جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاوچا: ۵ میاشتو کې تر ۲۵۰ زرو زیات کډوال له ایران او...

اوچا: ۵ میاشتو کې تر ۲۵۰ زرو زیات کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي

تاند: ( شنبه، د سرطان لسمه)   د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې د روان کال له پیله تر مۍ میاشتې پورې څه باندې ۲۶۶ زره کسان له ایران او څه باندې ۳۴ زره کسان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په همدې موده کې ۳۷۷ زره او په ۲۰۲۱ کال کې په همدې موده کې ۴۹۱ زره کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د OCHA راپور ښیې چې له ایران څخه د راستنیدونکو 43٪ نارینه، 14٪ ښځې او 43٪ د 18 کلونو څخه کم ماشومان دي. له بلې خوا، له پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو ۲۰ سلنه نارینه، ۲۶ سلنه یې ښځې او ۵۴ سلنه یې ماشومان دي.

یاد شوي دفتر دا معلومات په داسې مهال خپاره کړي، چې مخکې یې په ځلونو د افغانانو اقتصادي او بشري وضعیت د اندیښنې وړ ښودلی او ورسره د عاجلو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

نور راپورونه بیا ښيي، چې دغه او نور افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته نه دي ستانه شوي؛ بلکې کوربه هېوادونو د طالبانو د رژیم په همغږۍ په زوره له خپلې خاورې شړلي، چې په هېواد کې یې د نورو افغانانو په شان اقتصادي او بشري وضعیت د اندیښنې وړ دی.

طالبان بیا په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین له هېواده د افغانانو د وتو د هڅونې لپاره بهرني تبلیغات بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب