Homeخبرونهد افغانستان بانک طالب چارواکي: یوناما مو بانکي مدیریت وستایه

د افغانستان بانک طالب چارواکي: یوناما مو بانکي مدیریت وستایه

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۹ مه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د افغانستان بانک له عمومي طالب رئيس هدایت الله بدري سره لیدلي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې مېرمن روزا  وویل: د بېلابېلو اقتصادي ننګونو او ستونزو سره سره د افغانستان بانکي سکتور په غوره توګه مدیریت شوی دی او د افغانستان اقتصادي فعالیتونه د ستاینې وړ دي.

د افغانستان بانک د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل د ودې په برخه کې پر ګډو همکاریو، پر بانکي سکتور د بندیزونو لري کولو او د بانکي سکتور د وضعیت او یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د افغانستان بانک طالب رئیس په دغه کتنه کې وویل: د افغانستان اقتصاد یو څه د کرونا وبا له کبله او یو څه د افغانستان بانکوالۍ سکتور باندې د وضع شوو بندیزونو له امله زیانمن شوی وو خو له دې ټولو ننګونو سره سره هم د افغانستان بانکي سکتور په ښه توګه مدیریت شوی دی او په ټولیزه توګه بانکونو د پانګې تناسب کافي پیاوړی ساتلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان بانک د صعب الحصول پورونو د بیرته ترلاسه کولو په برخه کې د یوې ځانګړې کمیټې د جوړولو له لارې د بانکونو ملاتړ وکړ، چې په پایله کې یې د بانکونو ګټه لوړه شوه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې په خپلو خبرو کې د افغانۍ ثبات ته په اشارې سره وویل چې د نړۍ د ډېری هېوادونو د پولي واحدونو په پرتله د افغانۍ ارزښت حیرانوونکی پرمختګ درلودلی دی او د نړۍ غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو څخه ګڼل کېږي.

نوموړې همدارنګه د بانکي سکتور او د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل سکتور د ودې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...