جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د روڼتیا په لور | ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

د روڼتیا په لور | ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

دوهمه مرکه: د خوشالي ځنډول بس کړئ!

مرکچي: په تېره مرکه کې مو د خوشالۍ لپاره په خپلو اتکاوو خبرې وکړې، چې موږ په څه ډول د خوشالۍ لپاره په ګڼو شیانو تکیه کوو. تاسو بیا وویل، چې په اصل کې دا زه یم، چې خوشالي رامنځته کوم او همدا زه یم، چې خفګان ایجادوم او بلاخره د دواړو حالتونو مسؤل پخپله زه یم. ښه نو! موږ هڅه وکړه، چې ستا په خبرو عمل وکړو، خو چې په ژوند کې هېڅ لاسته راوړنه ونه لرو، نو څنګه کېدلی شي، چې خوشاله شو؟

شیواني: دوه ډاینامیکونه دي، چې کولی شو، خپل ژوند پرې عیار کړو. یو دا چې، که زه پلانکی شی لاسته راوړم، بیا به خوشاله کېږم او دوهم دا دی، چې زه به د هغه شي د لاسته راوړلو په جریان کې خوشاله یم.

مرکچي: زه به د هغه شي د لاسته راوړلو په جریان کې خوشاله یم…؟

شیواني: دا همداسې ده، لکه یو څوک چې په سفر وځي او له الف ځای نه ب ځای ته سفر کوي. په دې ځای کې (ب) زما منزل او هدف دی، که په پښو ځم، موټر، رېل ګاډي او یا د هوا له لارې، توپیر نه کوي. کله چې موږ په سفر وځو، نو زموږ خپلوان یا ملګري څه راته وايي؟ «ښه سفر ولرې.» هغوی هېڅ کله دا خبره نه کوي، چې یوازې خپل هدف ته ورسېږه، هر ډول چې وي او همدا مهمه ده، چې هدف ته ورسېږې.

مرکچي: خو څه فکر کوې، چې نن ورځ انسانان همداسې نه دي شوي، چې هر ډول کېږي، خو ځان هدف ته ورسوه؟

شیواني: ځان هدف ته ورسوه، چې هر ډول وي! ښه سمه ده، نو دې مسئلې ته به له دې اړخه وګورو. زه د ځان لپاره یو هدف ټاکم: مثلاً د شاګرد لپاره دغه هدف نمرې کېدلی شي، د یوه مسلکي کس لپاره په خپله اداره کې یوه ټاکلي مقام ته رسېدل او یا بل هر څه کېدلی شي. یا امکان لري، په خپلو اړیکو کې مې ځانته یو هدف ټاکلی وي او مسیر مې معلوم وي، چې زه باید دې ځای ته ځان ورسوم. هدف ټاکل خورا مهم دی. له هدف، موخو او لرلید پرته موږ خپل ژوند مخته نه شو وړلی، ځکه که هدف ونه لرو، یو غیرفعاله انسان رانه جوړېږي او بیا به په دې هم نه پوهېږو، چې په کومه خوا روان یو. په دې اساس، زه لومړی ځانته یو هدف ټاکم. خو دوهم کار دا کوم، چې ځانته وایم، چې که چېرته خپل هدف ته ورسېدم، نو زه به خوشاله شم. د «که چېرته» شرط به ترې وباسو؛ په دې معنا چې زه پوره ډاډه یم، چې خپل هدف ته رسېږم، ځکه چې کار کوم، زحمت باسم، نو یقیني ده، چې هدف ته مې رسېږم.

مرکچي: او چې هدف ته ورسېدم، نو خوشاله به شم…؟

شیواني: بالکل؛ خو دغه هدف شپږ میاشتې وخت هم نیولی شي، شپږ کاله وخت هم نیولی شي او یا هر څومره موده کېدلی شي، چې دغه موده زما په هدف پورې مربوط ده. زه خپل سفر پیلوم. مثلاً د یوه مسلکي کس په توګه زما هدف دا دی، چې په خپله اداره کې په دوو کلونو کې «ب» مقام ته ځان ورسوم او اوسمهال زه په «الف» مقام کې یم. زه خپل سفر پیلوم او زما د کار څرنګوالی، له خپلو همکارانو سره زما چلند او د کار کیفیت ټول صورت نیسي… خو په دې ټول جریان کې زما په ذهن کې دا خبره تاوېږي، چې کله هغه ټاکلي مقام ته ورسېدم، نو هغه وخت به خوشاله کېږم.

مرکچي: بالکل سمه ده.

شیواني: خو اوس که زما د کار په څرنګوالي کې ستونزه را پېښه شي، یا زما شاوخوا خلک هغومره همکاري راسره ونه کړي او یا د خپل هدف په لاره کې یو شمېر واړه، واړه خنډونه مخې ته راشي، نو بیا به زه څنګه یم؟

مرکچي: خفه!

شیواني: هو؛ او علت يې دا دی، چې سټریس به راته پیدا شوی وي، په اضطراب به اخته شوی یم، ولې؟ ځکه چې یو چا (مثلاً تا) زما د خوشالۍ مخه نیولې ده.

مرکچي: یعنې ستا د هدف لاره مې نیولې ده؟

شیواني: نه یوازې زما د هدف، بلکې زما د خوشالۍ په لاره کې هم خنډ یې. مثلاً له دې اړخه ورته وګوره. زه غواړم، له الف نه ب ځای ته ورسېږم او زما ذهن راته وايي، چې خوشالي په «ب» کې ده.

مرکچي: سمه ده.

شیواني: زه روانېږم، خو په لاره کې ته زما مخې ته ولاړ یې او دا چې ته په لاره کې ولاړ یې او ما ځانته دا ویلي، چې ته زما د خوشالۍ په لاره کې خنډ یې، نو اوس د دې لپاره چې تا له لارې لرې کړم، زه هر څه ته لاس اچوم او هر څه کولی شم. مثلاً که ته په رتبه کې له مانه کشر یې، نو چیغې درباندې وهم او درته وایم، چې ژر ژر کار وکړه، ځکه چې زما د خوشالۍ په لاره کې دې خنډ جوړ کړی. خو که ته مې همکار اوسې او زما هدف ته ګواښ یې، نو ستا په خلاف هر ډول دسیسه جوړوم، تر څو تا له لارې لرې کړم. ان ممکن له خپلو ارزښتونو هم تېر شم. مثلاً ته زما په لاره کې ولاړ یې، خو که زه رښتینی واوسم، نو په یوه ټاکلي ځای کې باید یوه اونۍ انتظار وکړم. خو که چېرته په درواغ ویلو کولی شم، چې خپله لاره ژر لنډه کړم، نو حتی د یوې ثانیې لپاره هم په لومړنۍ لاره فکر نه کوم او ډېر په ارامه درواغ وایم؛ چې له همدې ځایه مې د خپلو ارزښتونو او اصولو په سر سودا وکړه او تر پښو لاندې مې کړل، ځکه چې زه په دې فکر وم، چې زما ارزښتونو او اصولو خپل هدف ته د رسېدو پروسه اوږدوله، نو باید درواغ مې ویلي وای.

مرکچي: خو که موږ د دروغو په ویلو خوشالي لاسته راوړلی شو، نو څه ستونزه لري؟

شیواني: البته که خوشاله لاسته راوړو! او لږ وروسته به دا هم وګورو، چې په رښتیا هم خوشالي لاسته راوړلی شو که نه؟ په دې چې اوس خو لا هم په سفر کې یو او خپل هدف ته نه یو رسېدلي. په دې ډول چې زه خپله لاره وهم، نو ځانته غوسه او سټریس پیدا کوم او یا له خپلو ارزښتونو او اصولو تېرېږم، نو د خپل سفر په جریان کې ما څه ایجاد کړل؟ دغه ټول منفي احساس مې ایجاد کړل کنه!

مرکچي: سمه ده.

شیواني: نو د شپږو میاشتو لپاره پرلپسې اضطراب او سټریس پیدا کوم، چې زما اړیکې زیانمنولی شي، له همکارانو سره ستونزې راته جوړولی شي، دروني حالت به مې نارامه وي او دغه دروني حالت به مې په فزیکي روغتیا هم اغېز کوي؛ خو له دې ټولو کارونو سره، سره شپږ میاشتې وروسته، په هغه ټاکلې نېټه خپل هدف ته ورسېدم!

مرکچي: نو؟

شیواني: احساس به مې څنګه وي؟

مرکچي: فکر نه کوې، چې خوشاله به يې؟

شیواني: خوشاله به یم. خو له شپږو میاشتو وروسته…

مرکچي: هو.

شیواني: له شپږو میاشتو وروسته به خوشاله یم، خو د څومره مودې لپاره؟

مرکچي: هممم! ښه پوښتنه ده؟

شیواني: مهمه دا ده، چې ما چې د خپل سفر په جریان کې دغه منفي احساسات پنځولي، تجربه کړي او خپلو شاوخوا کسانو ته لېږدولي دي…

مرکچي: نو له شپږو میاشتو وروسته به يې اوس پایله هم وینم؟ ههه

شیواني: نه یوازې شپږ میاشتې وروسته! حتی د همدې شپږو میاشتو په جریان کې مې هم همدا د منفي احساساتو واخله راخله کړې ده او دغه منفي احساسات د همدې شپږو میاشتو په جریان کې پېښ شوي دي. دا همداسې ده، لکه یو مسافر چې غورځېدلی، پرځېدلی، ټپي شوی او پښې يې تڼاکې او پړسېدلې وي، خو ځان يې هدف ته رسولی وي! نو زه چې خپل هدف ته رسېږم، له هره اړخه به په درد کې یم. سمه ده؟ خو زه هلته رسېدلی یم او ډېر زیات خوشاله یم، چې خپل هدف ته مې ځان رسولی دی. خو دا چې زما شرطي شوی ذهن راته وايي، چې خوشالي په لاسته راوړنې پورې تړلې ده، نو چې یو هدف مې لاسته راووړ…

مرکچي: نو ته غواړې نور هم مخکې لاړ شې، بله لاسته راوړنه هم ولرې…؟

شیواني: دقیقاً!

مرکچي: نو له دې داسې شی جوړېږي، چې لاسته راوړه، لاسته راوړه، لاسته راوړه…

شیواني: لاسته راوړه، لاسته راوړه…

مرکچي: او د لاسته راوړنې، لاسته راوړنې په جریان کې یو وخت زموږ فکر کېږي، چې اوهو! زما خو چلند ناسم دی، کور ته ناوخته راځم، د کورنۍ غړي په زحمتوم، پرېشانه کوم يې. خو له دې سره، سره هغوی ته وایم، چې ډېره بښنه غواړم، خو زه باید خپل هدف لاسته راوړم…

شیواني: زه باید خپل هدف لاسته راوړم، ځکه زما خوشالي په هغه هدف کې پرته ده، چې په دې اساس، زه یوازې د خپل ځان لپاره موخې ټاکم، هغه که شپږ میاشتنۍ وي، یا دوه کلنې؛ او معنا یې دا ده، چې زه به شپږ میاشتې له ذهني پلوه ټپې کېږم او زخمونه به برداشتوم.

مرکچي: نو په دې ډول موږ یوازې خپله خوشالي نه ځنډوو، بلکې موږ په خپل سفر کې هم یوازې خفګان ایجادوو، چې دغه خفګان هم له وخت سره زیاتېږي، ځکه چې زه ځانته وايم، چې باید نورې لاسته راوړنې ولرم او په دې ډول خپل خفګان ته ضرب ورکوم او زیاتوم یې. نو بلاخره به څه کېږي؟

شیواني: بالکل؛ اوس زه خپل ژوند ته کتنه کوم. زه څو شپږ میاشتني اهداف ټاکم. مثلاً لومړنی شپږ میاشتنی هدف، دوهم شپږ میاشتنی هدف، دریم شپږ میاشتنی هدف او داسې نور. زه چې لومړني شپږ میاشتني هدف ته رسېږم، په لاره کې ټپي شوی یم، زخمونه مې ګاللي او د سفر په جریان کې مې د غوسې، درد او خفګان احساسات پنځولي دي. نو تر څو چې زه خپل لومړني شپږ میاشتني هدف ته رسېږم، زما ذهني ځواک به تر پخوا ډېر کمزوری شوی وي. اوس له لومړني هدف څخه دوهم شپږ میاشتني هدف ته په سفر روانېږم. په دغه سفر کې زما ذهني ځواک له مخه لا کم دی او په دې سفر کې هم، ماحول هم هماغه دی، خلک هم هماغه دي، حالات هم هماغه دي؛ خو دا چې زما ذهني ځواک کم شوی دی، نو دا په دې معنا ده، چې دا ځل به لا زیات ټپي کېږم، ځکه چې له حالاتو سره د مبارزې لپاره زما ځواک کم شوی دی.

مرکچي: هدف دې ذهني ځواک دی؟

شیواني: له حالاتو سره د مبارزې لپاره زما قوت او انرژي! مثلاً په وړه خبره خفه کېږم، توند غبرګون ښیم، بدمزاجي کوم…

مرکچي: خو فکر نه کوې، چې دغه ټول شیان تا له فزیکي اړخه هم کمزوری کوي؟

شیواني: فزیکي کمزورتیا خو هسې هم شته. دغه احساسات به ارومرو زما په بدن هم اغېزه کوي، خو کله چې موږ د ځوانۍ په پړاو کې یو، مثلاً شل کلنۍ یا دېرش کلنۍ کې یو، نو په بدن يې اغېزه ډېره نه احساسوو. او فکر کوو، چې هېڅ ستونزه نشته، دا هر څه بیخي طبیعي دي او ژوند همداسې دی نو. هو سمه ده! چې ځینې نښې به يې اوس هم ښکاري، خو تر دېرش کلنۍ پورې موږ دا نښې عادي ګڼو؛ ځکه ډېر وروسته عمر کې په هایپرټنشن، شکر او داسې نورو ناروغیو باندې د اخته کېدو احتمال وي، چې دا یې وروستنی پړاو دی. البته د ځوانۍ په پړاو کې هم چې موږ سټریس او فشار د خپل ژوند یوه برخه ګڼو، نو له همدې امله فزیکي نښې او علایم یې هم د خپل ژوند یوه برخه ګڼو. تاسو پوهېږئ، نن ورځ موږ په دې باور یو، چې سټریس طبیعي خبره ده!

مرکچي: خو فکر نه کوې، چې کله ته یو څه لاسته راوړې، نو د خوشالي احساس به کوې؟ او زه نه پوهېږم، چې د هغه شي له لاسته راوړلو پرته یو څوک څنګه خوشاله کېدلی شي؟ مثلاً ته کور ته ناکامه راستنېږې، بله ورځ له یوه پنډه ستونزو او مسایلو سره کور ته راځې، یا مثلاً په دنده پسې ګرځې، خو هر ځل چې ځې، دنده نه ترلاسه کوې…

شیواني: سمه ده، فکر به وکړو، چې زه په دندې پسې ګرځم او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د وظیفې لپاره هڅه کوم؛ خو لا مې هم دنده نه ده پیدا کړې او ډېره زیاته ناهیلې او خفه یم او ته مې ملګری یې، نو ته به څه راته وايې؟

مرکچي: د ملګري په حیث به درته ووایم، چې اندېښنه مه کوه، دا هر څه په ژوند کې راځي، یوه ورځ به يې پیدا کړې. او که کوم څه ته اړتیا لرې، نو زه درسره یم…

شیواني: خو که زه درته ووایم، څنګه اندېښنه ونه کړم، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې وظیفه نه لرم، نو اوس به دې ځواب څه وي؟

مرکچي: درته وبه وایم، چې آیا په اندېښنو کولو به وظیفه پیدا کړې؟

شیواني: خو دغه خبره به ځانته هم وکړو کنه، چې آیا په اندېښنو کولو به وظیفه پیدا کړم. ههه

مرکچي: خو ملګري ته دغه خبره ډېر په اسانۍ سره کولی شو. ههه

شیواني: خو خبره دا ده، چې د دې ستونزې حل لاره همدا ده، چې ځانته ووایو، چې آیا په اندېښنو کولو به وظیفه پیدا کړم؟ په دې چې څومره زه اندېښنه کوم او پرېشانه یم، هماغومره مې ذهني ځواک کمېږي، هماغومره يې په بدن باندې تاثیرات را برسېره کېږي، هماغومره مې لېوالتیا او هیجان کمېږي. او په دې حالت کې به بیا په څه ډول وظیفه پیدا کوم؟ د وظیفې لپاره څه ته اړتیا وي؟ د وظیفې لپاره باید په ځان باور ولرم، هیجان او لېوالتیا ولرم، د نوې دندې له ربړو سره د مبارزې لپاره چمتوالی ولرم، خو که زما ذهني حالت په ټیټه درجه کې وي.

مرکچي: مرال مې نه وي، نو آیا زه به دا ډول کس ځان سره وګمارم؟

شیواني: بالکل؛ آیا ته به دا ډول کس ونیسې؟ مهمه خبره دا نه ده، چې پخوا څه پېښ شوي دي، مهمه دا ده، چې اوس باید څه وکړم او زما اوسنی وضعیت باید څه ډول وي؟ زه باید د خپل اوسني وضعیت غم وخورم، که نه وي، نو د منفي فکر او احساس په یوه رذیله دایره کې به ښکېل یم او بیا څلور څه چې لسو ځایونو ته هم د دندې لپاره مراجعه وکړم، نه يې شم ترلاسه کولی، ځکه د خپل هغه کاندید (د خپل ذهن) ساتنه مې نه ده کړې، چې اصلاً د دندې د ترلاسي لپاره ور روان دی. څوک به داسې نفر وګماري، چې بې انګېزې دی او له ژونده يې لاس اخیستی وي؟ څوک به داسې نفر مقرر کړي، چې خپل هغه دروني ځواک يې له لاسه ورکړی وي، چې په مټ يې له خلکو سره وخت تېر کړي، حوصله ولري او د ډله ییز کار فضا جوړه کړي. څوک به دغه ډول یو کاندید مقرر کړي؟ نو حالات چې هر ډول وي، ننګونې چې هر څه وي، زه تر هغو حل لاره نه شم موندلی، تر څو چې د خپل ځان خیال ونه ساتم. مثلاً کاروبار مې ښه نه دی روان، نو زه باید اندېښنه وکړم! خو که اندېښنه وکړم، کاروبار مې بیا هم نه ښه کېږي! خو که غواړم، چې کاروبار مې ښه شي، خپل دروني وضعیت مې ښه شي، نو لومړی باید زما ذهني وضعیت ښه شي او بیا کولی شم، چې په خارج کې هم یو څه «ښه» سرته ورسوم. دلته یوه بله مهمه خبره دا ده، چې په دې ډول مې که دباندې ښه نتیجه ور نه کړه هم، لږ تر لږه په خپل ځان خو به مې پام کړی وي.

مرکچي: یو وخت مې یوه ګرو درلوده. هغې یو ځل راته وویل، چې یو کس په محکمه کې له ډېرو جدي ستونزو سره مخ وو او ډېر زیات ورته اندېښمن وو او تر دې هم زیات د خپلې ښځې روغتیا ته اندېښمن وو. ښځه يې ډېره زیاته ناروغه وه، نو یو لور ته محکمه، قضیه، وکیلان او بل لور ته يې د ښځې ناروغي! وايي، دغه سړی دومره زیاته پرېشانه او اندېښمن وو، چې سره له دې چې پنځلس کاله وروسته يې قضیه وګټله او ښځه يې هم روغه شوه، خو دی پخپله ناروغه شو او ومړ. خو دغه کیسه ولې پر ما تاثیر نه کوي او ولې زما لپاره په هغو خبرو پوهېدل مشکل دی، چې ته يې همدا اوس راته کوې؟

شیواني: خبره په ژوند کې د لومړیتوبونو ده. له تا پوښتنه کوم، په ژوند کې ستا مسؤلیتونه څه دي؟ مثلاً یو عادي کس په نظر کې ونیسه.

مرکچي: زما کور، زما کورنۍ، زما کار؟

شیواني: زما کور، زما دنده؟ نور دې څه وویل؟

مرکچي: زما کار، زما کورنۍ؟

شیواني: کار، کورنۍ، زما ملګري، زما ټولنه…

مرکچي: زما اړیکې… او نور څه…؟

شیواني: زما اړیکې…  زما هېواد…

مرکچي: ههه. یو شی مې پرېښودل، پوهېږم، چې ستا هدف هماغه دی، ما دا ونه ویل، چې زه پخپله.

شیواني: ههه. دقیقاً!

مرکچي: رښتیا ده، ځان مې یاد نه کړ.

شیواني: وګوره، همدا ستونزه ده!

مرکچي: که رښتیا ووایم، خپل ځان مې اصلاً په فکر کې هم نه وو.

شیواني: نو وګوره، موږ له خپلې کورنۍ نه ونیسه ان د ټولې نړۍ مسؤلیت هم په غاړه اخلو…

مرکچي: خو…؟

شیواني: خو د خپل ځان مسؤلیت نه اخلو. دغه زه، د ټولو مسؤلیت ته اوږې ورکوم، مګر د خپل ځان له مسؤلیت اخیستلو پرته! دا داسې ده، مثلاً زه یوه پنځه کسیزه کورنۍ لرم او د څلورو غړو روغتیا ښه نه ده، ناروغه دي او زه د هغو څلورو کسانو د ساتنې او روغتیا مسؤلیت په غاړه اخلم. نو زه دا کار کولی شم،…

مرکچي: که چېرته…؟

شیواني: که چېرته زه پخپله روغ اوسم. دا خبره مو مخکې د فزیکي روغتیا په برخه کې هم وکړه، خو همدا معادله د ذهني روغتیا په برخه کې هم تطبیق کړئ. زه غواړم، له خپلو ماشومانو، خپل مېړه، خپلې مېرمنې او خپل مور او پلار نه ساتنه وکړم؛ زه غواړم، دوی ټول خوشاله ووینم، خو زه پخپله په غم او درد کې یم.

مرکچي: خفه یم، چې مثلاً ماشومان مې په صنف کې ښه نتیجه نه ورکوي، غواړم چې بچی مې په صنف کې اول نمره وي، ښه فعالیت وکړي، غواړم زوی مې د لامبو وهنې قهرمان شي، غواړم د ټینس لوبغاړی شي، یا…

شیواني: خو دا هر څه ولې غواړې؟ تر څو هغوی څنګه شي…؟

مرکچي: غواړم چې دوی په ژوند کې یو څه لاسته راوړي.

شیواني: یو څه لاسته راوړي، تر څو هغوی څنګه شي؟

مرکچي: خوشاله شي!

شیواني: هو. بلاخره! زه غواړم، چې زما شاوخوا ټول کسان دې خوشاله وي…

مرکچي: او که دوی خوشاله وي، هله به زه خوشاله یم؟

شیواني: خو په اصل کې باید قضیه برعکس وای!  موږ په دې فکر وو، چې زه به دغه ټول کارونه وکړم، نو دوی به خوشاله شي او کله چې دوی خوشاله شول، نو هله به زه خوشاله شم. خو روحانیت موږ ته وايي، چې هرکله زه خوشاله یم او په دې حالت کې له هغوی ساتنه وکړم، نو بیا به هغوی خوشاله کېږي.

مرکچي: همم! نو کله چې زه خوشاله یم، زما شاوخوا اهتزازات هم خوښي خپروي. هر چېرته چې ځم، خوشالۍ مې له ورایه برېښي، چې په دې ډول نور خلک هم خوشاله کوم.

شیواني: ځکه ته په دې ډول هغوی لا ځواکمن کوې.

مرکچي: هدف دې دی، چې د خوشالۍ په حالت کې موږ تر پخوا ډېر ځواکمن یو؟

شیواني: خوشالي څه شی ده؟ خوشالي اصلا دروني ځواک او قوت دی. خوشالي هیجان ته نه ویل کېږي. خوشالي په دې معنا نه ده، چې زه به ټوپونه وهم او ټوله ورځ به ګډېږم. ما خپله دنده له لاسه ورکړې، نو ښکاره ده، چې د هیجان احساس نه کوم.

مرکچي: خوشالي ځواک دی؟ پوه نه شوم. دا ډېره ښایسته جمله ده، آیا لږ يې تشریح کولی شې؟

شیواني: په یوه وخت کې زموږ ذهن ته یوازې یو فکر راتللی شي.

مرکچي: سمه ده، په یو وخت کې دوه فکرونه نه شو کولی.

شیواني: سمه ده؟ په یوه وخت کې یو فکر کولی شو. که فکر یو وي، نو کیفیت به هم یو وي. دغه ځانګړی کیفیت سم کیفیت هم کېدلی شي، ناسم هم کېدلی شي. که چېرته زه یو سوچه، ځواکمن او د نننۍ نړۍ په اصطلاح مثبت فکر کوم، نو دغه فکر ښه کیفیت ایجادوي. خو که زه منفي یا ناوړه فکر یا د اضطراب، درد او اندېښنې فکر وکړم، نو دا غلط فکر دی. اوس که زما فکر سم وي، زما احساس به هم ښه وي. خو که فکر مې سم نه وي، نو بیا به مې احساس هم ښه نه وي. که چېرته زما فکر سم وي نو زه ښه احساس کوم او دا پخپله د ثبات حالت دی. خو که زما فکر سم نه وي، نو زما احساس به هم کمزوری وي او همدا سبب دی، چې موږ به د کمزورتیا احساس کوو.

مرکچي: او د کمزورتیا ضد ځواک دی او ثبات پخپله ځواک دی.

شیواني: بالکل؛ ثبات، ځواک دی.

مرکچي: آه، نو ځکه خلک وايي، چې پلانکی ډېر قوي انسان دی او له دومره پېښو وروسته هم په خپل ځای ولاړ، ثابت او د غره غوندې ځای په ځای دی.

شیواني: دقیقاً! نو که زه د ثبات حالت ولرم، قوي یم او له حالاتو سره د مبارزې لپاره ځواک لرم. هغسې چې تا وویل، چې زه غواړم، زوی مې ښې نمرې واخلي. سمه ده. زه غواړم چې زوی مې ښې نمرې واخلي، خو هر ځل به هم همداسې نه وي. داسې وخت به هم وي، چې زوی به مې هغه نمرې نه اخلي، چې ما فکر کاوه، باید اخیستې يې وای او یا دا چې د اخیستلو وړتیا یې لرله او یا دا چې زه په دې باور وم، چې هغه باید اخیستي وای او په دې ډول به مې زوی په ژوند کې ښه پرمختګ وکړي. خو کومه ورځ چې زما زوی هغه ټاکلې «ښې نمرې» وانه خلي، نو زما ذهني حالت به څنګه وي؟

مرکچي: د خفګان!

شیواني: نو آیا دا زما لپاره ښه حالت ده؟

مرکچي: نه!

شیواني: آیا زما د ماشوم لپاره ښه ده؟

مرکچي: نه!

شیواني: نو د چا لپاره ښه ده؟

مرکچي: د هېچا لپاره هم ښه نه ده.

شیواني: نو بیا ولې زه دا حالت رامنځته کوم؟ دغه حالت نمرو نه دی ایجاد کړی…

مرکچي: خو ما فکر کاوه، چې دا بیخي عادي ده، چې خفه اوسې او یا د خفګان احساس ولرې او خپل زوی ته ووايې، چې اوه زویه ډېره بښنه غواړم…

شیواني: زوی دې چې نمرې کمې راوړي، نو بښنه ترې نه غواړې. ههه. ارومرو شور ورته کوې، چې ولې يې کمې نمرې اخیستې دي؟ نو اوس چې زه خفه یم، ماشوم مې هم خفه کېږي او ماشوم مې چې خفه شي، خپله انګېزه له لاسه ورکوي او په همدې بې انګېزې حالت کې زه له هغه تمه لرم، چې ښه نتیجه راوړي! په دې اساس، هغه انرژي چې زه يې هغو کسانو ته لېږدوم، چې ادعا کوم، مسؤلیت يې زما له غاړې دی، مثبته انرژي نه ده او همدا وجه ده، چې زه خپل مسؤلیت په سمه توګه نه ادا کوم.

مرکچي: هممم!

شیواني: زما ماشوم کمې نمرې اخیستې دي، په دې وخت کې به زما مسؤلیت دا وي، چې لومړی د خپل ذهن مسؤلیت ومنم، خپل ثبات جوړ کړم، تر څو غبرګون ونه ښیم، په خپل ماشوم چیغې ونه کړم، خفه يې نه کړم. په دوهم قدم کې زما دا مسؤلیت جوړېږي، چې اوس د ماشوم د ذهني حالت غم وخورم. او تر دې ټولو وروسته دریم مسؤلیت مې دا جوړېږي، چې په دې اړه فکر وکړم، چې ماشوم مې درس ولولي او بل ځل ښې نمرې واخلي.

مرکچي: نو موږ بیخي برعکس لګیا یو، د خپل ماشوم انرژي ور زبېښو.

شیواني: لومړی خپله انرژي زبېښو او کموو او بیا…

مرکچي: خپله انرژي، د ماشوم انرژي…

شیواني: او اوس خپل ماشوم ته وایو، چې ځه درس ووایه.

مرکچي: په دې ډول خو اصلاً د هغه عزت نفس ته صدمه رسوو، د کوچنیوالي احساس ورکوو، د ناکامي احساس ورکوو، داسې ورته ښیو، چې موږ په تا فخر نه کوو، او ماشوم مو احساس کوي، چې زما پلار په ما نه ویاړي.

شیواني: او پلار مې زما له امله خوشاله نه دی!

مرکچي: او خپل شاوخوا ټول کسان مې خفه کړي دي. اوه! خو همدا لامل دی، چې دومره ډېرې ځانوژنې کېږي؟

شیواني: یوازینی هغه علت چې یو ماشوم ځانوژنه کوي، همدا دی. په دې چې ماشوم نور د دې جوګه نه دی، چې له ناکامي وروسته د خپل مور او پلار مخې ته ودرېږي. ماشوم ځانوژنه د دې له امله نه کوي، چې ناکامه شوی دی، بلکې ځکه ځانوژنه کوي، چې خپل مور او پلار خفه نه شي لیدلی. ماشوم ځان د مور او پلار د خفګان لپاره ځوابګوی او مسؤل ګڼي، ځکه چې مور او پلار د ټول کال په جریان کې خپل ماشوم په دې پورې شرطي کړی وو، چې موږ به هغه وخت خوشاله شو، چې کله پلانکی کار وکړې؛ مثلاً ښې نمرې واخلې.

مرکچي: دا شرط دی که بوج؟

شیواني: فشار دی. د یوه کار د ترسره کولو لپاره ژور فشار!

مرکچي: دوامداره فشار!

شیواني: هو. نو آیا دا زما مسؤلیت جوړېږي؟

مرکچي: ما فکر کاوه، چې دا زما مسؤلیت جوړېږي، چې ماشوم مې خپل هدف ته ورسېږي، هغه که د درس هدف وي یا په ورزش او لوبو کې وي، یا بل هر څه چې وي. خو که رښتیا ووایم، ستا خبرو ته له غوږ نیولو وروسته پوه شوم، چې زه بیخي برعکس لګیا وم!

شیواني: د هر فرد ژوند په څلورو اړخونو ولاړ دی: فزیکي، عقلي، احساساتي، روحي؛ لکه دغه څوکۍ چې زه پرې ناسته یم، څلور پښې لري. زما فزیکي روغتیا، زما عقلي وده، زما احساساتي وضعیت، زما روحي روغتیا. که زه غواړم چې په ژوند کې بریالی شم او غواړم چې ماشومان مې هم په ژوند کې بریالي شي، یعنې په ټول مفهوم کامیابه انسانان شي؛ نو ضرور ده، چې د څلور واړو اړخونو توازن په مساوي ډول برابر کړم. کله چې موږ وایو، چې زه د خپل ماشوم په مقابل کې خپل مسؤلیتونه ادا کوم؛ نو زه د ماشوم تعلیمي وړتیاوو، اضافي فعالیتونو او فزیکي روغتیا ته پاملرنه کوم، مثلاً زما ماشوم باید تر ټولو ښه خواړه، ښه کور، بهترین ورزش او نور هر څه ولري. د هغه عقلي وده هم په نظر کې نیسو او حتی ټولنیز ژوند ته یې هم پام کوو. مثلاً ماشوم باید ښه ملګري ولري، په غیرنصابي فعالیتونو کې ښه نقش ولوبوي. خو پوښتنه دا ده، چې زما ماشوم په درون کې څنګه احساس کوي؟ د دې هېڅ څوک په غم کې نه دي. ممکن ماشوم به مو له فزیکي اړخه روغتیا ولري، په تعلیمي برخه کې به هم خورا ښه وي، خو د هغه دومداره فشار امله، له نورو خلکو سره د هغه د دوامدارې مقایسې له امله او د هغه دوامداره تنقید له امله چې مور او پلار يې د انګېزې په نیت ورباندې کوي، په اصل کې ماشوم له احساساتي ځواکه خالي کوي. نو زه باید له ځانه پوښتنه وکړم، چې آیا زه خپل مسؤلیتونه په سمه توګه سرته رسوم؟ ممکن بله ورځ به مې ماشوم تکړه ډاکټر، انجینر، یا وکیل او له فزیکي اړخه به هم قوي وي، خو که له احساساتي پلوه ځواکمن نه وي، نو آیا دی به یو ښه انسان وي؟ او که دی یو ښه انسان نه وي، یو سوچه، ځواکمن انسان…

مرکچي: که ماشوم مو له احساساتي پلوه قوي نه وي، نو څه کېږي؟

شیواني: که زه یو ډاکټر یم، یو ډېر تکړه ډاکټر! په دې معنا ده، چې  له مسلکي پلوه په ښه وضعیت کې یم. خو که یو قوي انسان نه اوسم، نو ډېر ژر به مې خلق تنګېږي، ډېر ژر به غبرګون ښیم، له خپلو ناروغانو او همکارانو سره به مې همدردي او همدلي نه وي، له خلکو سره به مې ګوزار نه کېږي، حوصله او زغم به راکې نه وي، چې دا په دې معنا چې ایګو به مې ډېره زیاته وي؛ او بیا به په همدې حالت کې وایم، چې زه یو ښه ډاکټر یم!

مرکچي: ممکن د حقارت احساس به هم درکې وي؟

شیواني: په دې چې له ماشومتوبه هېچا هم زما دې اړخ ته پاملرنه نه ده کړې او نه يې دا را ښودلي، چې زه يې پخپله غم وخورم، ځکه دوی یوازې ماته همدا را ښودل، چې څنګه لیک و لوست وکړم، څنګه خبرې وکړم، څنګه وغږېږم، هېچا را زده نه کړل، چې څنګه فکر وکړم!

مرکچي: خو دا ځکه داسې ده، شیواني خورې! چې موږ یوازې د آی کیو (intelligence quotient) په باره کې اورېدلي وو، وروسته بیا اي کیو (emotional quotient) راغی، او اوس تازه، تازه ایس کیو (spiritual quotient) معرفي شو…

شیواني: هو، روحي ضریب! یو انسان په همدې ډول جوړښت موندلی دی!

مرکچي: خو نړۍ په دې اړه هېڅ نه پوهېدله؟

شیواني: رښتیا ده، موږ په دې اړه نه پوهېدلو…

مرکچي: نړۍ همدا خبرې کولې، چې وګوره د پلانکي آی کیو ۱۳۰ ده او ۱۴۵ ده او…

شیواني: چې دا هم مهمه ده… په دې کې هېڅ شک نشته. ستا آی کیو ډېر زیات اهیمت لري، خو ستا احساساتي ځواک تر دې هم مهم دی.

مرکچي: خو کله چې زه کوچنی وم، او څومره مې چې یادېږي، له غریبو خلکو یا د منځنۍ طبقې خلکو سره را لوی شوی یم او شتمن کسان مې ډېر نه یادېږي، هغوی به د لښتو په زور په خپلو ماشومانو درس ویل، حتی په ښوونځیو کې هم همدا حال وو. که به زده کوونکي کمې نمرې اخیستې وې، ان کور ته له تلو به هم ډارېده؟

شیواني: نو موږ باید له خپل ځانه پوښتنه وکړو، چې آیا موږ خپل مسؤلیتونه ادا کوو که نه؟ هو. یو مسؤلیت ادا کوو، هغه دا چې زه غواړم، ماشوم مې ښه فعالیت وکړي. خو خپل دوهم مسؤلیت ته چې له یوه فرد نه باید یو ځواکمن انسان جوړ کړم، توجه نه کوم. ماشوم به مې سبا ورځ په ژوند کې له ګڼو ننګونو سره مخ کېږي. نن ورځ مې ماشوم په ټولګي کې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې او اول مقام یې ګټلی، خو آیا دغه نمرې به يې په ژوند کې له ټولو ننګونو او ستونزو سره په مبارزه کې لاسنیوی وکړي؟

مرکچي: نه! ممکن له احساساتي اړخه ماشوم دومره کمزوری وي، چې په ژوند کې له نورو شیانو سره د مبارزې او مقابلې هېڅ توان ونه لري.

شیواني: خبره همدا ده! که په ژوند کې له یوې وړې ناکامۍ سره مخ شو، هله به څه کوي؟ اصلاً به له هغې ناکامۍ سره د مخامختیا توان ونه لري. یا مثلاً په ژوند کې له داسې کسانو سره کار کولو ته مجبوره شو، چې دی ورسره ځان نه شي عیارولی یا یې ګوزار ورسره نه کېږي.

مرکچي: په هېڅ حالت کې به ځان ورسره عیار نه شي کړای!

شیواني: همدا خبره ده! موږ همدې مسؤلیت ته اوږه نه ورکوو. خو موږ ولې د خپل ماشوم د ژوند دې اړخ ته توجه نه کوو؟ ځکه موږ پخپله هم د خپل ژوند دې اړخ ته توجه نه ده کړې.

مرکچي: هممم!

شیواني: دا هغه اړخ دی، چې موږ له پامه غورځولی. دا ټکی چې زه باید خپل احساساتي ځواک ته وده ورکړم، اصلاً له پامه غورځول شوی دی. موږ یوازې د خارجي شیانو په اړه اندېښنه او ساتنه ترې کوو. موږ یوازې له خپل ژوند نه بهر خارجي شیانو په هکله، د خپل ماشوم له ژوند نه بهر خارجي شیانو په هکله، ستا له ژوند نه بهر د خارجي شیانو په هکله یا هر څه چې په خارج کې دي، اندېښنه کوو.

مرکچي: مثلاً یو څوک وايي، چې زما کار پیسې ګټل دي، پیسې درکوم، نور نو ته پوهېږې او ماشومان، چې هر ډول روزنه ورکوې، په دې کې زما کار نشته؟

شیواني: ځکه دغه کس په دې فکر دی، چې ما پیسې ګټلې دي او ټولې اړتیاوې، ضرورتونه او د ژوند سامان مې ورته برابر کړي او ما چې هر څه ورته چمتو کړي، نو دوی به خوشاله وي، ځکه چې دی په دې باور وو، چې خوشالي له دباندې راځي یا په پیسو اخیستل کېدلی شي.

مرکچي: بالکل؛ خپلو ماشومانو ته ښایسته لوبتوکي ورکړه، ښې جامې ورکړه، بس نو زما مسؤلیت سرته ورسېده، اوس نو ته خپل مسؤلیت سرته ورسوه. او اوس چې ماشوم درس وايي که نه، ذهني او احساساتي حالت يې چې هر څنګه وي، دا زما مسله نه ده. او که چېرته سبا ته ماشوم کمزوری را لوی شي، نو ډېر په ارامه دغه خبره د ماشوم په فطرت پورې غوټه کوو، یا یې ټولګیوال او ملګري ملامتوو، یا یې پړه پر ښوونځي یا هغو ځانګړو ټولګيو چې دی پکې برخه اخلي او یا همسایه ګانو ور اچوو. او په همدې ډول ملامتیا نورو ته متوجه کوو.

شیواني: ځکه چې موږ د خپل مسؤلیت منلو ته چمتو نه یو. پیسې ګټل اسانه ده، ماشوم تر ټولو ښه مکتب ته لېږل اسانه کار دی، هغه ته بهترین خواړه، کور او هر څه ورکول اسانه دي، خو خپل ماشوم له ذهني پلوه ځواکمن تربیه کول یوه ننګونه ده.

مرکچي: کله چې ته وایې، چې موږ د خپل مسؤلیت منلو ته چمتو نه يو. که وګورو، په یو نه یو ډول موږ په دې نه پوهېدلو چې دا هم زموږ مسؤلیت دی او هېچا دې اړخ ته نه یو متوجه کړي.

شیواني: نو ممکن همدا يې وخت دی، چې اوس يې ومنو.

مرکچي: ههه. سمه ده، چې همدا يې وخت دی. ههه. او په اصل کې له تا نړۍ مننه کوو، چې په دې اړه دې یو بحث را پیل کړ!

شیواني: دغه مسله خورا مهمه ده، خو یوازینی شی چې باید په ذهن کې يې ولرو، هغسې چې تا د مور او پلار اړیکه یاده کړه. امکان شته چې مور او پلار به پخپله ښوونځي ته نه وي تللي، خو خپل ماشوم به تر ټولو غوره ښوونځي ته استوي. امکان شته، چې مور او پلار به پخپله ډوډۍ نه خوري، خو ماشوم ته به د خپلې خولې مړۍ هم ورکوي. خو د دې امکان نشته، چې مور او پلار دې خپل زوی خوشاله کړي، بې له دې چې مور او پلار پخپله خوشاله وي. ته خپل زوی له احساساتي او ذهني پلوه نه شې ځواکمنولی، تر هغو چې ته پخپله له ذهني اړخه ځواکمن نه اوسې. او له همدې ځایه دغه پورته ذکر شوی مسؤلیت سرچینه نیسي، چې لومړیتوب باید ځانته ورکړې.

مرکچي: د نن ورځې په اړه مې چې کوم ټکی تر ټولو ډېر خوښ شو دا دی، چې لومړی باید زه له احساساتي پلوه ځواکمن اوسم، زه باید له فزیکي او روحي او …. هغه بل يې څه وو؟

شیواني: له ټولنیز پلوه!

مرکچي: بالکل، زه باید له دې ټولو اړخونو ځواکمن اوسم، او زه باید دا مسؤلیت په غاړه واخلم، چې زه د دې لپاره مسؤل یم، چې دغه ټول اړخونه په پام کې ونیسم، او دغه پوهه باید له خپلو ماشومانو سره هم شریکه کړم.

شیواني: دقیقاً!

مرکچي: ډېره مننه، شیواني خورې!  که زحمت نه کېږي، د خپلو لیدونکو لپاره لږ مراقبه کولی شې؟

[د مراقبې طریقه داسې ده، چې ارامه کېنئ، سترګې پټې کړئ او لاندې چې کومې خبرې لیکل شوې، هغه په ذهن کې تصور کړئ. ژباړن]

شیواني: ولې نه! راځئ، په خپلو ځایونو کې ډډه وهو او د خپل ژوند سفر ته کتنه کوو. خپلو موخو، مقاصدو، لاسته راوړنو او اهدافو ته کتنه کوو، هغه منزلونه چې باید ورته ورسېږو، همدا زما سفر دی. په دې سفر کې خپل ځان ته کتنه کوم. یو مسافر روان دی، شعور يې بدلون موندلی، خوشالي په منزل کې نه ده، خوشالي د سفر په جریان کې زما دروني وضعیت دی. زه د خپل سفر په اوږدو کې خوشاله، ثابت او په خپل ځان واکمن او ځواکمن یم. په لاره کې چې هر ډول خنډونه راځي، زما لومړنی مسؤلیت دا دی، چې د خپل وضعیت ساتنه وکړم. زه څنګه غبرګون ښیم؟ دا زما خپل مسؤلیت دی. اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي! تر هغو چې بیا سره وینو، باثباته او خوشاله اوسئ!

پای

1 COMMENT

  1. سلام فراز صاحب اول خو ډیره مننه، ډیره مهمه او د وخت سره سمه مرکه مو ژباړلې ده، په پښتو کی کیسه، ناول، شعرونه کتابونه او ډیر څه ژباړل سوي دي دا چي مرکې وژباړل سي خورا مهم کار به سوی یی او د نورو ټولنو د افکارو، نظریاتو، خبرو او اهدافو سره به زموږ ټولنه بلده سي. ډیره مننه د دوام په هیله که یی لینک هم شیر کړئ منندوی به سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب