جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو د خپلو حقونو د تامین...

په پاکستان کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو د خپلو حقونو د تامین غوښتنه وکړه

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۱۸ مه)  په پاکستان کې د افغان کډوالو یوې شورا په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان د حکومت له اړوندو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ غوښتي چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د دغې شورا رئیس میر احمد رووفي وویل: هغه څه چې په پاکستان کې د پولیسو له خوا له مهاجرینو سره کیږي، دردونکی دي.

دا لیک تر ډېره د هغو افغانانو ستونزې مطرح کوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډوال شوي دي.

پاکستان ته تازه راغلي افغان کډوال، چې ډېری یې د درېیم هېواد د ویزو د ترلاسه کولو لپاره دغه هېواد ته تللي، په دې وروستیو کې څو ځلې اعتراضونه کړي، چې د پاکستان حکومت د دوی د اوسېدو ویزې نه غځوي او له همدې امله د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د شورا په لیک کې د دغه هیواد له حکومته غوښتل شوي، چې هغوی ته د اوسیدو ویزه ورکړي او همدارنګه هغه افغانان چې غواړي له هیواده ووځي د ورتګ پر مهال له جریمې څخه معاف کړي.

په دغه لیک کې د پاکستان له حکومته هم غوښتل شوي چې د بشري حقونو د اعلامیې او د ۱۹۵۱ کال د جنیوا کنوانسیون له مخې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.

د دغه مکتوب په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ غوښتل شوي چې افغان کډوالو ته د کډوالو کارتونه ورکړي او یا هم پاکستاني پولیس قانع کړي چې د «شارپ» دفتر چې د دغه کمیشنر یوه همکاره موسسه ده، د قانوني سند په توګه یې د پناه غوښتنې ویشل شوي ټکنونه ومني.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو مدافع وکیل منزه کاکړ هم څو څو ځله د کراچۍ په زندانونو کې له قانوني اسنادو سره د زرګونو افغانانو د نیول کېدو او د هغوی د زنداني کېدو خبره کړې وه.

د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون سلګونه افغانان، چې څه موده یې د پاکستان په زندانونو کې تېر کړل په وروستیو کې بیرته افغانستان ته ستانه کړای شول. د دغو ناروغانو څلور تنه د پاکستان په زندانونو کې مړه شوي او ویل کیږي چې نور زندانیان لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

1 COMMENT

  1. زموږ موجوده اداره مکلفیت لری چي د رعیت له حقونو دفاع او هر فرد د ڼنه او باندی باید مصئون ژوند ولری بی لدی چي جاهلی تعصبات مطرح شی؛ او دا هلته کیدای شی چي موږ د کلکم راعِِ و کلکم
    مسئول عن رعیته او من اصبح و لم یهتم بامورالمسلمین فلیس بمسلم او نور کامل معلومات او تربیت له دین ولرو ، سیرت خلفاء و امراء امت سره آشنا او متعهد واوسو ؛ اسلامی نظام ، کامل نظام او په هره برخه کی یی دِ امت معتبرو منل شویو علماوو ډیر څه لیکلی او پراخ تحقیقات ترسره کړی خو ظالم لادینه او اجیر ملکانو او جنرالانو په ځینو مدارسو کی د بعضی ابوابو او کتابونو تدریس ته قیودات وضع کړی کوم چي باطل حکام بربڼډ او ردوی ، نو کیدای شی په عمل کي ملت ته خنډونه
    ایجاد او عدم کفایت را ولاړ کړی چي دا وضعیت ،اسلامی هویت او سُچه والۍ تر شدید سوال لاندی
    راولی ورنه اسلام کی کمی نشته خو زموږ فهم او تربیت ناقص دی ۰
    ډی نقیصی د رفع لپاره موږ اړ یو ـ لکه قرآنکریم چي فرمایی ؛
    فسئلوا اهل الذکر اِن کنتم لا تعلمون۰
    او دا کار ډیر صداقت او کامله ایمانداری غواړی چي مومنانه په مینه منحیث عبادت خوند تری واخلو
    تر څو احکم الحاکمین راضی شی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب