جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد وزیرستان خلک د اګست څوارلسمه توره ورځ لمانځي

د وزیرستان خلک د اګست څوارلسمه توره ورځ لمانځي

تاند(دوشنبه، د اسد۲۳ مه) نن د اګست څوارلسمه په پنجاب او د پاکستان په ډیرو نورو برخو کې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي خو یو شمېر پښتانه یې توره ورځ بولي.

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې یوې قومي جرګې پرېکړه وکړه چې نن، د اګست څوارلسمه، د پاکستان د خپلواکۍ ورځ به توره ورځ لمانځي.

د اتمانزو قومي جرګې دا پرېکړه په خپله سیمه کې د ناامنیو د زیاتېدو په اعتراض کې کړې ده.

دوی پرون (یکشنبه) په خپله قومی جرګه کې وویل، په وزیرستانونو کې د ۲۰۱۴ م کال د ضرب عضب په نوم له عملیاتو وروسته د دې سیمې په تاریخ کې تر ټولو له بدې ناامنۍ سره مخامخ دي.

د جرګې ګډونوالو وویل، د ضرب عضب له عملیاتو وروسته د شمالي وزیرستان د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني او سیاسي فعالانو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي د دې لپاره چې رسنۍ په ازاد ډول د سیمې پېښې نه شي منعکس کولی، د اتمانزو د فومي مشرانو ادعا تایید یا رد کېدای نه شي.

یو شمېر نورو پښتنو هم ویلي چې دا ورځ به د تورې ورځې په توګه لمانځي.

3 COMMENTS

  1. د څوارلسم اګست په مناسبت:
    پرون سالار وې نن د نورو صوبه دار پښتونه!
    ډېورند شو خاورې ته لا خط کې یې ایسار پښتونه!
    نه يې روان د احمدشاه شېرشاه ميرويس په لاره
    ولې دې پرېښوده د پلار او نیکه لار پښتونه!
    ( ارواښاد الفت )

  2. سلاممونه،
    دا خو انګریز، د بیدینه لا مذهبه جناه=ګناه په شیطنت او جاسوسی چهاودا آګسټ ،او
    د هندوانو وکیل ،ګاندی په مشوره ې پندرا اګسټ ؛ګواکې د هند او پوکسټین د آزادۍ!! ورځې وټاکلې ،لیکن
    د فخر افغان باچا خان چې اصلي مبارزه د انګریزانو د استعمار او زبیښاک په ضد ې کړېوه ، دپښتونستان داعیه هسې په هوا پاتیشوه!!!
    او دا هم ټولې نړۍ ته معلومه وه چې افغانستان ۱۹۴۷–۱۹۱۹=۲۸ کاله مخکې د غازي امان الله خان په مشرۍ او دهمدغو پښتنو قبایلو ،په ځانګړي ډول د وزیرستان خلکو د مټو په زور خپله خپلواکي او آزادي اخیستې وه ؛ دا چې ډیورڼډ کرښه او اخوا بیله شوې د زړه ټوټه ؛ دځینو درباری سردارانو او یا …مصلهتونو له کبله په مورنۍ خاوره پورې ونه نښلول سوه ،بیل بحث ده!
    اوس د تعجب ځای دی چې ط ط . هماغه پنځلسم=پڼدرا آګست د دوهم وار لپاره د خ.زاد او نورو په شیطنت ګویا آزادی!! ګمان کوی!!

    -ربنا ظلمنا انفسنا ،و ان لم تغفر لنا و ترحمنا لنکوڼن من الخاسرین.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب