دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد جاپان سفیر: د افغانانو ژوند عادي حالت ته ستون شوی، خو...

د جاپان سفیر: د افغانانو ژوند عادي حالت ته ستون شوی، خو ټول په ډوډۍ پسې سرګردانه دي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۲۳ مه ) په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د دغه هېواد له یوه تلویزون سره د مرکې پر مهال د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې ارزونې شریکې کړي دي.

نوموړي وویل، په کابل کې یې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره په کتنو کې د افغان ښځو د حقونو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه.

د هغه په وینا، طالب چارواکو ته یې وویل چې په هیواد کې د ثبات لپاره د ښځو حقونه ضروري دي.

ده د افغانانو اقتصادي ستونزو ته په اشارې وویل:« پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په تېرو دوو کلونو کې سره له دې چې د افغانستان په اکثرو ښارونو او ولایتونو کې د خلکو ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی خو ډېر شمېر افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي.»

د جاپان سفیر په دې مرکه کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې او ښځې له زده کړو او کاره محرومې شوي دي.

تاکاشي اوکادا، دغه راز هیله څرګنده کړه چې طالبان به خپلې سختدریځې پالیسۍ بدلې کړي.

په کابل کې د جاپان سفیر په دې ټینګار وکړ چې هیواد یې غواړي چې له افغانانو سره بشري مرستو ته په داسې حالت کې دوام ورکړي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.

جاپان له هغو هېوادونو دی، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره هم په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د طالبانو رژيم سره تعامل لري.

د دغه هېواد په شان ډېر نور هېوادونه هم له طالب چارواکو غواړي، چې د ښځو حقونه خوندي، له سخت دریځو پالېسیو لاس په سر او نړۍ سره د تعامل لاره غوره کړي.

1 COMMENT

  1. جاپان دې د افغانانو سره د ډوډی د مرستی پر ځای له اوسنی افغان دولت سره د ناکامورا د پاتې پروژو یعنی د اوبو مدیریت کې مرسته وکړی یعنی هغه اوبه چې پاکستان او ایران ته ځی د هغو په سر باندې د بندونو په جوړولو باندې زیاتره بندونو د انرژی د تولید ظرفیت هم لری کار وکړی ترڅو عامو افغانانو ته کار زمینه هم برابره شي او خلک (ولس) به له ګدایی چې نړیوال راپور ورکوی چې افغانان له فقر سره مخامخ دې او بې کارې زیاته شوی لدې خبری او راپورونو بیغمه شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب