شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ډېرو سیمو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې

د افغانستان په ډېرو سیمو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۹ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی، چې نن او سبا به (د چنګاښ له ۲۹مې څخه تر ۳۰ مې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچه لوړه او سېلابونه راووځي.

یادې ادارې، د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د نسبتا شدید اورښت، تالندې، سېلابونو، تېزو بادونو او دوړو اټکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه د هېواد په شمال، شمال لوېدیځ، لوېدیځ او جنوب لوېدیځ او ځینې مرکزي ولایتونو کې د تېز باد او دوړو اټکل شوی دی.

سرچینې په دې تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

له څه مودې راهیسې، ورته وړاندوینې زیاتې شوي، خو لږې وړاندوینې ریښتیا شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب