یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د احمدي ياد | عبدالرحمن عماد

د احمدي ياد | عبدالرحمن عماد

ډېر کله به په زړه کې راتېر شول، که مخامخ يې ووينم څه به ورته وايم؟ له ډېر فکر وروسته… احمدي صاحب
کله دې هم خپلو ناولو/کيسو ته ژړلي يا کله يې هم ځينو صحنو د زړه له درده خندولی يې، يا د ځينو صحنو له لوستلو وروسته دې زړه درد کړی وي، ځمکه او شاوخوا دې مزاحمت ورکونکي احساس کړي وي، او پاڅيدلی وي، له هغو حقيقتونو او بدمرغيو دې په فکر کې بلې خواته پناه وړې، چې زموږ د ذليل کېدو لامل شوی دی، موږ يې د بل لاس ته مجبور کړی يو؟!

زړه کې راګرځي، او زه له زړه په دې يقين لرم، چې خپلو ليکل شويو تورو به ډېر کله ژړولی يې، هغو نورو تورو به حتماً تر دې حده هم رسولی يې، چې د قلم په ژبه د بيانولو توان توان به دې نه لاره!

خوا دا او دې ته ورته ډېرې خبرې چې هيله مې لرله، يوه ورځ به يې احمدي ته مخامخ کووم، يوازې يو خيال
او يو فکر پاتې شو، او احمدي د تل لپاره د ګور مېلمه شو. د هغې ورځې، هوا، په وړاندې يې زما له خپګانه ډک احساس، د هغې ورځې چې د قلم په ژبه يې تريخ او داسې خواږه حقايق بيان کوونکی انسان راڅخه واخیست، چې قلم به يې بيا تکرار نه شي، فکر نه کوم چې د پښتو لپاره دې بيا هم داسې څوک پيدا شي، چې قلم يې له رياء خالي وي، داسې چې د قلم توري يې مړ ضمير ولړزوي، هره بدمرغۍ په داسې ډول ترسيم کړي چې د تياره او جهل پالونکو وجدان را ويښ کړي،

په غلطو يې پوه کړي، او ورته ووايې چې ماديات پرسته نړۍ مۀ پالئ، د انسان ژوند ته ارزښت ورکړئ، هغوي پناه کېدونکي دي، ستاسو غوندې په هر څه کې حرصناک نه دي، خوشحالي ورکړئ، هغه که حتا په موسکا کې هم وي.
د هغې ورځې بې دليله آرامتیا خو؛ داسې آرامتیا چې زه يې په خپل پای کې له يو بد خبر سره مخامخ کولم، هېڅ مې په هغې ورځې زړه مې زړه نه کېده، چې ټولنيزې رسنۍ وګورم، په هغه وخت کې د بدو خبرو ښه پرېمانې وه!! خو په دې ورځ مې زړه ويل چې له زړه او احساس سره يو تړلی څوک مې له لاسه ورکړی دی، زړه نا زړه تر ټولنيزو رسنيو ورغلم، لومړي مې تاند ويېپاڼې ته سر ورښکاره کړ، زړه مې درزيده، او هغه بد توري مې په ډک زړه ولوستل، د کومو چې پښتو ته دا زيری ورکاوه،چې له خپل يو درانه توري کښونکي څخه د تل لپاره بې برخه شوه. اه احمدي په ژوند کې مې يو له هغو کسانو څخه يې،چې پناه کېدل يې راته ډېر دردونکي و، زه اوس فکر کووم،چې د احمدي صاحب تګ او په وړاندې يې زما احساس دا ليکنې دې خواته بوتله،چې په هنر يې خبرې شايد پرېږدم.
هسې خو د اروښاد احمدي په شخصيت بحث د ادبياتو د يو لوي استاد او بل د هغه چا کار دی، چې احمدي د خپل ځان غوندې د ټولنې په هغو بدمرغيو چې ټولنه ترې کړېږي، يو ښه الهام اخيستونکی وي، او هغو ته د احمدي په اړه بحث په زړه پوري وي، او کولای شي،چې د احمدي د لوي شخصيت په اړه ډېر هغه څه وووايې،
چې د هر چا فکر ورته نه رسېږي.

يو وخت مې په يو کتاب کې لوستلي و، چې که ځينې وخت د ځينو کتابونو وروستې پاڼې اړوي، داسې احساس کوي،چې يو خوږ دوست له لاسه ورکوي، دې خبرې زه په فکر کې کړم،چې ما هم کله د ځينو کتابونو په اړه دا احساس کړی دی، چې په پای کې يې دا تصور راکړی،چې ای کاش دا کتاب نه خلاصېدی او نوري خواږه توري مې هم لوستي وي، له ډېر فکر وروسته دا خبره ذهن ته راته ودرېده،چې دا ډول احساس سره ډېر کله د احمدي صاحب له کتابونو سره مخامخ شوی يم، او دا احساس مې کړی دی،چې دا زړه تخنونکي توري نور هم زيات وای، حتا ځينې وخت ما هڅه کړې ده،چې د احمدي صاحب يو کتاب مې يو څه لوستی دی، بېرته مې په خپل ځای ايښی دی، او فکر کووم،چې ډېر داسې له لاسه ورکووم، چې نه بايد له لاسه ورکړل شي.

د پښتو د يوې معتبر انسان شخصيت ته يو څو توري، ډالۍ دې وي.
آروا دې ښاده

پکتيا

2 COMMENTS

  1. په‌ ﺯړه پورى خبرى وى ﺯما د ﺯړه خبرى وى کټ مټ ﺯه هم همدا حس لرم ،ماسره ير وعده کړى وه چې د غڼي ځاله ناول به په خپله تاته ډالى کووم که ﺯه لا هغسى ماتله يم کاش چې د هستى مو له لاسه نه وه ورکړى 🥺

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب