شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان : طالبانو نورو سیمو ته د ټي ټي پي د غړو...

پاکستان : طالبانو نورو سیمو ته د ټي ټي پي د غړو لیږل پيل کړي

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۱۸ مه)   د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم د ډیورنډ کرښې له شاوخوا څخه نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د تحریک د غړو لېږد پيل کړی.

نوموړي دا ښه پيل ګڼلی او ویلي، چې پکې د پرمختګ هیله لري.

پاکستاني استازي نه دي روښانه کړي، چې طالب رژیم په څومره شمېر پاکستاني طالبان، په مشخص ډول له کومو سیمو، کومو سیمو ته لېږدولي دي.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې پاکستان سره دهوکړې له مخې، له خوست ولایت څخه هغه وزیرستاني کورنۍ نورو سیمو ته لېږدوي، چې پاکستان یې په لیکو کې د ټي ټي پي د غړو د موجودیت اندیښنه لري.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو ادعا کړې وه، چې طالب رژیم پاکستاني طالبان د افغانستان شمال ته لېږدوي او هلته وزیرستان جوړول غواړي.

طالبانو په دې اړه څه نه وو ویلي.

3 COMMENTS

  1. هیبتې او حقانی ځناور ستاسو د استخباراتي شبکو ناجایزه اولادونه او تولید دي. په څه ډول مو چې روزلي او تولید کړي په هغه ډول یې استعمالولي شي. په مدرسو کې د مفعولیت دوره نه پیل بیا تر جاسوسي دا ټول افغان ولس د سر په سترګو وینی.

  2. بس ميدان ورته خوشې دی. د امريکا چې څه خوښه وي پاکستان به هغه ورته کوي.
    امريکا غواړي چې د افغانستان په څېر منځنۍ اسيا ناارامه او خپلې ګټې هلته تضمين او هم تمديدې کړي. وګورو چې اخر به څه کيږي؟

  3. ددې خنځیر له مخه مې بد راځي ! دا هغه بیزشرفه طائفه ده چې افغانستان یې خرڅ کړی دی !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب