جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملا ترابي د بشري مرستو د جلبولو په موخه قطر ته ولاړ

ملا ترابي د بشري مرستو د جلبولو په موخه قطر ته ولاړ

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۱۱ مه )  د افغاني سرې میاشتې ادارې لپاره د طالبانو د رژيم مرستیال ملا نورالدین ترابي د یو ۶ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه په رسمي سفر تللی.

د يادې ټولنې وياند عرفان الله شرفزوی ویلي، چې نوموړی به د دې سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د ملي ټولنو او خیریه بنسټونو له استازو سره وګوري.

د شرفزوی په وينا د یاد سفر په پلان شویو لیدنو کې به نوموړی له ګډونوالو سره د افغانانو بشري ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي او د ګډو همکاریو د غوښتنې ترڅنګ به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان له بېوزله وګړو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو غوښتنې شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو له افغانستان سره د بودیجې د کميدو له امله، د بشري مرستو د کمیدو خبر ورکړی.

له دې سره، په افغانستان کې د بشري ناورین د شدت خبرونه هم ورکول کیږي، چې طالب چارواکي یې ځینې وخت تاییدوي او ځینې وخت یې له واقعیت څخه ډېر تبلیغات بولي.

1 COMMENT

  1. دا مردار خو هلته تللی چې په یوه سترګه ړوند دی او دزړه د رحم په اساس ددوی په عقیده خیرات را ټول کړي خو په خپل هیواد کې دزړه رحم په ښځو نه لري او له تعلیمه یې بندې کړې ! ملا جاهل نه غیرت لري نه شرم !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب