محمدابراهيم سپېڅلی
د کندهار د محاصرې سره سم ددفتر همکارانو هره ورځ د ټلیفون کولو پرمهال پر دایوه خبره ټینګار کوی، چي «ځان ساتني ته سل فیصده متوجه اوسه!»
خود یادي سپارښتني ترڅنګ مي بیاهم ځان مکلف ګڼی، چي تر خپل وسه اورېدونکي دکندهار له حاله خبرکړم.
جګړه بیا داسي وه، چي په یو څو ورځو کي طالبان د کندهار ښار دروازو ته څه کوې، چي بیخي میرویس مېني او میرزاحمد خان کلاچې ته راورسېدل،دا دواړي یادي سیمي د کندهار ښار ناحيې دي.
د اګست میاشتي ترخه ګرمي او ورځ تربلي د ښار کوڅو ته د جګړې رانژدې کېدو د ښاریانو خوب حرام کړی ؤ.
عام خلک لکه لیونیان کډي يې یوې او بلي خواته ځغلولې، د ځینو کورنیو نارینه اوان د ځینو کورنیوکوچنیان او ښځي لاهم ورکي وې.
خلکو ویل:« چي حکومت نه سی کولای، نو په سمه يې ور پرېږدی، موږ ولي په وژنی.»
ځینو بیا ویل« که د اسلام لپاره جنګیږی، نو زموږ له کورونو څخه سنګرونه مه جوړوئ!»
خو هغه د سویلي پښتونخوا د شاعراو لیکوال فروفیسور رازمحمد رازخبره:
«څوک د چا له غمه نه مري درواغ وايي
ماته ګوری ستاسو وړاندي یو ثبوت یم.» همدغه خبره وه،ځکه یوې غاړي لاهم د ولس پر حال زړه نه سوځی یوازي يې پردي زامن د اسلام او وطن په شعارونو پر سرو مرمیو ورځغلول.
د اګست میاشتي د ۱۲ نېټې په نیمه شپه له سختي جګړې وروسته کندهار ولایت مقام ته طالبان ننوتل اوددغه ولایت اکثره وسله وال ځواکونه تسلیم،مړه ټپیان اوان یوشمېر نوروتر مخه لا احمد شاه بابا هوايي ډګر ته ځانونه رسولي ترڅو په الوتکو کي کابل او بیا له هغه ځایه پردیو ملکونو ته ولاړ سي.
دا چي زموږ کور د ښار یوې امنیتي پوستې ته ډېر نژدې و، نو د کندهار د سقوط ټوله شپه مو قرانکریمونه پر سرنیولي او کوچنیانو مي له وهمه چیغي وهلې.
د دې شپې ټول حال ما پروسږکال مفصل لیکلی زما پر فېسبوک اوپه نوروانټرنیټ پاڼو کي يې لوستلای سی.
داګست میاشتي ١٣مه د لمر راختلو سره سم مي کیمره او ریکارډر له ځان سره راواخیستل، دښاردوکانونه ټول تړلي خو د خلکو ګڼه ګوڼه اود ترافیکو نستوالي د ښار سړکونه داسي بند کړي دي، چي هیڅ لار نه کیږي.
هري خواته طالبان له درنو او سپکو وسلو سره پر موټرسایکلانو سپاره داسي ګرځي،چي ښاریان دوی او دوی ښاریانوته فکر وړي دي.
ما یوڅو پټ عکسونه واخیستل، حیران یم چي دا څه حالت دی؟
هغه امریکایان، هغه د ملا صاحب د سرای او نوري ځآنګړي نظامي قطعې، نظم عامه، ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت او ان اشرف غني او نور…. ټول، چي د یوې ورځي لګښت يې د بسته کلي د یو کال تر مصرف زیات ؤ چیري ولاړل؟ څنګه غیب سول او ولي ولاړل؟
هغه نړيوال تړون څنګه سو؟هغه د دوی کاغذي ژمني، ډموکراسي، د بیان ازادي، پي ارټي، د ښځو حقونه او نور… په یوڅو ورځو کي لکه مړې ایرې باد یوړل.
په دې وخت کي یو چاغ نژدې ۴۰ کلن طالب، چي اوږد سیم لرونکې مخابره يې په لاس کي وه خپلو موټرسایکل سپرو ملګرو ته په زوره ور ږغ کړه «پیسې لری؟» ملګرو يې د سر ښورولوپه اشاره پوه کړ، چي شی لا نه لرو.
د لاس په اشاره يې ځان ته ور وبلل له جیبه يې د کلدارو بسته راوکښل او هر یو ته يې یوڅه روپۍ ورکړې، ملګرو يې په ډېري خوشحالۍخپلوموټرسایکلونوته رېزونه ورکړ او په خورا تیزۍ د خلکو له ګڼي ګوڼي په ډکو سړکونو کي له سترګو نهام سول .
١٣ اګسټ٢٠٢٣ المان، الفټر وېټرشلیک
نوټ :
عکس د همدې ورځي دی، ولایت مقام ته څېرمه ارګ بازار کندهار ښار