جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنظرپوښتنه: افغانستان د انساني قاچاق په تر ټولو بد وضعیت کې دی

نظرپوښتنه: افغانستان د انساني قاچاق په تر ټولو بد وضعیت کې دی

تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۱۹ مه) د  امریکا متحده ایالاتو په یوه نوې ټول پوښتنه کې راغلي، چې افغانستان، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې په‌کې د انسان قاچاق په تر ټولو بد وضعیت کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې له مختلفو هېوادونو څخه د لسګونه ناقانونه افغان کډوالو د وژل کیدو خبرونه ورکړل شوي.

 د طالبانو چارواکي وايي، د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه یې تر اوسه جدي کار کړی او هڅې کوي چې د سترو پراختیايي پروژو په پلي کولو سره، ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي:«کله چې ګاونډیو هېوادونو ته رسېږي له هغې وروسته د قاچاق وړونکو لاس ته لوېږي، وروسته بیا په ډېرو ستونزمنو لارو کډوالي کوي؛ خو موږ دننه چا ته اجازه نه ورکوو چې قاچاق وکړي او له ګاونډیانو هم غواړو چې د قاچاق مخه له موږ سره یوځای ونیسي.»

 څه موده مخکې د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر اخوند امریکا تورنه کړه، چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه تبلیغات کوي او په دې ډول خلک هېواد پریښودو ته هڅوي.

یو شمېر خلک بیا طالب چارواکي د وضعیت د مثبت ښودلو په اړه په دروغ ویلو تورنوي او وایي، دوی په داسې څرګندونو د افغانستان واقعیتونه پټولای او بدلولای نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب