یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ایراني پلاوي لخوا د هلمند سېند...

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ایراني پلاوي لخوا د هلمند سېند د اوبو اندازه کول تایید کړل

تاند: (دوشنبه، د زمري ۲۳ مه ) د طالبانو رژیم تایید کړه، چې یوه ایراني پلاوي ته یې د هلمند سېند د اوبو اندازه کولو اجازه ورکړې ده.

د دغه رژیم بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اوبو اندازه کولو پر وخت ایراني پلاوي ته څرګنده شوې، چې د سېند اوبه له عادي وضعیت څخه کمې دي او ایران ته د بهیدونکو اوبو په کمیدو کې کومه انساني اراده نه ده شامله.

سرچینه زیاتوي:« په هغه ورځ چې ایراني پلاوي د دهراود په ذخیرو کې اوبه اندازه کړې، د اوبو جریان په یوه ثانیه کې له اووه متر مکعب څخه کم وو، چې دا په واقعیت سره ټکان ورکوونکی دی.»

د طالابنو په اعلامیه کې وړاندې راغلي: همدارنګه د اوبو د جريان د احصائیې د تحليل پر بنسټ دا په واضح څرګندېږي چې ايران ته د اوبو حقابې د نه رسېدو په برخه کې هېڅ ډول انساني کړنه او اراده نه ده شامله، خو مجبوره حالت د دې کار لامل شوى دى.

طالبانو ټینګار کړی، چې د هلمند سېند د اوبو له زیاتیدو سره به ایران ته د پخواني تړون مطابق ژمنه شوې حقابه ورکړل شي.

مخکې طالبانو د هلمند سېند د اوبو اندازه کولو لپاره د ایران غوښتنه رد کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب