جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله دوه کلن ځنډ وروسته د بلخ – استانبول پروازونه پیل شول

له دوه کلن ځنډ وروسته د بلخ – استانبول پروازونه پیل شول

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۹ مه)   د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان په شمال کې د مزارشریف له هوايي ډګر څخه د ترکیې استانبول ته لومړۍ الوتنه له دوه کلن ځنډ وروسته ترسره شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وروسته به په اونۍ کې یو ځل د مزارشریف له هوايي ډګر څخه ترکیې ته د کام ایر د خصوصي شرکت له خوا الوتنې وشي.

د افغانستان ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې لومړۍ الوتکه له ۱۳۹ مسافرو سره د مولانا جلال الدین بلخي له هوايي ډګر څخه استانبول ته روانه شوه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نورو هېوادونو ته الوتنې کمې شوي، خو په وروستیو کې د ځينو ځنډیدلو الوتنو د بیا پيل خبرونه ورکول کیږي.

خلک بیا شکایت لري، چې د الوتکو ټکټونه تر پخوا زیات ګران شوي.

هوایي شرکتونه، د ټکټونو ګرانیدل د مشتریانو کمښت سره تړلی بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب