پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو: د ناټو په پاتې شویو وسلو او تجهیزاتو زموږ خلاف...

بلاول بوټو: د ناټو په پاتې شویو وسلو او تجهیزاتو زموږ خلاف جنګ کیږي

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۱۱ مه )  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو پاکستان ضدو ډلو د موجودیت د ادعاوو په دوام دا ځل ویلي، چې په سیمه کې د ناټو د پاتې وسلو او تجهیزاتو په وسیله د دوی خلاف بریدونه کیږي.

نوموړي په مشخص ډول نه دي ویلي، چې پاکستان کې وروستۍ نا امنۍ له افغانستانه سمبالېږي، خو مخکې یې ملکي او پوځي چارواکو دا ډول تورونه ډېر پورې کړي.

هغه تورونه، چې په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم رد کړي دي.

د طالبانو چارواکو ویلي، چې پاکستان دې د خپل امنیت ساتنه خپله وکړي او پر دوی دې بې ځایه تورونه نه پورې کوي.

څو ورځې مخکې د پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د جمعیت علمای اسلام پر یوې غونډې ځانمرګی برید وشو، چې لږ ترلږه ۵۰ تنه یې مړه او تر ۲۰۰ نور یې ټپيان کړل.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخېستی دی.

د پاکستان تحریک طالبان، چې پاکستاني چارواکو یې په افغانستان کې د خوندي پناه ځایونو او مجهزو وسلو ته د لاسرسي ادعا لرله، دغه برید غندلی دی.

3 COMMENTS

  1. د ځینې هیوادونه لکه امریکا او ناټو شریک هیوادونه هم رښتیا وایې او زموږ سیاسیون هم ویده دي ورته نه وایې چې آی ظالمانو چې کله ناټو دلته وو اود اشرف غنی برحاله دولت وو امریکا زیاتره نظامی وسایل تاسو ته درکړل چې پدې باندې د غنی دولت او افغان ولس غبرګون هم وښود مګر امریکا تاسو ته درکړل هغه تاسو څه کړل،

  2. د پنجابیانو او سندیانو دغه ټوله دوکه او جعل کاري د خوشحال خان خټک په دغه بيت کې خلاصه کولی شو:
    :
    هم مې ووژنــــي په خپــــــلـــه، هم په ما بــاندې ژړا کــــــا
    څه ښه يار دی ښه يې مينه، وژل هسې شيون هسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب