شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان وطن ته ستنیدونکې ګڼې افغان کورنۍ تورخم کې ایسارې کړي

پاکستان وطن ته ستنیدونکې ګڼې افغان کورنۍ تورخم کې ایسارې کړي

تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۱۹ مه)  په تورخم کې شاوخوا ۵۰ افغانۍ کورنۍ چې غواړي خپلو سیمو ته ستانه شي، له تېرو څو ورځو راهېسي خپلې غاړې ته ایسارې کړي او د تګ اجازه نه ورکوي.

دغه کورنۍ شکایت کوي، چې په پرانېستې ځمکه د اسمان لاندې سختې شېبې تېروي.

پاکستاني چارواکو دوی ته په دې د ستنېدو اجازه نه ده ورکړې، چې وایي یوازې ورسره تذکرې موجودې دي او نور قانوني اسناد نه لري.

په دغو کورنیو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

افغان کډوال وايي پاکستاني پولیس ترې د يو کس په سر پېنځوس زره (50000) کلدارې غواړي، څو له تورخم تېریدو ته یې پریږدي.

 په تورخم کې پاکستاني چارواکو د فساد تورونه رد کړي.

طالب چارواکو د یادو کډوالو د ستونزو او خپلو سیمو ته د ستنیدو د ستونزو په اړه یې څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. دا ټولې بدبختۍ د طالب ابن جناح فرنګي له برکته. دغه لعنتیان بیا وائي موږ پنځوسو ملکو ته ماته ورکړه. خو پنجابي د اورتې میړه ته خوله نسي پرانیستلائ. دغو موزیانو افغانستان د تورغري د غلام غلام مستعمره کړ.😡

  2. پاکستان باید ایران او ترکیې ته وګوري ، هلته هم زمونږ افغانان په نا قانونه ډول ژوند کوي . که د دغو مسلمانو ګاونډیانو ظالم او بېرحمه پولیس مجبور افغان کډوال چېرته ګیر کړي ، دوی یې تر افغان پولې پورې رارسوي او زمونږ خواته یې رالیږي .
    اما د پنجاب بېرحمه پولیس هغه کسان چې داوطلبانه او په خپله خوښه هېواد ته راستانه کیږي ، نه پرېږدي او خپل وطن ته یې د راتګ مانع ګرځي .
    هغوی خو رسمي نه وو دعوت شوي چې اوس هم تاسو ته افغاني پاسپورت در ښکاره کړي . کډوال یا غیر قانوني توګه بل هېواد ته ځي او یا یو ځلې ویزه اخلي او د وخت له پوره کېدو وروسته بیا پاسپورت نشي ښکاره کولی .
    افغانان هېله لري ، چې د پنجاب اسلامي جمهوریت د افغان کډوالو او له وطن نه لرې مظلومو مهاجرو سره انساني چلند وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب