جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+سهارمهال د اوبو څښل ګټور دي؟

سهارمهال د اوبو څښل ګټور دي؟

سهار اوبه څښئ، نه یوازې سهار بلکې اوبه هر وخت د بدن لپاره ضروري او ګټوري دي، ځکه چې د انسان بدن تر ۶۰ سلنه زیات له اوبو څخه جوړ شوی دی.

دا یوه لازمي مغذي ماده هم بلل کېږي، دا ځکه چې ستاسو بدن د میټابولیزم له لارې اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د نورو خوراکونو په پرتله اوبو ته زیاته اړتیا لرئ چې بدن مو ښه فعالیت وکړای شي.

ټول اورګانونه او نسجونه له اوبو سره تړاو لري او همدا لامل دی چې اوبه ستاسو په بدن کې بې اندازې مهم رول لوبوي. غذایي مواد او اوبه د ویني جریان ته دا قدرت ورکوي چې ستاسو د بدن ټولو حجرو ته خوراکي مواد ولېږدوي او فاضله مواد ترې خارج کړي.

د دې تر څنګ اوبه دا قدرت هم لري چې د تودوخي درجه مناسبه وساتي، یانې دا مانا چې اوبه نه پرېږدي چې په اسانۍ مو د بدن د تودوخي درجه ډېره ټیټه یا ډېره لوړه شي.

که تاسو په ورځني ډول د اوبو اړتیا پوره نه کړئ نو د اوبو ضایع کېدل به ستاسو په بدن کې ډیهایډرېشن رامنځته کړي. چې ستاسو د روغتیا لپاره لوی زیان لري.

دا سیسټم د اوبو د توازن په نوم هم پېژندل کېږي، دا په دې معنی چې د بدن اوبه باید پوره وي، تر څو ستاسو بدن کې د ډيهایډرېشن مخه نیسي.

اوبه د مغذي موادو لپاره اړیني دي، نو څنګه چې بدن په دوامداره ډول اوبو له لاسه ورکوي، تاسو هم باید په دوامداره توګه اوبه وڅښئ تر څو د بدن اړتیاوې مو پوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب