Homeخبرونهد هلمند په ځایي رسنیو کې د ښځو پر غږ بندیز لګول...

د هلمند په ځایي رسنیو کې د ښځو پر غږ بندیز لګول شوی

تاند: (دوشنبه، د زمري ۲۳ مه )  د هلمند لپاره د طالبانو د رژیم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ځايي رسنیو کې د ښځو د غږ په خپریدو بندیز لګولی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې دا پریکړه تازه شوې او دوی پرې د بیا کتنې غوښتنه کوي.

دغه مرکز د طالبانو پرېکړه د ښځو خلاف د محدودیتونو دوام او د بیان د ازادۍ سرغړونه بللې ده.

تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو ۵ خبریالان بندیان کړي وو.

په وروستیو کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د ناسم چلند او بندیزونو خبرونه بیا زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...