Homeخبرونهامریکا بیا د ټول شموله افغان حکومت او ښځینه حقونو غوښتنه وکړه

امریکا بیا د ټول شموله افغان حکومت او ښځینه حقونو غوښتنه وکړه

تاند: ( جمعه، د زمري ۶ مه )  د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت او ښځینه حقونو د تامین غوښتنه وکړه.

نوموړې، د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره تر خبرو وروسته ویلي چې پراخ بنسټه حکومت او د ښځو حقونه د افغانستان د اقتصادي ثبات، امنیت او سولې لپاره مهم دي.

امیري او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په دې وروستیو کې په استانه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له یوشمېر چارواکو سره ولیدل.

هغې نن پر خپل ټویټر لیکلي چې د منځنۍ اسیا له چارواکو سره د دوی په خبرو کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ډيپلوماتیکو هڅو پر دوام هم موافقه وشوه.

دوی استانې ته خپل سفر د جولای په ۲۶مه پیل کړ او پام کې ده چې د قطر پلازمېنې دوحې ته هم ولاړ شي.

 د طالبانو رژیم ویلي، چې د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی یې دوحې ته ځي، څو له امریکایي پلاوي سره وویني.

طالبانو د دغو خبرو هدف له تور لیست څخه د دوی د یو شمېر مشرانو د نومونو وېستل او د امریکا له لوري د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ خلاصول ښودلي.

1 COMMENT

  1. امریکائی میرمن امیری غواړی چی د خلیلزاد امریکائی په شان په افغانستان کښی چټل او کثیف امریکائی پلانونه عملی شی ایا امیری دا منی چی د امریکایانو لپاره هم حکومتونه د اجنبیو له خوا مینځ ته راځی ؟ که داسی وی نو ددی تودو تودو چیغو د رنګارنګو تربیه شوو قاتلانو ، منافقینو او د افغان ملت دوښمنان ګروپونه لکه پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو تربیه شوی قاتل او غلام تنظیمونه او تربیه شوی غلام قاتل او جاهل طالبان او ایران کښی تربیه شوی قاتل غلامان بیا د ګډ حکومت شعار لاندی سره راټول کړی ، ای د افغانستان تخریب لپاره ( لکه خلیلزاد ) تربیه شوی میرمن امیری ایا څو فیصده افغانیت درسره موجود دی چی د افغان ملت موجوده بدبختی لا پراخه او لا پیچیده نکړی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...