شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان: پاکستان د افغانستان د ثبات مبارکي راکړه او خپل امنیت کې...

طالبان: پاکستان د افغانستان د ثبات مبارکي راکړه او خپل امنیت کې همکاري وغوښته

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۹ مه)  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني کابل ته د سفر پر مهال، په افغانستان کې د امنیت او ثبات د تامینولو مبارکي ورکړې ده.

سرچینه زیاتوي: دراني دا مبارکي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته ورکړه.

دا سفر په داسې حال کې شوی، چې پاکستان په خپله خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان په زیاتو شویو بریدونو، د طالبانو رژیم ګرموي او ادعا لري، چې دغې ډلې ته یې په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي.

په کابل کې د طالبانو رژیم بیا دا ادعاوې ردوي.

طالب رژیم دا هم ویلي، چې پاکستاني استازي د پاکستان په امنیت تامینولو کې د همکارۍ غوښتنه ورڅخه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې افغانان به هېڅکله هیچا ته زیان ونه رسوي.

هغه زیاته کړې: موږ به اجازه ورنکړو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي او تل به د سولې لپاره کار کوو.

د بلخي په وينا، د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ويلي، چې د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره هڅې کوي او په سوداګريزو برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

6 COMMENTS

  1. د پورته خبر په هکله یو وړوکی تمثیل:
    د کلی خان ( انګلوساکسون ) د کلی د مَلَک زوی ( لاهور ) ته د کلی د بزګر د لور ( طالب ) مَلَک د وَلوَر لګښت ومانه او دوه کلونه مخکی دا وصلت تر سره سو، پس له دوو کلونو زوم خپلی ناوی ته نن په رسمی توګه مبارکی وویله البته د وصلت د دوام تضمین ئی هیڅوک نه سی کولای.
    بله خبره دا ده چی:
    په امریکی کی میشت یو زیږ ! پښتون کلونه مخکی د افغان جرمن په وِبسایټ کی لیکلی وه:
    《 دوولسم ټولګی می لا نه وه پاس کړی ( څو پنځوس کلونه مخکی )چی د پاکستان پر ضد می شعرونه او شعارونه ورکول 》.
    نن همهغه زیږ او متعصب پښتون د پښتو پخاطر د پاکستان د مزدور ( طالب ) سخت طرفدار دی او خپل تیر شعرونه او شعارونه ئی هیر کړی دی.
    یقیناً چی تر مرګ وروسته به د هیچا څخه د قوم او ټبر او نژاد او ژبی د تړاؤ پوښتنه و نه سی بلکه د “سړیتوب ” د قانون د درناوی په هکله به پوښتنه تری وسی.

    • معذرت غواړم، زما د پورته تبصری په ۳مه کرښه کی د ” مَلَک ” کلمه په ناپامی کی لیکلی سویده.

  2. د خدای ساده ګانو،
    دا څنګه مبارکي ده چې په ميډيا او رسنيو کې مو ګواښي، ترټي او تهديدوي او ان تر دې چې ملنډې درپورې وهي او مخامخ مو بيا ستايي.
    تاسې د رانا ثناء الله او د همدغه ناست کس درسره او داسې نورو څرګندونې مو اورېدلي، لوستي او يا ليدلي چې د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف څه اپلتې وايي؟

  3. امنیت او ثبات مبارکی هغه هم د شر له ځالی ؛ دا څه مسخری دی د منافقانو ۰
    قرآنکریم څه ښه تعریف لری او یو خصوصیت د منافقانو داسی بیانوی ـ یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم ۰
    همدا تیره هفته کی خواجه آصف او بوټو خپل ټول د نیمی پیړۍ مرداری ، شر او رذایل ټول په طالبانو بار کړل ؛ اوس مبارکی څه معنی لری ؟ یا اولوالالباب ـ افلا تعقلون ؟

  4. دا د پنجاب له خوا قدیانی تربیه شوی منافقین ( تربیه شوی خیټور ساختګی طالبان ) هیڅ شرم او افغانی خصلت نلری دوی د پنجاب له خوا همداسی رشخندی لپاره تربیه شوی دی یعنی چی دوی ته نظر و شرائیطو ته رشخندی صفتونه ورکوی او هم ئی د غلامی استفادی ورڅخه کوی دا وحشیان نه په خدای ایمان لری او د افغان ملت پر ضد دا جاهلان او ددوی سره په هدایت نښتیدلو چورکوونکیو غلو مینځ کښی هیڅ توپیر ندی موجود غلام غلام دی او د غلام څخه مثبت امید درلودل ستره خطا دی او ددی ټولو فجایعو رامینځته کیدو ته د لیونی او خود پسنده محمد داؤد کمونیستی کودتا زمینه برابره کړی دی !!!!

  5. دی امنیت مبارکی به یې نی درکړی کیداشی چی ښځه یې درته بلاربه کړی وی ستاسو ټول ناموس له پنجاب سره ګروګان ده مبارکی څه مطلب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب