Homeخبرونهد کندهار په عمومي تېل فروشۍ کې اورلګیدو ۸ میلیونه افغانۍ تاوان...

د کندهار په عمومي تېل فروشۍ کې اورلګیدو ۸ میلیونه افغانۍ تاوان اړولی

تاند: (یکشنبه، د سرطان ۱۸ مه)   د کندهار د تېلو په عمومي پلورنځي کې د اورو پېښې ملیونونه افغانۍ  تاوان اړولی.

 ځایي طالب چارواکو ویلي، چې دغه اور پرون ناوخته لګیدلی، چې وروسته د اطفایې په مرسته مهار شوی.

  د طالبانو د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ځینې کسان برسېرن ټپیان شوي او اته ملیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

په کندهار کې د طالبانو د نورم او سټندرډ ادارې رئیس محب اله عزام د اورلګېدو علت د برېښنا شارټي ښودلې ده.

 د یوه بل خبر له مخې: د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ په حسنزو سیمه کې د یوه سپين ږيري جسد چې نیم ژویو خوړلی موندل شوی دی.

 د دې سپین ږیري د مړینې لامل، هويت او خپلوان يې نه دي معلوم او دا مهال یې جسد د شاه وليکوټ ولسوالۍ په روغتيايي کلينيک کې پروت دی.

 د کندهار لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځینو رسنیو د دغه سپین ږیري د مړینې دلیل ځان وژنه او د ځان وژونې دلیل یې اقتصادي ستونزې ښودلي دي.

په وروستیو کې له کندهار څخه د ځان وژنې خبرونه هم زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...