Homeخبرونهاشرف غني: عاشورا باید د بېلتون نه، د پیوستون نښه وي

اشرف غني: عاشورا باید د بېلتون نه، د پیوستون نښه وي

تاند: ( جمعه، د زمري ۶ مه ) د افغانستان وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د عاشورا ورځې د نمانځنې په مناسبت له افغانانو غوښتي، چې دغه ورځ یې باید د بېلتون پر ځای د پیوستون نښه وي.

نوموړي په دې اړه خپل پيغام کې زیاته کړې، چې د دې ورځې د نمانځنې لپاره باید د تاریخي شېبو حساسیت درک شي.

هغه په دغه پيغام کې د افغانستان پر روان وضعیت کوم څرګند نظر نه دی ورکړی، خو پيغام یې په داسې مهال خپور شوی، چې د طالبانو رژیم د امنیتي اندېښنو له امله د عاشورا ورځې د نمانځنې لپاره ځينې محدودیتونه وضع کړي.

د طالبانو مخالفانو دغه محدودیتونه د مذهبي ازادیو د نقض هڅه ګڼلې او د طالبانو خلاف یې تورونه لګولي.

یو شمېر افغان شیعه علماوو له طالبانو د محدودیتونو د لرې کولو او ځينو نورو له خپلو خلکو د امنیتي اندېښنو د نظر کې نیولو غوښتنه کړې ده.

مخکې کلونو کې د عاشورا مراسم څو ځله د خونړیو بریدونو هدف ګرځیدلی، چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...