکومت د دين له ادرس څخه داسې کارونه وکړل چې د علماو په هکله د عامو خلکو ذهنيت ته زبان ورسيده او د راتلونکې نسلونو لپاره د اسلامي رامنځته کيدلو خبره پوښتنې رامنځته کړي.
له محترم وحید صاحب نه په ډیره منڼه
او هم د سلسله خور تبصره چي بیا هم په ټوله کی د وحید صاحب سره همغږې ده ؛ په همدی سلسله دا ورزیاتوم چي د بُن معامله ـ د پښتون حذفول ، د زیاتو وزیرانو ، والیانو ، جنرالانو ، رئیسانو
او هغه کُرسیو د اشغال مسابقه وه چي ستمی ډوله تاجک ، ازبک ،هزاره او مردارخواره لاش خواره په
نامه پښتانه په غلا او لوټ کی ؛ اکثریت د ملت وځورید او یو ـ دوه فیصده ارذل الناس څښتن د شهرک ، هوټل او نور ،په سویه د غلو شول او هغه دستور علنی شو چي شرمشانو خورۍ خو د شهرک او خپلو فاسدو پروژو نه یی بیرون ته مه وړۍ ؛ دا جمله د یو مملکت د اول کس کامله آګاهی له جُرم او د هغی تایید
ثابتوی او اندازه د فهم او ارزښت د ملی ګټو صراحتاََ افاده کوی او دا خبره د بچه سقاوو فکر او سابقی
ته ورته خبره ده ۰
دا معامله ـ بُن ـ کومه د ملی ګټو او ملت جوړونی هڅه نه وه ، امانتداری ، اهلیت او عدالت یی د معاملی په سر کی حذف او نیت کی له سٙرٙ شامل نه وو ، او انجام یی هم حکومت سه نفره فضلی و
غیره وو ؛ چي سقوط یی په نفس عمل کی نغښتی وو او نتیجه یی هم فسق ، ظلم او کفری اعمال وو
چي ملت ته یی ورکړل ۰
اوس هم نه تنها تاجک بلکی ټول چیز فهم انسانان د خدماتو او وظایفو محروم دی ؛ د ملا دا نوی د ناقص جهشی تولیدات نه ملت سره جوړیږی او نه اُمت سره ، او هغه څه غږوی چي معاصر انسانیت کي خریدار نلری او تړاو یی د اسلامی خلافت او اِمارت سره صِرف ځینی الفاظ مشترک دی او جاهلی تعصباتو او انحصار کی تر باقی او ندیم غرق او ملوث دی ، نه دِ ملت درد او غم شته او اُمت
خو پریږده نو اصلاٙٙ بی ملت او بی اُمت حکومت او مسلمانی هیڅ مفهوم نلری هسی یوه بی معنی
لوبه ده د شرمشانو ؟
او هیڅ ساحه کی صعود نلری بلکی نزولی سیر یی په اماناتو ،عدالت ، خدمت ، تعلیم او تربیت ،درک مسئولیت ،امارتی اخلاق او چلند کی مشهود او بربڼډ دی ۰
سکوت هم تر ډیره مات او ټول اقشار په شمول دِ سابقه لوی جهاد مجاهدین او حتی مخکینی مومن
طالبان لکه مولانا ضعیف ، مولوی متوکل او نور غیر وابسته به غیر ،طالبان ټول ملاحظات او شدید انتقادات لری چي کاملاََ محسوس دی ۰
نه دِ بُن معامله او نه د دوحی معاملی ، ملی ګټې تضمینولی شی خو حبل الله ، ایمانداری او صداقت ــ افغانان راټولولی شی ، مګر مشهور غله او ملی خائنین نور نباید مشوره او تصمیم ګیری کی شامل وی ؛ آزموده را آزمودن خطاست ۰
ډاکټر همت مننه خو د الفاظو په غوراوي کې د حساسيتونو او نزاکتونو خيال ساتل د ملي وحدت غوښتنه ده. تنها څو جنګسالارانو خو غرضو او ابن الوقت خلکو ته د قوم د استازیتوب عنوان مناسب نه دى.
بيا وايم چې موږ په انفرادي ډول بهادر ولس لرو خو اجتماعي ويښتوب مو ټکنى دى. هغه ملت ويښ نشو ګڼلى چې د بچيانو په مخ يې د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې د امر ثاني په پلمه تر دوو کلونو پورې تړلې پرتې وي او هغوى اجتماعي غبرګون نشي ښوداى
سلام
موږ دصعود او سقوط لباره یو مودل نه لرو.
دبحث لیکونکی او تبصره کوونکی دصعود به برخه کې سره نږدی دی ځکه پر مختګ دټولو غوښتنه دی او لږ یو څه په جنجال سره هم تر سره کیږی حال داچې سقوط اسانه دی او کم وخت ته اړه لری لکه دمټکور عبا اوقبا چې دوه ساعته کې فیصله شو . دقضیې په ابعادو کې له بده مرغه ټولنه کې عینی او ذهنی شرایط له توروم سره زیات مخ دی سره له دې سقوط او صعود یو له بل سره تړاو لری خو سکوت فضیلت دی اوفریاد ، توفان دی اوریزش.
دوه شی انسانیت دانسان په وجود کې له منخه وړی فریاد کله چې باید سکوت وکړې اوسکوت که چې باید فریاد وکړې . هغه درد چې انسان سکوت ته بیایی ډیر دروند دی له هغه درده چې انسان فریاد ته بیایی.
بایله : موږ سمو ابعادو ته ضرورت لرو خبله کمزوری اوناتوانی باید ومنو غله اورهزن له کتاره وباسو بیا اتیا او سل فیصده دمرستو غبن ته هم زمینه نه بیداکیږی. حکومتولی بشبړ اهلیت او امانت دی نه چور ! وحیدصاحب کور موودان تر بیا……..
مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
يقيناً که موږ خپله ناتواني او کمزورې ومنو او ناورينونو ته مدني غبرګون وښيو نو ستونځه تر ډيره حده پورې حل کيږي