دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ورک سوي احساسات مو بیا څنګه راپیدا کړو؟

ورک سوي احساسات مو بیا څنګه راپیدا کړو؟

ژباړه: سیف الله هلمند

لنډه خو د مفهومه ډکه ژباړه.

ایا ځان ورک احساسوئ؟ په دې فکر کي یاست چي خپل ځان یو ځل بیا څنګه راپورته کړئ؟

د ژوند په کړېدلو ورځو کي خپل ځان بیا راپورته کول، کېدای سي، په هغه شېبه کي ناممکن درته مالوم سي، ځکه ستاسو دماغ په همدې شېبه کي یو ځواب غواړي. زما څخه خپل ځان ورک دی، په داسي حالاتو کي د ناهیلی تله یوه اندازه درنه وي، که تاسو باور کوی او که نه، خو دلته حتمآ یوه هیله سته، چي تاسو بېرته خپل ځان پيدا کړی.

په سختو ورځو کي بایللي احساسات بیا پیداکول، ستاسو ژوند ته بدلون ورکوي.

د ځان بیا پيداکول ممکن دومره هم ساده نه وي لکه تاسو چي فکر کوی، خو ددې درک کول، چي تاسو خپل احساسات او ځان بایللی دی واقعآ ښه خبره  ده، ځکه دا داسي ده لکه د یو ناروغ د ناروغی اصلي سبب چي پیداکړې، نو تاسو هم د خپلي ناروغۍ سبب پيدا کړیدی او اوس يي تداوي کوی، چي دا معمولآ سخت کار نه دی.

ولي ځان ورک احساسوی؟

په ساده الفاظو د خپل ځان بیا پيداکول دا مانا لري، چي تاسو خپل طبعي وړتیاوي، ځواک او پر ځان باور لاسته راوړی.

کېدای سي بیخي ډېر سببونه ولری، چي خپل ځانته ووایاست ورک یم.

ځان درته نهیلی ښکاري؟ ورځني کارو کي لټ یاست؟ تاسو غواړی دځان څخه څه جوړ کړی؟ غواړی هغه څه وکړی، چي نور يي درڅخه غواړي؟ غواړی خپل شخصیت مو د نورو په خوښه جوړ کړی؟ ایا د ټولني او شاوخوا د خلکو څخه ډاریږی چي څه به وايي؟ څه به وسي او داسي نور…

که تاسو رښتیا هم د نورو خلکو د خبرو ښکار یاست، چي کيدای سي دا خبره دهغې ټولنۍ وي، چي تاسو ژوند پکښي کوی، شاید د ځینو ملګرو د بېځایه نظریاتو او یا نورو بیځایه کلتورونو ښکار سوي یاست، که چيري تاسو خپل ځان د پورته مواردو په وجه بایللی وي او یا هغه څه چي تاسو يي غواړی وې کړی، خو د بل شخص د غوښتنې پر بنسټ يي نه کوی، نو تاسو د ځان سره ښکاره ظلم کړیدی، پښتو کي موږ او تاسو وایو (تاوان چي پر هرځای راوګرځي بیا هم ګټه ده). سر د دهمدې شېبې څخه د ځان راژوندي کولو او ګټلو هڅي وکړئ، ترڅو چي تاسو خپل ځان پر پښو نه وي  درولی، د بل هیڅ چا سره مرسته نه سی کولای او حتی که زیات کمزوري یاست د ټولني او حتا د خپل کورنۍ د اوږو بار به یاست.

ولي د ځان پيدا کول مهم دي؟

د ځان په پيداکولو کي تر ټولو زیات مهم اړخ ډسپلین دی، تاسو باید ځان مجبور کړی، ترڅو ډیسپلین مراعت کړی او دا کار هر سهار چي د خوبه ولاړیږی، د خپلي بسترې د ټولولو څخه راپیل کړی.

 کله، چي تاسو خپل ځان پيداکوی، هغه څه ترلاسه کوی، چي تاسو په بشپړه توګه خوشحالوي، نه په نیمګړۍ توګه او کله چي تاسو خوشحالي ترلاسه کړه، تاسو د خپل ژوند ټولو موخو ته رسیږی.

 زه باوري یم، چي تاسو يي کولای سی

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب