پیرمحمد کاروان
نصیراحمد احمدي مې اول ځل کم و زیات دوې لسیزې وړاندې د افغانستان لپاره د تعلیمي خپرونو په دفتر کې ولید. په غېږه مې روغبړ ورسره وکړ. موسک اومتبسم ځوان و. ځان یې رامعرفي کړ. ویل یې چې د استاد پسرلي صیب دوی خپلوان دی او د تعلیمي خپرونو برخې ته راغلی دی. پرما نور هم ګران شو.د نوې دندې مبارکي مې ورکړه. د لنډو کیسو د ېوې ټولګې د چاپ خبره یې هم راته وکړه. ما ورته وویل: دا دفتر بس داسې یې وبوله لکه د ادب او لیکوالۍ پوهنتون. خوښ شو او په موسکا یې د مننې سر وښوراوه. ژوند روان و، د نصیرجان احمدي د ادبي او هنري استعداد غوټۍ هم ورو، ورو په غوړېدو او موسېدو وې. د دفتر د تعلیمي خپرونو برخه تر ډېره تخنیکي وه، خو د هنري او ادبي استعداد لرونکو لپاره جالبه او آسانه وه. احمدي صیب په کې ورو، ورو پر مخ روان و. لږه موده نه وه تېره چې د ګړندي آس په ګام یې د تعلیمي خپرونو د جوړوونکو د سر کتار ته ځان ورساوه. پیاوړی ژورنالست او لیکوال صالح محمد صالح یې همځولی او د زړه ملګری و. صالح محمد صالح به هوسۍ مجله خپروله او ځینې مهم کتابونه به یې پښتو ته ژباړل. نصیرجان ته یې د فلسفې د یوه مهم کتاب د ژباړلو مفکوره ورکړه. نصیرجان په فلسفه کې تلپاتې نښې وې که یادونه کتاب وژباړه. د دې کتاب ترجمې او چاپ لیکوال ته قوي روحیه ورکړه. د لنډو کیسو په لیکلو بوخت شو.هماغه مهال یې د بوډا او د لېوانو پلونه کتاب هم پیل کړی و. د کتاب ځینې برخې به یې ماته هم راوړې. د کتاب خوږه ، روانه او مصوره ژبه یې ډېره ښه رالګېدلې وه. ځینې لنډې کیسې یې هم ولیکلې. د مینې په نوم یوه تغزلي او مصوره کیسه یې له عالي هنر او تصویرونو مالاماله وه. دا کیسه مو په افغان ادبي بهیر کې ترې واورېده. ډېره وستایله شوه. پر دې کیسه او د مینې په نوم پر داستاني ټولګه یې ما یوه لیکنه هم وکړه. د بوډا او د لېوانو پلونه کتاب یې خپور شو. په ادبي کړیو کې یې شور او هنګامه خوره کړه. همدې شور او هنګامې روحیه ورکړه او د نورو ناولونو په لیکلو بوخت شو. داسې وخت هم راغی چې په یوه اپارتمان کې اوسېدو. په اصطلاح سره همجام او هم کاسه شو. احمدي صاحب او صالح محمد په یوه کوټه کې اوسېدل. زه د دوی تر څنګ په کوټه کې یوازې او ګوښی وم. خو ډوډۍ مو پر یوه دسترخوان خوړله. لاس یې هم ډېر خوږ و، کله کله به یې غزنیچۍ تونده ښوروا تیاروله، چې مزه به یې کوله. د پنډو کتابونو مطالعې به ستړی کاوه. ماته چې د احمدي صیب له ناول لیکلو سره مینه معلومه شوه، نو د فرانسوي لیکوال فلوبر د شهکار ناول مادام بوواري ترجمه مې ورکړه. کتاب یې له ځان سره یووړ. څو ورځې غزني ته په رخصتۍ تللی و. چې له ها خوا راغی خندل یې او کتاب یې بېرته راکړ. ما ورته وویل: دا ډېر لوی شهکار دی، تغزلي او عاشقانه صحنې یې له خوند و رنګه ډکې دي. ښه خوند او کیف به دې ترې اخیستی وي. پر دې خبره مې نصیرجان کټ کټ له خندا نه شین شو. په حیرانۍ مې پوښتنه ترې وکړه چې ولې دې وخندل؟ په موسکا یې راته وویل، شهکار به وي خو زه دومره پنډ کتابونه نه شم لوستلی. په دې وخت کې ماته د دوی یوه خوندوره اصطلاح را په زړه شوه او ما تر ده هم سخت په کټ کټ وخندل. بیا ده رانه پوښتنه وکړه چې تا ولې وخندل؟ ما ورته وویل: هغه تاته چې موږ د چا صفت وکړو او درته ووایو، فلانی ډېر ښه سړی دی، ته سمدستي ووایي: شک نه شته ښه به وي خو سړی نه دی.
پر دې خبرو مو بیا ډېر سره وخندل. ما وویل چې نصیرجان د پنډو کتابونو د لوستلو د مطالعې ژڼی نه و، خو بیا یې بله لویه حوصله لرله. د شپې په تنهایي کې به یې لوی لوی ویروونکي او له تلوسې ډک فلمونه ډېر کتل. پر دې فلمونو به یې هنري او ادبي تنده ډېره ماتوله. د کیسې او ناول په لیکلو کې به یې پر تلوسه ډېر ټینګار کاوه.
د لیکلو مینه او حوصله یې تر اوجه ورسېده. سر په سر یې ډېر کیسې او ډېر ناولونه ولیکل. خپاره شول او بې حده وستایل شول.همدې ناولونو نصیرجان احمدي د پښتو ناول لیکونکو په اول صف کې ودراوه. هی هی چې له چین ماچینه د ښاپېرۍ پر ځای کورونا راغله او پر دنیا یې بدې وزرې وغوړولې. د دې بدو وزرو سیوری زموږ پر خوږ اروا لیکوال احمدي صیب هم وشو، نصیرجان احمدي ارواښاد نصیر احمد احمدي شو. د ژوند شېبې یې تمامې شوې، خو د لفظونو ارواوې یې ژوندۍ دي، او د لوستونکو مینانو په تسلۍ او تندې خړبولو بوختې دي.د مینې او جمال خالق دې د نصیرجان اروا د جنت د باغونو مرغۍ ولري. الهي آمین.
هغه مهال مې چې ارواښاد نصیرجان ته دا د ویرنې سرود ویلی و نو پر سر مې دا لاندې جمله هم لیکلې وه.
د لویې لارې مسافره، لاره دې رڼا، په مخه دې ګلونه جنتونه. نصیرجانه زړګیه، آرام ویده شه.
یو زړګی و، یو زړګی و، زړګی ړنګ شو
ها ودان په مینه مینه سړی ړنګ شو
بېګا ستوري په نري غبار کې پټ وو
له سپوږمۍ نه ښویېدلی ټیکری ړنګ شو
د ژوندون کیسه بې سُره راته ښکاري
چې ترې سُر دی کوچېدلی او، لی ړنګ شو
د شبنم د نشت خبره یې تر غوږ ده
په صحرا کې سینه سوی رېدی ړنګ شو
په کیسو پسې یې درسته پښتو ژاړي
هسې نه چې یو کابل او غزنی ړنګ شو
تا به وې چې تر الماسو به هم سخت وي
په ګوتمۍ کې یو د اوښکو غمی ړنګ شو
تیږو لاندې دي نبات نبات لاسونه
په چغار د شنو طوطیانو ټولی ړنګ شو
د مجلس یاران له خوند و رنګه پاتې
هغه شرنګ اوهغه رنګ خو هی هی ړنګ شو
مصور به یې ښکالو د تصویرونو
ژوندۍ ساتي چې زرغون پسرلی ړنګ شو
ډاډګیرنه مې تمامه شوه کاروانه
د ناول د مینانو کورګی ړنګ شو
۲۰ سرطان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ