پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د مځکې له تودوښې د انرژۍ تولید

د مځکې له تودوښې د انرژۍ تولید

تاند- په امریکا کې د ټکنالوژۍ یوه کمپنۍ بریالۍ شوې چې د مځکې له تودوښې څخه ۳ اعشاریه ۵ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

فروو انرجي کمپنۍ وايي چې د نووادا ایالت په شمال کې یې په یوه ژور څاه کې دیرش ورځې د برېښنا تولید تجربه کړ او ویې ویل چې دا د مځکې له تودوښې څخه د برېښنا په تولید کې یو ریکارډ دی چې تر دې پخوا دومره برېښنا له دې لارې چا نه وه ترلاسه کړې.

یو میکاواټ برېښنا ۷۵۰ کورونو ته پوره برېښنا ورکولی شي.

اټکل کېږي چې فروو انرجي کمپنۍ د خپلې پروژې برېښنا سږ کال د امریکا د برېښنا له عمومي شبکې سره وصل کړي.

له دې برېښنا څخه به په ځانګړي ډول د ګوګل د دیټا د مرکزونو او د نوودا ایالت ځینو نورو مهمو تاسیساتو لپاره کار واخیستل شي.

ګوګل او فروو انرجي شرکت په ۲۰۲۱ م کال یوه موافقه لاسلیک کړه چې د مځکې له تودوښې برېښنا تولید کړي.

دا لومړی ځل دی چې د مځکې له تودوښې دومره برېښنا تولیدیږي چې سوداګري ارزښت ولري.

څېړونکي له ۱۹۷۰ یمې میلادي لسیزې راهیسې هڅه کوي چې د مځکې له تودوښې انرژي ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب