شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بانک د صرافانو لپاره نوي قیودات وضع کړي

د افغانستان بانک د صرافانو لپاره نوي قیودات وضع کړي

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۱۸ مه)  د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو د صرافانو او پولي خدمتونو شرکتونو لپاره نوي قیودات وضع کړي.

د یاد شوي بانک طالب چاوراکو  ویلي، چې د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو وړاندې کوونکي نه شي کولای چې پېرېدونکو ته پور ورکړي، امانتونه واخلي او د بیه لرونکو سندونو خدمتونه وړاندې او سیسټمونه یې وکاروي.

د افغانستان بانک طالب ویاند حسیب الله نوري وایي، د صرافیو او پولي خدمتونو شرکوته کولای شي د پېسو لېږد، د اسعارو پېر او پلور، د اسعارو په لیلام کې ګډون او نغدو پیسو ته د چک تبادله وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو مسوولین نه شي کولای چې د معاملو ثبتولو لپاره د افغانستان بانک د لارښوونو پر خلاف د ثبت غیر معیاري کتابونه وکاروي.

د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو د نویو قیوداتو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب