جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+روبوټونه جراحي عملیات کوي

روبوټونه جراحي عملیات کوي

مینه احمد

د عصري تخنیک له پرمختګ سره اوس روبوټان له انسانانو سره د طبابت په برخه کې هم ښه سیالي کولای شي.

په کال ۲۰۱۶ م کې د Science Translation Medicine په مجله کې په دې اړوند یو مطلب خپور شو. په دې مطلب کې راغلي، یو روبوټ د انسان په نسبت ژر او په دقیق ډول د یو چا د کوچنیو کولمو عملیات ترسره کړل.

په طبابت کې د روبوټانو ځانګړتیا دا ده چې د سترس او ستړیا احساس نه کوي، خپل کار په ډېر دقت سره ترسره کوي او هېڅ ډول تېروتنه نه کوي. په داسي حال کې چې انسانان ډېری وخت د جراحي عملیاتو په مهال د سترس او ستړیا تر اغېز لاندي راځي او تېروتنې هم کوي. نو د دې برخې کسان به هم ډېر ژر خپلې دندي له لاسه ورکړي.

په طبابت کې یوه تر ټولو سخته دنده هم د جراحي عملیاتو ترسره کول دي، روبوټان دا کار هم په ډېر دقت سره کولای شي. د اعتبار له اړخه هم، په دې برخه کې تر یو انسان په یو روبوټ ډېر باور کېدای شي. ځکه انسان عاطفه لري، د هغه ترڅنګ ستړی کیږي او تر فشار لاندي راځي.

هغه عملیاتونه چې د انسانانو له لوري ترسره کیږي، د تېروتنې امکان په کې ډېر زیات دی، خو هغه عملیاتونه چې د روبوټانو له لوري ترسره کیږي، هیڅ د تېروتنې امکان په کې نشته. ځکه روبوټ نه ستړی کیږي، نه تېروتنه کوي او نه هم لوړ فیس اخلي.

نو طب د جراحي برخې ډېری کارکوونکو او مسلکیان به په نږدي راتلونکي کې خپلي دندي له لاسه ورکړي. ځکه ډېر ژر به په طبابت باندي روباټیک سیستم حاکم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب