پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ۲کلن ماشوم وژل؛ خوست کې « انسان تښتونکې کورنۍ» نیول شوې

د ۲کلن ماشوم وژل؛ خوست کې « انسان تښتونکې کورنۍ» نیول شوې

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۱۱ مه )  د خوست په مرکز متون ښار کې د محمد په نوم د یوه ۲ کلن ماشوم د وژلو او تښتولو په تور د یوې کورنۍ د ټولو غړو د نیول کیدو خبر ورکړل شوی.

د طالبانو د پولیسو سیمه ییز ویاند مستغر ګربز ویلي، چې تورنې کورنۍ د تښتولي ماشوم له کورنۍ ۱۱ زره ډالره غوښتي وو.

سرچینه زیاتوي، چې دغې کورنۍ د یادو پیسو د نه ترلاسه کولو له امله یاد شوی ماشوم وژلی او جسد یې د همدغې کورنۍ په کور کې ترلاسه شوی.

د ورته پېښو دلیل د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ناورین زیاتوالی بلل شوی.

په وروستیو کې له مختلفو سیمو د ورته پېښو خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...