پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په ژوند کې له سختو ورځو سره څه ډول مبارزه وکړو /...

په ژوند کې له سختو ورځو سره څه ډول مبارزه وکړو / ژباړه: سیف الله هلمند

ژباړه: سیف الله هلمند

خپل تجربې څه ډول د خپل شخصي پرمختګ لپاره وکاروو!

ژوند کله هم سیده کرښه نه ده، چي پورته او کښته نه لري، موږ درې قدمه مخته اخلو او یو قدم بېرته شاته.

کله چي موږ ژوند کي د یوې څلور لارې سره مخ کيږو، کله سمه لار او کله ناسمه لار اخلو، کله بیا داسي فکر کوو چي ژوند بيخي ولاړ دی او موږ بیخي مخته نه ځو، په ځانکړې توګه کله چي په ژوند کي د سختو او کړېدلو ورځو څخه تیریږو.

ژوند د ریاضي د یوې سختي فورمولي په رقم ځانګړی فورمول نه لري، په دومره اسانی سره نه حلیږي لکه د ریاضي یوه سخته پوښتنه چي فورمول ته واچوي او ځواب ترلاسه کړې.

ژوند لکه یو حماسي ناول، هم توپان،  هم سخت باد، هم شخړي او هم پيچلي افسانې لري، په کوم کي چي اتل يي ته پخپله يي. دلته یواخي دوې لارۍ دي، چي نوموړي کیسه پای ومومی: وزغمه یا وده وکړه او یا هم قوي سه.

 د سمو او غښتلیو مهارتونو سره تاسو دا زده کوی، چي څنګه د کړېدلو او سختو ورځو څخه تیر سی.

اوس به پر یوڅو ځانکړیو لارښوونو بحث وکړو:

لومړی: خپل احساسات مو څرګند کړئ!‎‎‎

کله هم چي غمجن یا په ژور خفګان کي یاست احساسات مه پټوئ، ځکه هرڅه چي په یو ځای کي ساتي اخر هم یوه ورځ راځي، چي هغوی دخپله زوره انفجار کوي او خوریږي، خو پام مو وي، چي خپل احساسات تردې اندازې پټ نه کړئ، چي ستاسو ټوله سکون او ارامي واخلي، ځکه دا ستاسو د بریالیتوب او نه بریالیتوب جګړه ده او تاسو يي باید وګټئ.

کوښښ وکړئ، چي خپل احساسات ولیکئ، څرګند يي کړئ، ځانته اجازه ورکړئ، چي درک يي کړئ، ستاسو احساسات په څرګندولو سره ستاسو دماغ او فکر صفاکيږي، منفي او مضر عناصر يي خنثی کيږي، تاسو ته د بریالیتوب ور پرانیستل کيږي او درته ښودل کيږي، چي سختو ورځو ته څه ډول ماته ورکړی.

کله مو هم اوبه جوش کړي دي؟ که چیري متوجي سوي یاست، اوبه هغه وخت تر چاوجوشي(چي اوبه پکښې جوشیږي) تویږي کله چي يي زیاتي جوش کړی، یاني د برق یا اور په مرسته يي فشار زیاتیږي او په پایله کي اوبه تر چاوجوشي تویږي. په ژوند کي هم سختي او کړېدلي ورځي تاسو هغه وخت قوي او غښتلی کوي، کله چي د ستونزو او کړاونو څخه په بریالیتوب تیر سی. کله چي مو ژوند کي سختي ورځي راځي، د هغوی څخه د یو فرصت په توګه ګټنه وکړی او ځانته قناعت ورکړی، ځان باندي باور ولری چي تاسو يي کولای سی.

دویم:

پر هغه څه تمرکز وکړئ چي تاسو يي کنټرولوایسی.

هر هغه شخص چي د سختو ورځو څخه تیریږي، یو انتخاب لري: هغه دا چي پر کوم څه تمرکز وکړي؟ کيدایسي ډېر زیات موضوعات وي، چي کنټرول يي زموږ په وس پوره نه يي، هیڅ یو شخص پر هغه شي د تمرکز څخه څه نه دي ترلاسه کړي، چي کنټرول يي زموږ د توان څخه بهر وي، په داسي مسایلو تمرکز کول صرف خپل ځان په ژور خفګان اخته کول دي، د ځان تباه کول دي. تاسو باید د خپل ځان سره داسي پرېکړه وکړئ، چي یوازي پر هغه څه فوکس یا تمرکز وکړئ، چي تاسو يي کنټرول کولایسی. یو سپین کاغذ او قلم راواخلئ! پر یو مخ يي هغه څه ولیکئ، چي تاسو يي کنټرول کولایسی او پر بل مخ يي هغه څه ولیکئ، چي تاسو يي نه سی کنټرول کولای او پر هغه څه فوکس وکړئ، چي تاسو يي کنټرول کولایسی، پر کنټرولي مسایلو ستاسو وس رسیږي او خپل ستونزو ته یوه لاره پیداکولای سی او په پایله کي تاسو يو پياوړی او نه ماتیدونکی شخصیت جوړیږی، چي دا ستاسو د ژوند د ارمانو په ترلاسه کولو کي خورا مهم دی.

زه پر تاسو باور لرم، چي کولای يي سی!

2 COMMENTS

  1. دلته دری مهمه خبری دی
    اول دا چی افغانستان کښی ډیری مسلمانه او باحجابه ښځی شته چی د ښځو حقوق داسلام په چوکاټ کښی وغواړی او طالبی تنظیم هم باید د ښځو دحقوقو احترام ولری او یوه بی حجابه او له اسلام نه ناخبره نشی کولی چې د افغانستان دښځو نماینده ګی وکړی
    دوهم داچی د طالب نماینده دوحی ته دخبرو لپاره ځې او د دو مهمو ټکیو په باره کی خبری کوی طالب تر هغو چی د افغانستان خلکوته احترام ونلری او ټول دیو ملت په توګه ونه پیژنی او خپل لوی منافق خلکوته ښکاره نکړی باید له تور لست نه ونیستل شی
    دریم د افغان ملت شتمنی باید یو تنظیم ته ونه سپارل شی هغه دټول ملت حق ده او تر هغو پوری چی یو رسمی حکومت نوی راغلی هغه شتمنی باید دامانت په توګه وساتل شې او د شخصی او تنظیمی ادارو لاس کښی ورنکړی شی

  2. بخښنه غواړم چی زما لیکنه بیځایه نشر شوی ما د امیر د خبر په اساسی لیکنه کړی ده معذرت مو ومنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب