جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو چارواکي: ایران کې مو ۲۵۰ افغان بندیان له اعدام ژغورلي

د طالبانو چارواکي: ایران کې مو ۲۵۰ افغان بندیان له اعدام ژغورلي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۲۳ مه )  د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې په ایران کې یې د ۲۵۰ افغان بندیانو د اعدام سزا له ایراني چارواکوسره د خبرو په پایله کې په حبس بدله کړې ده.

د زندانونو د انسجام لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو دا هم ویلي، د تېر یوه کال په موده کې له ایران څخه ۱۲۳۰ تنه او له کویټ څخه ۳ تنه افغان بندیان خپل هېواد ته را انتقال او د افغانستان په زندانونو کې ځای پر ځای کړي دي او هېواد ته د نورو هېوادونو په بندخونو د بندي افغانانو د را انتقالولو په موخه هڅې دوام لري.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغه ادارې د مشرتابه د هلوځلو په پایله کې د ۲۵۰ تنو افغان بندیانو چې په ایران کې په اعدام محکوم شوي وو د اعدام سزا یې په حبس بدله شوې ده.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په وروستیو کې هره ورځ هېواد ته له ایران څخه د زرګونه افغان کډوالو د جبري ستنیدو خبرونه ورکول کیږي.

1 COMMENT

  1. تاسو سم کار کړیدی، اما پاته د نه وي چې د ټالب په بیا راتلو سره افغانستان په یو څلوېښت میلیوني زندان بدل شویدی . مهرباني وکړئ ، په خپلو کورنیو چارو کې له انساني او اسلامي اخلاقو یعني نرمښت او اعتدال نه کار واخلئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب