پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په لوړو زده کړو کې د څېړنې اهمیت او د تقویت لارې...

په لوړو زده کړو کې د څېړنې اهمیت او د تقویت لارې چارې یې

پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

لنډيز 

په دې مقاله کې د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې پر اهمیت او د تقویت پر لارو چارو یې بحث شوی دی، خو د دې مقالې د ستونزو ساحه لویه ده او د حللارو ښودل یې هم په یوې مقالې کې نه شي وړاندې کېدی.

په دې لیکنه کې د څېړنې حقیقت بیان شوی دی، بیا د افغانستان څېړنې ارزیابي شوي دي چې آیا د څېړنې د بېلابېلو پېژندنو په پام کې نیولو سره تر سره شوې څېړنې او تر سره کېدونکې څېړنې برابري کولی شي او کنه؟ د ستونزو له ښودلو وروسته یې د حللارې ښودې شوي دي. 

د دې لیکنې ارزښت دا دی چې د څېړنې ستونزې ښودل شوي او حللارې یې په ګوته شوي. د کتابتوني څېړنیز ډول او د تحلیلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده او پایله دې داسې ښودل شوې چې د څېړنې په چوکاټ کې ستونزې شته خو حللاره یې په مقاله کې ښودل شوې ده.

آر وييونه: څېړنه، ستونزې، تقویت، حللارې، حقیقت، واقعیت.

سریزه

د نړۍ د پرمختګ یوازینی لامل په څېړنې پوهاوی دی، څېړنې دقیق کول دي، له څېړنو ګټه اخیستل دی. څېړنه له ځان څخه پیل کېږي په جهان پای ته رسېږي؛ یعنې د ټولو کایناتو د تسخیر لپاره یو مسلمان ته اړتیا ده چې تحقیق له ځان څخه پیل کړي.

د نړۍ په کچه او په افغانستان کې د څېړنې په اړه د کار کولو او خدمت کولو یوازینی اصلي ځای د لوړو زده کړو وزارت دی، سره له دې چې دا د یو هېواد کار دی او هر وزارت پکې رغنده رول درلودی شي، خو ډېر مسؤلیت د لوړو زده کړو وزارت ته راجع دی.

په دې مقاله کې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د څېړنو ستونزې ښودل شوي، د تقویت لارې چارې یې په ګوته شوي او حللارې یې ښودل شوي دي، خو بیا د دې خبرې یادونه کوم چې په یوې لنډې مقالې کې ټولې ستونزې نه ښودل کېږي او نه یې د حللارې وړاندې کېدی شي. 

د څېړنې ستونزې

۱. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې څیړنیزې پروژې ځينې ستونزې لري، باید ورته د حللارې ولټول شي.

۲. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې څېړنې د هېواد او نړۍ په کچه ستونزې حلولې نه شي، لاملونه یې څه دي او حللارې یې کومې دي.

۳. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې مونوګرافونه، تیزسسونه، ډیزرټیشنونه او داسې نور اثار ډېر لږ علمي بنسټ لري، په اړه یې څه کول پکار دي.

۴. د لوړو زده کړو وزارت د سابقې په پام کې نیولو سره ډېرو استادانو علمي رتبې تر لاسه کړي دي او په دوی کې ډېر تحصیلي اسناد (ماسټري او دوکتورا) لري. دوی باید په ښو موضوعاتو کار وکړي او اثار یې چاپ شي، که دا کار وشي نن به مو د نړۍ په کچه ډېر اثار درلوده، په دې اړه څه کول پکار دي چې استادان په ښو موضوعګانو کار وکړي او اثار یې چاپ شي، چې د سیمې په کچه علمي مواد ولرو.

د څېړنې پوښتنې

۱. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې څېړنیزې پروژې ستونزې لري او کنه؟

۲. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې څېړنې د هېواد او نړۍ په کچه ستونزې حلولی شي او کنه؟

۳. د هېواد په کچه مونوګرافونه، تیزسسونه، ډیزرټېشنونه او نور علمي اثار د څېړنې د نوو آرونو په پام کې نیولو سره په کومه کچه علمي بنسټ لري؟

۴. د لوړو زده کړو وزارت د سابقې په پام کې نیولو سره، ډېرو استادانو علمي رتبې تر لاسه کړي دي او په دوی کې ډېر تحصیلي اسناد هم لري، دغه اثار چاپ شوي دي او کنه؟ که چاپ شوي نه دي، ولې؟

د څېړنې مخینه

د موضوع په پام کې نیولو سره، په دې موضوع ډېرې څېړنې نه دي تر سره شوي. د څېړنې په اثارو او ځینو مقالو کې ورته اشارې شوې دي، خو یوه داسې څېړنه چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د څېړنې ستونزې حل کړي او د پیاوړتیا لارې چارې یې ښودل شوي وي، زه ورسره مخامخ نه شوم.

د څېړنې په اړه په لسګونو کتابونه په پښتو، فارسي ـ دري، انګلیسي او په داسې نورو ژبو شته، که چېرې دا ولوستل شي او علمي څېړنه په عملي ډول تر سره شي، نو په راتلونکي کې به ښې څېړنې ولرو. 

د څېړنې مېتود

په دې مقالې کې له ځینو کتابونو څخه ګټه اخیستل شوې ده؛ یعنې د څېړنې ډول کتابتوني دي او مېتود یې تحلیلي دی؛ یعنې د لیکوال خپل تحلیل پکې وړاندې شوی دی.

اصلي موضوع

د نړۍ د پرمختګ یو لامل علمي او ساینسـي څېړنې دي او دغه پرمختګ او کړنې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې تر سره کېږي، زما موخه دلته دا ده چې هره څېړنه چې شوې ده، د څېړونکي بنسټ په پوهنتون کې جوړ شوی دی او آن تر دې چې د نړۍ لوی او نامتو پوهنتونونه د هېواد او نړۍ په کچه پروژې اخلي او له عاید څخه یې هېواد او د پوهنتون په رغونې کې مرسته کوي، چې ښه بېلګه یې اکسفورد او داسې نور پوهنتونونه دي. 

په وروسته پاتې او غریبو هېوادونو کې د څېړنې کچه ټیټه وي، دغه ستونزې په لسګونو لاملونه لري. داسې هېوادونه ډېر وخت د پرمختللو هېوادونو له څېړنو ګټه اخلي، خو د هر هېواد وګړی او انسان حق لري چې له ځانه څېړنه پیل کړي او د نړۍ کاینات تسخیر کړي. 

الله تعالی انسان ته لارښوونه کوي چې فکر وکړي او د عقل او عقلانیت امتیاز یې یوازې انسان ته ورکړی دی، کاینات یې انسان ته پیدا کړي دي چې انسان باید ترې ګټه واخلي، دغه ګټه اخیستل د څېړنې په وسیله تر سره کېږي چې د عقل په وسیله دغه عمل د لوړتیا پوړۍ ته رسېدلی شي، نو ځکه الله تعالی هغه انسان محکوموي چې له خپل عقل څخه کار نه اخلي او پوهه نه تر لاسه کوي.

په دې مقاله کې کوښښ شوی دی چې په عمومي ډول د ټولو څېړنو په اړه او په ځانګړي ډول د ټولنیزو علومو د څېړنو په اړه دغه څېړنه تر سره کړو او د پوښتنو او ستونزو په پام کې نیولو سره یې د حللارې وښیو.

د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، ستونزې او حللارې

زموږ څېړنې نوې خبرې لږې لري او تر اوسه پورې په دې توانیدلي نه یو چې د څېړنې د تر سره کولو په برخه کې ستونزې مشخص کړو او د حللارو وړاندیزونه یې وکړو. که چېرې یو څېړونکی پیدا شي او د ستونزو د حل په موخه څېړنه تر سره کړي، د هېواد په کچه ورته زمینه سازي نه کېږي، د بېلګې په ډول زه یوه څېړنه په خپلو امکاناتو تر سره کوم، آیا داسې یوه اداره شته چې هغه چاپ کړي؟ آیا داسې یوه اداره شته چې د سمې او ناسمې څېړنې توپير وکړي؟ آیا داسې یوه اداره شته چې په ښې څېړنې څېړونکی وهڅوي او په مادي او معنوي ډول وستایل شي؟ آیا داسې یوه اداره شته چې د علمي او پوهنیزو خلکو داسې ستاینه وکړي، څنګه چې یې نړۍ ستاینه کوي؟ د دې ټولو پوښتنو په پام کې نیولو سره او په لسګونو داسې نورو پوښتنو مطرح کولو څخه وروسته دې پایلې ته رسېږو چې څېړنه د لوړو زده کړو وزارت نه علاوه د نورو وزارتونو په ګډه همکارۍ پرمختګ کوي او دا یوه داسې علمي پالیسي غواړي، لکه څنګه چې یې نوره نړۍ لري.

څېړنې د اقتصاد، سیاست، فرهنګ، علم او له داسې نورو مسایلو سره اړیکه لري، د لوړو زده کړو وزارت باید په دې برخه کې له دقت څخه کار واخلي.

هر کال د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ډېرې علمي پروژې تر سره کېږي، خو د دې پروژو څخه ډېره ګټه نه اخیستل کېږي، لاملونه یې په څېړنې ښه نه پوهاوی او په لسګونو داسې نور مسایل دي. د څېړنې مضمون باید په تیوري او عملي ډول له مکتبونو څخه پیل شي، د بېلګې په ډول په لسم، یوولسم او دولسم ټولګې کې د څېړنې په اړه ابتدايي او عملي کړنې تر سره شي او په لیسانس کې هم څو سمستره ولوستل شي، په ماسټرۍ کې هم ولوستل شي، نو کله چې د دوکتورا سکالران او داسې نور پوهان د وزارت په چوکاټ کې څېړنه تر سره کوي، دوی به له ټولو اصولو سره اشنا وي. په لندن کې د څېړنې په اړه ماخذ ښودنه او داسې نور مسایل په پینځم ټولګي کې ښودل کېږي، خو په وروسته پاتې هېوادونو کې ماسټران پرې نه پوهېږي، د لاملونو بنسټ یې د هر کس لپاره ډېره پخوانۍ علمي سابقه لري؛ یعنې که یو څوک په څېړنه نه پوهېږي، لامل یې دا دی چې په مکتب او پوهنتون کې ورته ښودل شوي نه دي. که چېرې موږ په ساینسي علومو کې ډېرې ښې څېړنې کولی نه شو، چې لاملونه یې په لسګونو دي، خو په ټولنیزو علومو، لکه: تاریخ، فرهنګ، پښتو ژبه او ادبیات او داسې نورو علومو کې د څېړنې اصلي مواد او ځای زموږ خپل هېواد دی، که نړۍ غواړي چې زموږ په فرهنګ، تاریخ او ژبو څېړنه وکړي، د دوی لپاره اصلي او بنسټیز مواد موږ ورکولی شو، خو متأسفانه چې زموږ څېړنې په دې برخه کې هم په نشت حساب دي، زموږ د دې برخې اثار او لیکنې که په ګوګل کې ولټوئ او یا یې په انسایکلوپیډیاوو کې وګورئ، د ډېر خپګان او د کمترۍ احساس به وکړئ چې په لر او بر په میلونونو پښتنو ژبه په علمي ډګر کې څومره غریبه او بېچاره ده. 

د لوړو زده کړو وزارت باید د نورو وزارت په هماهنګۍ سره د پښتو ژبې ټول اثار او لیکنې ډیجیټلي کړي؛ د بېلګې په ډول د پښتو ژبې د شاعرانو کلیاتو په چاپي بڼه نه پیدا کېږي او نه په انټرنیټ کې شته، دا یو اسانه چاره ده چې د پښتو ژبې ټول علمي اثار او د شاعرانو اثار ژر تر ژره په آن لاین ډول ګټې ته وړاندې شي او د نړۍ په هر ځای کې تر لاسه شي.

د لوړو زده کړو وزارت باید هر کال په سلګونو هغه اثار چاپ کړي چې علمي بنسټ لري او پښتو ژبې ته پکارېږي. د کتاب په چاپ باندې ډېر مصرف نه راځي، کېدای شي چې همدا کتابونه بېرته په کتابپلورنځیو باندې خرڅ شي او پوهنتونونو ته ورکړل شي او محصلینو باندې د اړتیا پر بنسټ وپلورل شي.

د پوهنتونونو کتابخانې باید لویې شي، له کتابخانو څخه د استادانو ګټه اخیستل او محصلانو ته لارښوونه کول چې کتابخانو ته لاړ شي او کتابونه پکې ولوستل شي، په راتلونکو څېړنو خپلې اغېزې لري. هر پوهنتون باید ډیجیټلي کتابخانې ولري او محصلان ترې ګټه واخلي. څومره چې زه معلومات لرم، تر اوسه پورې د پوهنتونونو د کتابخانو د کتابونو د شمېر په برخه کې له ستونزو سره مخامخ یو، په کتابخانو کې د کتابونو شمېر دقیق نه دی، کله کله ترې کتابونه ورکېږي. له ځینو کتابخانو څخه د ځینو سیاسي ستونزو له امله د یوې خاصې ژبې کتابونه ورکېږي، په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت دنده لري چې کتابخانې تقویه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې ریاست او د افغانستان د پوهنتونونو د څېړنې د مسؤولینو تر منځ باید هماهنګي موجوده وي چې څنګه څېړنیزو کارونو ته پرمختګ ورکړي او څنګه کولی شي چې په دې برخه کې کار وکړي. هر پوهنتون مکلف دی چې باید د څېړنې په برخه کې له هغو لارو چارو کار واخلي چې څېړنې پرې د لوړتیا درجې ته رسېدلی شي. 

د یوې بلې پوښتنې په ډول چې په څېړنې کې تر سره شوې ده، هغه دا ده چې د پښتو ژبې څېړنې د هېواد کومې ستونزې حل کړي دي او د نړۍ په کچه کومې ستونزې حلولی شي؟

د لوړو زده کړو وزارت دا دنده لري چې د پوهنتون استادانو ته په هغو څېړنو د تر سره کولو اجازه ورکړي چې د هېواد او د نړۍ ستونزې حلولی وشي، که چېرې په داسې موضوعاتو څېړنې تر سره کېدلی، نو نن به له دومره ډېرو ستونزو سره مخامخ نه وو. هره څېړنه چې تر سره کېږي، باید د ستونزې د حل په موخه تر سره شي، نه دا چې یوازې د علمي رتبې د تر لاسه کولو او یا یوازې د تحصیلي اسنادو د تر لاسه کولو لپاره یوه داسې کار وشي چې د شکل او معنا له مخې د څېړنې له اصولو سره برابر نه وي او نه د چاپیریال کومه ستونزه حل کړي، بیا هم دا خبره کوم، که په ساینسي علومو کې د ښې څېړنې امکانات نه لرو، خو برعکس د ټولنیزو علومو په برخه کې لکه، فرهنګ، تاریخ، ژبې او ادبیاتو په برخه کې باید نړۍ زموږ له څېړنو ګټه واخلي او آن تر دې چې نړۍ باید په دې برخه کې زموږ هېواد کې زده کړې وکړي.

په دې برخه کې یوه اړینه خبره دا ده چې پوهنتونونو کې په ټولو علمي اصولو برابر ماسټريګانې او دوکتوراې پیل شي، د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره په هر پوهنتون کې یوه بېله اداره موجود وي، د افغانستان پوهنتونونو کې له هغو استادانو څخه ګټه واخیستل شي چې محصلان ورنه خوښ وي او په علمي اصولو برابر وي. ټول هغه استادان چې په ولایتي پوهنتونونو کې استادان دي او د دوکتورا اسناد لري او په عین وخت لایقه خلک دي، باید په مرکزي پوهنتونونو کې ترې په ماسټرۍ او دوکتورا کې ګټه واخیستل شي.

زموږ څېړنې هغه وخت د هېواد او نړۍ ستونزې حلولی شي چې د افغانستان استادان له څېړنې سره اشنا وي، له څېړنې سره مینه ولري، د څېړنې د تر سره کولو لپاره هر ورځ په سلګونو مخه مطالعه وکړي، د نړۍ له نورو څېړونکو سره اړیکه ولري، د نړۍ له نورو څېړونکو زده کړه وکړي، د نړۍ له څېړونکو سره علمي سالم رقابت وکړي او په لسګونو داسې نورې خبرې د دوی لپاره اړینې دي.

که د افغانستان هر استاد په کال کې يو ښه اثر ولیکي او څلور ښې مقالې ولیکي، نو په لسو کلونو کې به د نړۍ په کچه علمي مواد ولرو، خو په یو شرط چې د دوی اثار چاپ شي او انټرنیټ ته پورته شي. د څېړنېزو کارونو پرمختګ یوازې د لوړو زده کړو وزارت کار نه دی، خو د ټولو لوی مسؤولیت دوی ته مخامخ دی، دوی کولی شي چې له نورو وزارتونو ګټه واخلي او څېړنې ته پرمختګ ورکړي.

ما یو میاشت مخکې لوړو زده کړو وزارت ته (د څېړنو پرمختګ او د مافوق الیسانس) په اړه دوه پروپوزلې ورکړې، هلته په دې اړه ډېرې مفصلې خبرې شته، که وزارت وغواړي، زه کولی شم چې دغه مسایل په شفاهي ډول له دوی سره شریک کړم. دا یوه لویه ستونزه ده چې په یوې مقالې کې یې وړاندې کول او حللارې یې په ګوته کول یوه ستونزمنه موضوع ده.

د افغانستان ستونزې، د نړۍ ستونزې دي او د نړۍ د انسانیت ستونزې دي، تر اوسه پورې زموږ په څېړنو کې داسې څېړنه به نه وي او یا به په نشت حساب وي چې د نورو نړیو ژبو ژباړلي وي او دوی ترې ګټه اخیستي وي، موږ هر کال په سلګونو کتابونه له نورو ژبو ژباړو، زموږ د ژبې څومره کتابونه وژباړل شول؟ زموږ د ژبې څومره څېړنې د نړۍ ستونزې حلولی شي؟ موږ له نړۍ سره کومه علمي اړیکه لرو؟ آیا زموږ څېړنې د نړۍ له څېړنو سره رقابت کولی شي او کنه؟ آیا نړۍ زموږ څېړنو ته اړتیا لري او کنه؟ په همدې ډول که په سلګونو نورې پوښتنې هم وکړو، پایله به مو منفي وي، لاملونه یې د ښو څېړنو نه تر سره کول دي او په لسګونو داسې نور لاملونه دي.

یوه بله پوښته چې غواړم ځواب یې کړم، هغه دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې زموږ څومره مونوګرافونه، تیزسسونه او ډیزرټېشنونه علمي بنسټ لري، هغه استادان چې ترفیع کوي، د دوی شمېر څومره دی؟ ولې دغه اثار نه چاپېږي؟ او داسې نورې پوښتنې ځوابول غواړم.

په افغانستان کې د مونوګرافونو علمي بنسټ ډېر کمزوری دی؛ یعنې په فیصدي ډول درې فیصده هم داسې مونوګرافونه نشته چې هغه دې ښه څېړنه وي، لاملونه یې دا دي چې محصلان په څېړنه نه پوهېږي، لارښود ورته ښه لارښوونه کولی نه شي. هر کال په زرګونو مونوګرافونه لیکل کېږي، په دوی کې ډېره برخه نور خلک د پیسو په مقابل کې لیکي. په افغانستان کې یو مونوګراف په لسګونو ځل د بېلابېلو محصلانو په نوم ارزیابي کېږي، نو د داسې مونوګرافونو لیکل څه مانا لري. د مونوګرافونود لیکلو لپاره دې یو داسې سافټویر جوړ شي چې د هر محصل لیکل شوی مونوګراف له نورو سره توپیر ولري. د تیزسسونو او ډيزرټیشنونو لپاره یو داسې سافټویر ته اړتیا لیدل کېږي چې سرقه او پلیجریزم یې معلوم کړي. هر کال په لسګونو تیزسسونه لیکل کېږي، خو نه چاپېږي، په همدې ډول د دوکتورا اثار هم د یادونې وړ دي او د پوهنتون د استادانو علمي رتبې هم باید معلوم شي چې په دې کې سرقه شته او کنه؟؛ یعنې د مونوګرافونو څخه نیولی د دوکتورا تر تحصیلي اثارو پورې او له پوهنیار څخه تر پوهاندۍ پورې اثار باید د څېړنې د اصولو په پام کې نیولو سره داسې څېړنې وي چې د هېواد او نړۍ په درد دوا شي او د هېواد او نړۍ ستونزې حل کړي.

که چېرې په یوې ښې موضوع باندې څېړنه تر سره کېږي او په هېواد او نړۍ کې ستونزې حلولی شي، نو د داسې اثارو چاپول او د څېړونکو ستاینه یې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت دنده ده. لوړو زده کړو وزارت باید په دې کار وکړي او یو داسې طرز العمل ولري چې د کال ښه څېړونکی غوره کړي، د هر پوهنتون د کال ښه څېړونکی باید غوره شي. وزارت باید هر کال په سلګونو هغه اثار چاپ کړي چې علمي او اکاډمیک وي او د نړۍ په نورو ژبو وژباړل شي. د ښه څېړونکو ستاینه او د دوی هڅول کولی شي چې په هېواد کې نور ښه څېړونکی پیدا کړو.

په لوړو زده کړو وزارت کې د څېړنې تقویت لارې چارې 

د لوړو زده وزارت باید د وزارت په کچه د څېړنې او ژباړې یو پیاوړی ریاست ولري، دغه ریاست باید د پوهنتونونو د څېړنو له امریتونو سره نېغه اړیکه ولري. دوی باید یو ژمن ټیم وي چې د څېړنې په برخه کې کار وکړي. دغه کسان باید هغه څوک وي چې په افغانستان کې له ټولو څخه د څېړنې په اړه ډېر معلومات ولري او د څېړنې په اړه سابقه هم ولري، که سابقه ونه لري، کومه ستونزه نشته، خو چې په څېړنې پوه وي. دغه ریاست باید بودیجه ولري چې د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلي. په دې اړه یو څو لارښوونې په دې ډول دي:

۱. په وزارت کې د یوې سټډیو درلودل او د هر ډول څېړنیزو ستونزو د حل په موخه د ویديويې درسونو ثبتول، په سي ډي کې اچول، په آن لاین شکل د وزارت په چوکاټ کې یو ادرس جوړول او هلته د دغو درسونو اچول.

۲. د علمي مقالې لیکنې، مونوګراف لیکنې، تېزس لیکنې، ډیزرټېشن لیکنې، څېړنیز کتاب لیکنې او د تالیفي اثارو په برخه کې آن لاین درسونه برابرول او ثبتول.

۳. د علمي مقالې، مونوګراف، تېزس، ډیزرټېشن، څېړنیز اثر او تالیفي اثارو د لیکنې په برخه کې بېلابېل طرز العملونه برابرول چې د شکلي او معنوي جوړښت له مخې د هرې برخې وضاحت پکې موجود وي او هر پوهنتون ته یې لیږل او عملي کول.

۴. د هر ډول علمي (له پوهنیار څخه تر پوهاندۍ پورې) او هر ډول تحصیلي (له لیسانس څخه تر پوست دوکتورا پورې) د کنفرانسونو د وړاندې کولو طرز العمل برابرول او په پوهنتونونو کې یې عملي کول اړین دي. د دغو کنفرانسونو په برخه کې د هر ډول تحصیلي او علمي رتبو د لاسته راوړلو لپاره د وړاندې کولو وخت معلومول او د هرې علمې رتبې او تحصلي اسنادو په برخه کې طرز العمل برابرول.

الف. د مونوګراف موضوع په سلایډونو کې څنګه وړاندې شي او د کوم شکلي او معنوي جوړښت له مخې ولیکل شي.

 ب. د دوکتورا موضوع د شکلي او معنوي جوړښت له مخې کوم سلایډونه ولري او د شکلي او معنوي جوړښت له مخې څنګه ولیکل شي.

۵. په هر پوهنتون کې د څېړنې د بېلابېلو خواوو په اړه استادانو او محصلانو ته کنفرانسونه ورکول.

۶. په نړیوالو ژورنالونو کې د  مقاله لیکنې او خپرونې په اړه استادانو ته علمي کنفرانسونه ورکول.

۷. د وزارت په کچه یو آن لاین سایډ جوړول چې د افغانستان د پوهنتونونو استادانو د دوکتورا او  ماسټرۍ اثار پکې واچول شي.

۸. د استادانو ټولې علمي مقالې باید په یو سایډ کې واچول شي او خوندي وي چې هر څوک ترې ګټه اخیستلی وشي. 

د څېړنې موندنې

۱. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې له مونوګرافونو څخه نیولی د دوکتورا تر ډیزرټېشن پورې څېړنې ستونزې لري. حللارې یې په مقاله کې ښودل شوي دي.

۲. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې له پوهنیار څخه تر پوهاندۍ پورې اثار باید د هرې برخې ستونزې حل کړي، باید چاپ شي او د اړتیا پر بنسټ څېړنه وشي، چې ډېرې څېړنې په دغه معیار نه دی. باید څه وشي، حل لارې یې ښودل شوي. 

پایله

د دې مقالې پایله دا شوه چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې څېړنې ته دقت پکار دی، که د تحصیلي اسنادو(مونوګراف، تیزس او ډیزرټېشن) او که د علمي رتبو د لاسته راوړلو په وخت کې (پوهنیار، پوهنمل، پوهندوی، پوهنوال او پوهاند) وي.

د څېړنې د پیاوړتیا لپاره له مکتبونو څخه د څېړنې په اړه پوهاوی اړین دی؛ یعنې په لسم، یوولسم او دولسم ټولګي کې د څېړنې په اړه درسونه راتلونکي څېړنیزې ستونزې حلولی شي. همدارنګه په لیسانس او ماسټرۍ کې هم د څېړنې په اړه درسونه او نورې لارښونې د څېړنې د پیاوړتیا لامل ګرځي. باید د اړتیا پر بنسټ څېړنې تر سره شي. څېړنې باید د هېواد او نړۍ په کچه ستونزې حل کړي. 

مناقشه

د لوړو زده کړو وزات په چوکاټ کې د څېړنې اهمیت او د تقویت لارې چارې مقاله که عملي خوا پیدا کړي، ډېرې ستونزې حلولی شي. د دې لیکنې د لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره له بلې داسې مقالې او لیکنې سره مخامخ نه شوم چې د هغې کار پایله او لاسته راوړنه له خپل کار سره مقایسه کړم. په څینو اثارو کې د څېړنې د تقویت په اړه خبرې شته، خو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت په دایره کې د څېړنو پرمختګ، ارزښت، ستونزې، حللارې او داسې نورې خبرې ما په نورو لیکنو کې ونه لیده او یا به ورسره زه مخامخ شوی نه اوسم. 

د څېړنې د ارزښت په پام کې نیولو سره په څېړنې پوهاوی، په څېړنیزو کارونو عملي کار کول، په هېواد کې د څېړنو په اړه بودیجه، څېړونکو ته ارزښت ورکول، د هېواد او پوهنتونونو په کچه د ښه څېړونکي ستاینه د څېړنې په پرمختګ کې رغنده رول لري. 

ماخذونه

 باور، خلیل. (۲۰۱۲). د څېړنې لارښود. کوټه. بلوچستان یونورسټي.

روهي، محمد صدیق. (۱۳۸۵). د څېړنې بنسټونه او ډولونه (دویم چاپ). د محمد یوسف عمران او هدایت الله حافظ په اهتمام. کابل. د افغانستان د سیمیزو مطالعاتو مرکز.

هاشمي، سید اصغر. (۱۳۹۵). د تحقیق اصول. جلال اباد. هاشمي خپرندویه ټولنه.

هاشمي، سید اصغر. (۱۳۹۶). د څېړنې بنسټونه (درېیم چاپ). جلال اباد. هاشمي خپرندویه ټولنه.   


1 COMMENT

  1. هاشمي صاحب ته لا ډېرې بریاوې غواړو.
    واقعا د افغانستان پوهنتونونو ته یې ښې علمي لارښوونې کړيدي که عملي شي ، د هېواد علمي کدر به ډېره ګټه ترې واخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب