پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان – قزاقستان سوداګریز نندارتون او مذاکرات ترسره کیږي

د افغانستان – قزاقستان سوداګریز نندارتون او مذاکرات ترسره کیږي

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۱۱ مه )  د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ، د دوی پلاوی او  د خصوصي سکتور استازي پرون د قزاق _ افغان په سوداګريز نندارتون کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شول.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دې سفر موخه د قزاق- افغان سوداګریز نندارتون پرانیسته، د دواړو هېوادنو د خصوصي سکتور د استازو لیدنې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ‏صنعت او د پانګونې د جذبولو په اړه رسمي خبرې اترې دي.

ټاکل شوې په قزاق- افغان نندارتون او نورو پروګرامونو کې د هېواد له داخل او بهر څخه ۳۵۰ افغاني شرکتونه ګډون وکړي او د ۳ ورځو لپاره خپل صنعتي، کرنیز او معدني توکي نندارې ته وړاندې کړي.

‏په دې سربېره په پام کې ده، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو تر منځ په ۱۶ سکتورونو کې د تړونونو د لاسلیک مراسم د ياد هېواد په پلازمېنه آستانه کې د یوې ورځې لپاره ترسره شي.

له دې سره خوا کې، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان بشري ناورین د افراطیت د پياوړتیا او له دې کبله د سیمې ثبات ته ننګونکی بللی.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د شدت او په عین حال کې د نړیوالو بشري مرستو د کميدو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب